1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا کابل د امنیتي کمرو له نصبیدو سره خوندي کیدای شي؟

۱۳۹۹ دی ۱۷, چهارشنبه

امرالله صالح ویلي چې په کابل ښار کې به د څه باندې سل میلیونه ډالرو په لګښت امنیتي کمرې نصب شي. اوس هم په کابل کې ځینې امنیتي کمرې شته, خو آیا نوې کمرې به کابل تر پخوا خوندي کړي؟

https://p.dw.com/p/3naZN
افغان حکومت غواړي د کابل د امنیت د ټینګښت له پاره لا ډیرې امنیتي کمرې نصب کړي.
افغان حکومت غواړي د کابل د امنیت د ټینګښت له پاره لا ډیرې امنیتي کمرې نصب کړي.انځور: Fotolia/F. Schmidt

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري میاشتې شپږمه نیټه) د شپږ نیمو بجو په ناسته کې پریکړه کړې چې په کابل ښار کې  به پرمختللې امنیتي کمرې ولګول شي. هغه په دې اړه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: «په وروستي ځل چې ملي امنیت په کابل کې امنیتي کمرې ولګولې ۲۰۰۸ میلادي کال وو. اوس چې ټکنالوژي په زړه پورې پرمختګ کړی نو ټاکل شوې ده چې کابل به له تېر څخه لا ښه، پټ او د پرمختللې ټېکنالوژۍ سره د امنیتي کمرو تر پوښښ لاندې راشي.»

صالح زیاته کړې چې د دغو کمرو په نصبولو څه باندې سل میلیونه ډالر لګښت راځي، چې د دغه پروګرام مالي ملاتړ هم نړېوال متحدین کوي. نوموړي ډاډ ښوولی چې د دې کمرو په نصب سره به په غلو او ترهګرو ساحه تنګه شي.

خو ایا امنیتي کمرې به کابل خوندې کړي؟

سره له دې چې د ښاغلي صالح له دغه اقدام څخه هرکلی هم شوی، خو د چارو ځینې کتونکي یې ډیر اغیزمن نه بولي. د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي غلام ولي افغان، دویچه ویله ته وویل چې د کابل په څير ګڼ میشتې ښار کې به د امنیتي کمرو نصب له امنیت سره ډیره مرسته ونه کړي. هغه زیاته کړه: «دا اوس چې کومو ساحو، دفترونو او کورونو کې کومې امنیتي کامرې لګول شوي دا یوازې د خلکو تګ راتګ څاري. دا کامرې نه شي کولای چې د خلکو پیژندنه وکړي.»

چارواکي: طالبان د خپلو ناکاميو غچ په هدفي وژنو سره اخلي

«طالبان پلان لري د امريکايي ځواکونو تر وتلو مذاکرات وغځوي»

دې کارپوه زیاته کړه چې په افغانستان کې جګړه سیاسي او استخباراتي ده او ترڅو چې د سیمو په کچه اوپراتیفي او استخباراتي کارکوونکي ونه ګمارل شي، د پيښو مخنیوی ناشونی ده.

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزي بیا دویچه ویله ته وویل چې که څه هم د کمرو نصبول د کابل ښاریانو له پاره له رواني پلوه ښه اغیز لرلی شي، خو د پولیسو بیداري اړینه ده. هغه وویل: «زه یې د کابل ښاریانو په خیر بولم خو فکر نه کوم چې د جینايي او تروریستي پېښو مخنیوی دي وکړي او یوازې په کامرو باید تکیه ونه شي. کشفي او استخباراتي ارګانونه او همدا راز پولیس باید بیداره اووسي.»

دغه افغان سناتور وایي چې د کابل ښار په ځینو سیمو کې اوس هم امنیتي کمرې نصب دي، خو له دغو کمرو اغیزمنه ګټه نه ده اخېستل شوې.

هاشم الکوزی وايي چې په کمرو د لسهاوو میلیونه ډالرو لګښت هغه مهال اغیزمن تمامیږي چې د کمرو له نصب وروسته د هغوی ساتنې او مسلکي کارونې ته هم جدي پاملرنه وشي.

د شمېرو له مخې، اوسمهال په کابل ښار کې شاوخوا ۳۰۰ امنیتي کمرې نصب دي خو د کتونکو پر باور د دغه ښار په امنیت کې یې مثبت رول نه دی لرلی.

 سره له دې چې په دې وروستیو کې ماین چاودنو، هدفي وژنو او د جنیايي پېښو ډېروالي کابل ښاریان سخت اندېښمن کړي خو امرالله صالح وايي چې په دې اړه د خلکو شکایتونه کم شوي. هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: «د بېلګې په توګه د مبايل د غلا دوسيې نوي سلنه څېړل شوې دي او غله نيول شوي خو په تېرو شپېتو ورځو کې په کابل ښار کې په منځنۍ توګه د ورځې شپږ جنايي پېښې رامنځته شوې دي.»

د صالح په خبره پوليس توانېدلي چې مجرمين ونيسي او د پوليسو دغه خوځښت د دې سبب شوی چې حالت بدل شي.

اسماعیل شاکر – کابل