د امریکا د يوې محکمې امر؛ افغانانو ته ويزې ورکول دي بررسي سي
۱۴۰۴ بهمن ۲۱, سهشنبه
له کډوالو سره د مرستې نړیوالې پروژې (IRAP) یوه اعلامیه خپره کړې ده چي وايي په متحده ایالاتو کي یوې فدرالي محکمې پریکړه کړې ده چي د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) د پروسس پروسه تر نامعلوم وخته ځنډول د کانګرس له څرګند حکم سره په ټکر کې دي.
دې سازمان زیاته کړې ده چي فدرالي محکمې یو حکم صادر کړی دی چي د ترمپ ادارې ته یې امر کړی دی چي د افغان اتباعو له پاره د ځانګړي مهاجرت ویزو (SIV) غوښتنلیکونو بیا کتنه او پروسس پروسه بیا پیل کړي.
د ترمپ د سفر بنديز؛ افغانان هيڅ انتخاب نه لري
د دې حکم له مخي، د ترمپ اداره مکلفه ده چي په موقع د ځانګړي مهاجرت ویزې د غوښتنليکونو د بررسۍ له پاره يو مشخص پلان عملي کړي.
د افغانانو له پاره د سفر بندیز
دا حکم په داسي حال کي راځي چي دونالد ترمپ خپل د سفر بندیز پراخوي او امريکا متحده ايالاتو ته د افغانانو د ننوتلو مخه یې هم نيولې ده.
له کډوالو سره د مرستي نړیواله پروژه (IRAP) او د فریش فیلډز بروکهاس ډیرینګر حقوقي شرکت د هغو افغان او عراقي اتباعو د یوې ډلې استازیتوب کوي چي په خپلو هیوادونو کي یې د متحده ایالاتو له ماموریتونو سره همکاري کړې ده. خو د دوی د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) غوښتنلیکونه لا هم ځنډول سوي دي. د دې ډلې غړي لږترلږه څلور کاله د خپلو قضیو په اړه وروستۍ پریکړې ته انتظار باسي.
د دې محکمې قاضي د خپلې پریکړي په یوه برخه کي لیکلي دي چي د ترمپ ادارې چارواکي دا واک نه لري چې په یو اړخیزه توګه هغه پروسې ودروي چې کانګرس یې د ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.
امريکا؛ محکمې د افغانانو د موقتي خونديتوب لغوه کولو ته اجازه ورکړې ده
له کډوالو سره د مرستي نړيوالي پروژې حقوقي وکیلې کمبرلي ګرانو، دې پریکړي ته په غبرګون کي وویل: «دا پریکړه د ترمپ ادارې د هغو ښکاره هڅو له پاره یو ګوزار دی چې د محکمې حکمونه له پامه غورځوي او هغه افغانان پرېږدي چې لاهم د طالبانو له خطر سره مخ دي.»
د ترمپ ادارې تر اوسه د فدرالي محکمې د نوي حکم په اړه تبصره نه ده کړې.
دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه د خپلې دوهمې دورې له پیل وروسته، د P2 او P1 په ګډون د کډوالۍ ځینې پروګرامونه د ځنډولو له پاره اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل او ورپسې د ځانګړي مهاجرت ویزو د غوښتنليکونو د رسېدګۍ پروسه هم وځنډول سوه.