1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سړک د غاړې ماین ۱۱ ښځې او ماشومان ووژل

۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبه

افغان چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د جمعې په ورځ د سړک د غاړې یوه ماین یوولس تنه ښځې او ماشومان وژلي دي. دغه پېښه د هلمند ولایت په گرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/169fo
انځور: Reuters

د هلمند ولایت ویاند داود احمدي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «له یوې کورنۍ څخه پنځه ښځې او یو ماشوم او د بلې کورنۍ څلور ښځې او دوه تنه ماشومان په دې پېښه کې وژل شو ي دي.»

تر دې وروسته بیا احمدي د وژل شوو ښځو شمیره له نهو څخه اتو تنو ته راټیټه کړه. هغه وویل چې وژل شوو ماشومانو له اوو څخه تر ۱۲ کلونو پورې عمر لاره.

احمدي زیاته کړه چې په پېښه کې د یوولسو ښځو او ماشومانو تر څنگ یو تن نارینه موټر چلوونکی هم وژل شوی دئ.

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې یو موتړ د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو احمدي د افغانستان دښمنان د دغې پېښې مسئولین بللي دي. په همدې حال کې د هلمند ولایت د پولیسو ویاند هم دغه پېښه تائید کړې ده.

داسې ادعاگانې کیږي چې طالبان د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو له پاره د سړک د غاړي ماینونه ښخوي خو ډیر وخت افغان ملکي وگړي په دغه ډول پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملگرو ملتونو په خبره یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په روانه جگړه کې ۱۱۴۵ افغان ملکي وگړي وژل شوي دي. په جگړه کې د اتیا سلنه وژل شوو ملکي وگړو د وژنې پړه پر طالبانو باندې اچول کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اچکزی