1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله د لوبو ډګر ته ستنه شوې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د افغانستان د ښځينه فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو له هیواده تر وتلو وروسته د لومړي ځل له پاره د استرالیا د محلي لیګ په سیالیو کې ګډون وکړ. که څه دغه لوبه په مساوي ډول پای ته ورسیده، خو د دوی له پاره یوه لویه لاسته راوړنه وه.

https://p.dw.com/p/4AMNB
Frauenfußball | Afghanistan - England | in London
انځور: Justin Tallis/AFP/Getty Images

دغه سیالي د یکشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۲۴ نيټه) د استرالیا په ختیځ ویکتوریا ایالت کې د ټیټې کچې په لیګ کې ترسره شوه. په دې لوبه کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې لوغاړي وتوانیدل چې ګول ووهي، خو ریفري آفسایډ ونیوه او ګول ونه منل شو.

بالاخره لوبه په مساوي نتیجې پای ته ورسیده، خو دا د افغان میرمنو له پاره یو سمبولیکه لاسته راوړنه وه. ځکه دوی له خپل هیواد څخه تر وتلو څو میاشتې وروسته وتوانیدلې یو څه عادي ژوند تجربه کړي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشرې نیلاب چې د لوبډلې د نورو لوبغاړو په څیر یي په افغانستان کې د خپلو عزیزانو د حفاظت په خاطر خپل کورنی نوم پټ ساتلی، وویل چې دې لوبې وښودله چې طالبان نه شي کولی د ښځو مخه ونیسي.

هغې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «مونږ اوس هم د افغانستان له پاره د لوبیدلو په خاطر خپله مبارزه جاري ساتو. مونږ له هیواده تښتیدلي یو، خو هیر کړی مو نه دی او همدارنګه د خپل هیواد په نوم د خپلې لوبډلې د بریا هڅه کوو.»

اته میاشتې مخکې کله چې طالبانو په افغانستان کې د واګې په خپل لاس کې ونیولې استرالیا د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې او د هغو له کورنیو سره له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته وکړه.

طالبانو د هغه وخت راهیسې په شدت سره د ښځو آزادي محدوده کړې ده. دغې افراطي اسلامي ډلې نجونې له تحصیله محرومې کړې او د ژوندانه په ځینو نورو برخو کې یې هم پرې محدودیتونه وضع کړي دي.

مختلفو هیوادونو ته د فوټبالیستانو له تيښتې وروسته د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سره وپاشل شوه. ډیري د دوی د استرالیا په ملبورن ښار کې میشت شوي دي. د ویکتوریا د ملبورن د ښځو د فوټبال الف لیګ لوبډلې له دوی سره مرسته وکړه، څو دوی بیرته د لوبې ډګر ته ستانه کړي.

د دغې لوبډلې ګولکیپرې فاطمه وویل هغو کسانو چې د طالبانو له بیرته ستنیدو وروسته یي په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان انځورونه لیدلي دي، کولی شي د هیواد پريښودو له پاره د افغان لوبغاړو زړورتیا درک کړي.

هغې د فرانسې خبري آژانس ته وویل «دوی کولی شي درک کړي چې مونږ ته په داسې یو موقعیت کې قرار نیول څومره ننګوونکې وه. اوس مونږ د یوې لوبډلې په توګه په ګډه او پیاوړې لوبه کوو. دا فوق العاده ده.»

د دغې لوبډلې روزونکي جف هاپکینز هم د ملبورن د «ایتا بوفالوس» اماتور ټیم پر وړاندې د دې لوبډلې د لوبیدو او کارکردګۍ ستاینه وکړه.

د یکشنبې له لوبې څخه څو ورځې مخکې د ویکتوري ملبورن لوبډلې خپلې نوې جامې چې عمدتاً سور رنګ لري د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې ته ډالۍ کړې. د لوبډلې دغه جامې یا لباسونه د افغانستان په دری رنګه ملي بیرغ سینګار شوي وو. دغه لباسونه په شمیرو مشخص شوي دي، خو د نورو لوبغاړو د کورنیو د امنیت په خاطر چې په افغانستان کې پاتې دي، پر دغو لباسونو د هیڅ کومې لوبغاړې نوم نه دی لیکل شوی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص