1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کې ۲۴ ملکیان ووژل شول

مسعود جهش۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعه

د بلخ ولایت د دولت آباد په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودلو له کبله پنځه لس تنه ملکي کسان ووژل او اووه تنه ټپیان شول. په یوې بلې ترافیکي پېښه کې د پنجشنبې په شپه د کابل-جوزجان پر لویه لاره نهه کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/16TJl
انځور: dapd

یادښت: انځور له ارشیف څخه

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیر جان دوراني، دویچه ویله ته وویل: «نن سهار [د جمعې په ورځ سهار] د خلکو دښمنانو د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یو ماین ځای پر ځای کړی وو. پر دې ماین باندې یو فلنکوچ ډوله موټر برابر شو چې د چاودنې له کبله یې پنځه لس کسان ووژل شول.»

دورانې زیاته کړه چې د وژل شوو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د ښاغلي دوراني په خبره په پېښه کې همداراز د پېښې له کبله اته تنه نور کسان تپیان شوي دي. دراني زیاته کړه چې د پېښي ټپیان او قربانیان اوس روغتون ته لیږدول شوي چې د ټپي شوو کسانو په ډله کې د ځینو روغتیایي حالت ښه نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د رویترز خبري آژانس د پېښې د قربانیانو شمیره ۱۹ تنه ښودلې ده. دې آژانس د سیمه ییزو چارواکو په حواله لیکلي دي چې وژل شوي کسان د یوه واده په مراسمو کې د ګډون له پاره روان ول چې موټر یې پر ماین برابر شو.

درانې د پېښې پړه «د افغانستان د دښمانو» پر غاړه واچوله. هغه وویل چې دغه کسان غواړي چې د بلخ ولایت امنیت خراب کړي. هغه زیاته کړه چې اوس د افغانستان دښمنان نه شي کولای چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جگړه وکړي: «اوس د افغانستان دښمنان د مخامخ جگړې توان نه لري او له همدې کبله کله نا کله په غلچکي ډول په ځینو سیمو کې ماینونه فرشوي چې دا ماینونه ډیر وخت یوازې ملکي تلفات لري.»

د ملگرو ملتونو د رپوټونو په حواله یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جگړه کې ۱۱۴۵ تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. د دغه سازمان په رپوټونو کې د ۸۰ سلنه ملکي وژنو پړه پر طالبانو باندې اچول شوې ده. د سړک د غاړې ماینونه چې طالبان ورڅخه ډیر کار اخلي د ډیر شمیر ملکي کسانو د وژنې لامل کیږي.

د ملگرو ملتونو د رپوټونو په حواله تیر کال د افغانستان په جگړه کې ۳۰۲۱ تنه ملکي کسان وژل شوي ول چې د هغوی په ډله کې ۳۰ سلنه یې ښځې او ماشومان ول.

«د بلخ ولایت امنیت ښه شوی دی»

شیرجان دراني وویل چې بلخ ولایت امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی. د دراني په خبره تر دې مخکې د بلخ ولایت په ځینو ولسوالیو کې امنیت ښه نه وو چې اوس آرامه شوي دي. هغه وویل: «زموږ په ولایت کې د چمتال او چاربولک ولسوالۍ نا آرامه وې خو اوس په دې سیمو کې امنیت ټینگ دی، سیمه ییز پولیس په کې میشت دي او طالبان یې شړلي دي.»

درانې زیاته کړه چې په بلخ ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو له جوړیدو او د وروستیو چڼه ییزو عملیاتو په لاره اچولو د دغه ولایت امنیت ښه کړی دی. د دراني په خبره اوس افغان پولیس د پخوا په پرتله ډیر روزل شوي دي او کولای شي چې په یوازیتوب د سړک د غاړې ماینونه خنثی کړي.

خونړۍ ترافیکي پېښه

په یوې بلې پېښه کې د افغانستان په بل شمالي ولایت جوزجان کې هم د یوې ترافیکي پېښې له کبله نهه کسان وژل شوي دي او ۲۸ تنه نور تپیان دي. دغه کسان کابل ته «د افغانستان د غوره لیگ» د پای لوبې د لیدو له پاره روان ول. دا د فوټبال یو لیگ دی چې په افغانستان کې یې له دې لوبې سره مینه لا پسې ډیر کړې ده.

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د فوټبال دغو مینه والو د جمعې په شپه له جوزجان څخه د کابل پو لور وخوځیدل او موټر یې د تیلو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ. چارواکو ویلي دي چې د وژل شوو کسانو په ډله کې یو شمیر د فوټبال لوبغاړي هم شامل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب