1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیتي کمرو لګول؛ د امنیت که د خلکو د کنټرول له پاره؟

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

افغانستان کې د طالبانو حکومت د کابل ښار ځینو برخو کې ولسي وګړیو ته ویلي، چې کورونو کې دې څارونکې کمرې ولګوي. ولسي وګړي او د چارو شنونکي وايي، طالبان په دې ډول غواړي خلک تر څار لاندې ونیسي.

https://p.dw.com/p/4JOH6
آرشیف: په کابل کې د طالبانو ځواکونه
آرشیف: په کابل کې د طالبانو ځواکونهانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د کابل د خیرخانې او لویدیځ کابل اوسېدونکي وايي، طالبانو ورته ویلي، چې کورونو کې دې څارونکې کمرې ولګوي.

که څه هم طالبان وايي، دا کار د خلکو د امنیت د ټینګښت له پاره کوي؛ خو د سیمې اوسېدونکي په دې اند دي، چې طالبان دغه کار د خلکو د کنټرول په موخه کوي.

د خیرخانې کوتل یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، طالبانو په سرای شمالي، خیرخانې کوتل، نجارانو کلا، څلوېښت متره سړک او نورو سیمو کې امنیتي کمرې لګولي دي.

هغه په دې خبرې شک لري، چې ګنې دا کار دې د خلکو د امنیت له پاره شوی وي. هغه وايي: «طالبان له دې سیمو د خطر ویره لري. له همدې امله یې امنیتي کمرې لګولي دي. دا کمرې د يوه ځانګړي ټيم له خوا کنترول او څارل کيږي او ویره لري، چې خلک یې په خلاف مسلح نه شي.»

د کابل برچي د تېلو ټانک سیمې یوه اوسېدونکي فکور وویل، د طالبانو په امر یې د کوڅې وکیل کورونو ته ورغلی او له دوی او نورو ګاونډیانو یې غوښتي، چې په کورونو کې دې امنیتي کمرې ولګوي. هغه وویل، د کوڅې وکیل ورته ویلي، چې له دې کاره موخه د جنايي پېښو او مسلحو غلاو مخنیوی دی.

فکور وايي: «زه پیسې نه لرم، چې امنیتي کمره وپيرم. که طالبان د خلکو امنیت نیسي، د خلکو له پاره دې کاري موکې برابرې کړي.»

پلازمېنې کابل له پاره د طالبانو ادارې د پولیسو ویاند خالد ځدران دویچه ویله ته ویلي، چې د امنیت ساتنې او جنايي پېښو د کمولو په نیت دا کمرې لګول کېږي. هغه وویل: «دا فرمان نه بلکې یو وړاندیز دی، چې د کوڅې د وکیلانو او قومي مخورو په همکارۍ د ښار مختلفو سیمو او په ځانګړي ډول پنځلسمه امنیتي حوزه کې له دوه زره ډېرې کمرې لګول شوي دي.»

د ځدران په خبره، یو شمېر کمرې د امنیې قومندانۍ د تخنیکي ډلې او ځینې د سیمې د اوسېدونکیو له لوري لګول شوي دي.

اړوند مطالب: ایا کابل د امنیتي کمرو له نصبیدو سره خوندي کیدای شي؟

له دې امله، چې طالبانو د کمرو لګولو پرېکړه په هغو سیمو کې کړې، چې تاجک او هزاره ګان پکې اوسي، د خلکو تر منځ دا اټکلونه دي، چې ښايي طالبانو دا کار له دې امله کړی وي، چې له دغو سیمو د طالبانو خلاف کوم خوځښت راپورته نه شي.

د کابل لویدیځ ډېر کله د مرګونو بریدونو شاهد و. دغلته ډېر بریدونه پر ښوونیزو او روزنیز مرکزونو، د خلکو پر راټولېدنو او ښاري بسونو کې شوي، چې درنه مرګ، ژوبله یې هم لرلې ده.

آرشیف: کابل د افغانستان تر ټولو ګڼ میشی ښار
آرشیف: کابل د افغانستان تر ټولو ګڼ میشی ښارانځور: Wakil Kohsar/AFP via Getty Images

د کابل یو بل اوسېدونکی اسد ملکپور وايي، طالبانو ده او همسایه ته یې ویلي، چې د مجرمینو د پېژندلو له پاره دې امنیتي کمرې ولګوي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «د امنیتي کمرو بیه له شل تر څلوېښت زرو افغانیو ده. زه یې د اخیستلو توان نه لرم. ځینې هغو کسانو اخیستي، چې ژوند یې یو څه ښه دی.»

د کابل ځینې اوسېدونکي دا هم وايي، چې د امنیتي کمرو لګول د هغوی له پاره د اندېښنې مسئله ده او دا د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله ګڼي. د هغوی په وینا، د دغو کمرو لګول به جرمونه کم نه کړي.

فکور وايي: «د کمرو لګول د خلکو درد نه شي دوا کولی؛ ځکه غله هومره مجهز وي، چې مخونه یې پټ او د پېژندنې وړ نه وي.»

ویل کېږي، که چېرې دغه کمرې د غلو او مجرمینو انځورونه واخلي، افغانستان د وګړیو بایومیټریک ډاټا نه لري، چې پر مټ یې هغوی وپېژندلی شي.

د چارو شنونکي وايي، د خلکو په کورونو او دروازو کې د امنیتی کمرو لګول د هغوی پر شخصي حریم تېری دی.

د حقوقي چارو کارپوه نجیب اخلاقي دویچه ویله ته وویل: «طالبان د دې پر ځای چې امنیت ونیسي د خلکو په شخصي حریم کې کمرې لګوي. او دا کار عمومي پوښتنې راولاړوي. هېڅوک به په کورونو کې د امنیت احساس نه کوي.»

اخلاقي وايي، د طالبانو دا پرېکړه د هغو کورنیو پر اقتصادي حالت نور هم فشار راوړي، چې له مخکې له بې وزلۍ کړېږي. هغه وویل: «که غواړئ چې خلکو ته خبرداری ورکړئ او ویې ځوروئ، د ځان پر ځای یې ترې ډوډۍ واخلئ او طالبان همدا کار له خلکو سره کوي.»

اړوند مطالب: آلمانۍ کارپوهه: د افغانستان امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی

ځینې طالب ضد سیاسي کړۍ چې له هېواده بهر یې د دغې ډلې خلاف انلاین جبهې جوړې کړي د طالبانو دا کار غندي.

د «افغانستان ژغورنې ملي جبهې» غړی واقف حکیمي وايي: «طالبان د کابل خیرخانې، چهاردهي او د کابل لویدیځ کې کمرې لګوي. له امنیتي تدابیرو پورته ځینې نورې لوړې موخې لري.»

د هغه په قول، طالبان له دې لارې د خلکو کنټرولول غواړي، څو د دغې ډلې خلاف سنګر ونه نیسي.

 اسحق اکرمی/ امید دیدار