1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: ځانمرگي برید شپږ تنه ووژل

۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبه

د ایساف او افغان سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې یوه ځانمرگۍ برید د ایساف د دوو تنو سرتیرو په گډون شپږ کسان وژلې دي. په یوې بلې پېښې کې په زابل ولایت کې هم دوه تنه پولیس وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/16PWY
4 civilian killed in an Explosion in a market of Shindand District of Heart province in west of Kabul.18.08.2012.acording to officials 12 other including 3 policemen also injured.Photos:(Hoshang Hashimi-DW) Mr Hashimi is Reporter of DW in Heart, Afghanistan and we have right to use his photos. zugestellt von: Reza Shirmohammadi
Explosion Herat Afghanistanانځور: DW/Hoshang Hashimi

یادښت: انځور له ارشیف څخه

د طالبانو یوه ویاند د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې موخه ئې د افغان او بهرنیو امنیتي ځواکونو په نښه کول وو.

په همدې حال کې افغان چارواکو ویلي دي چې پېښه د کندهار ولایت په ماروف ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده چې په کې وژل شوې افغانان ټول د ملي امنیت کار کوونکي دي.

تر دې مخکې د کندهار ولایت ویاند جاوید فیصل ویلي وو چې یوه ځانمرگي برید کوونکي د کندهار ولایت د ماروف ولسوالۍ د ملي امنیت ادارې مخې ته خپل ځان وچاوه چې له کبله ئې د ملي امنیت درې تنه کارکوونکي ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان دي.

په یوې بلې پېښې کې په زابل ولایت کې هم د دوو چاودنو له کبله دوه تنه پولیس وژل شوي او درې تنه نور تپیان دي.

د زابل ولایت ویاند شیرالله ناصري، د اسوشیتد خبري آژانس ته ویلي دي چې لومړی د پولیسو یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو او کله چې نور پولیس د دې موټر د مرستې له پاره سیمې ته ورسیدل نو دویمه چاودنه هم وشوه.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس، اسوشیتد پرس)
کتونکی: احمد ولي اڅکزی