1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ژباړونکو لومړۍ ډله کاناډا ته ورسیده

۱۴۰۰ مرداد ۱۵, جمعه

د افغان ژباړنکو، د سفارت کارکوونکو او د هغوی د کورنۍ د غړو لومړنۍ ډله کاناډا ته ورسیده. کاناډا تېره مياشت اعلان کړی وو چې خپلو سيمه ایز افغان کارکوونکو ته به په کاناډا کې د ميشتېدو شرائط برابر کړي.

https://p.dw.com/p/3ycvW
Air Canada Airbus A340
د آرشيف انځورانځور: Star Alliance

کاناډا ته د دغه هيواد د سيمه ایزو افغان کارکوونکو د لومړۍ ډلې د رسېدو خبر د مهاجرت وزیر مارکو میندیسینو د پنجشنبې په ورځ ناوخته ور کړ.

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو په وتلو سره، په دغه کې د هغوی محلي افغان کارکوونکي په راتلونکې کې د طالبانو له ګواښونو څخه انديښمن دي.

د رويټز خبري آژانس د کاناډا له پلازمېنې اوتاوا څخه لیکلي چې د افغان ژباړونکو او د سفارت کارکوونکو لومړنۍ ډله کانادا ته ورسیده. له دوی سره يې د کورنۍ غړي هم مل دي.

کاناډا تیره میاشت اعلان وکړ چې دوی به هغو افغانانو ته د هستوګنې شرایط برابر کړي چې له مخ په خرابیدونکي وضعیت سره مخ دي. دا هغه کارکوونکي دي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو له لوري د ګواښ له امله کانادا ورته پناه ورکړې ده.

مینديسینو وويل: «نن ورځ هغو افغانانو ته د هيلې احساس، خوشبيني او په هوسا زړه ساه اخیستل له ځانه سره لري چې لومړنۍ ډله يې  تیره شپه دلته راښکته شوه.»

په رپوټ کې د کانادا د مهاجرت چارو وزیر له قوله زیاته شوې چې هیواد به يې د دغو افغانانو نومونه او د هستوګنې ځای افشا نه کړي. د کاناډا حکومت ويلي دي چې د شرایطو واجد کسانو شمیر به څو زره وي.

Kanadischer Griffon  Kampfhubschrauber
کاناډا لس کاله مخکې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورساوه، په انځور کې کاناډاي سرتيری په کندهار کېانځور: Reuters/Canada Department of National Defence/M. McGregor

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ کې واشنګتن هم اعلان وکړ چې د افغان محلي کارکوونکو له پاره یې د مهاجرت پروګرام پراخ کړی، چې له مخې به يې په زرونو لا ډير افغانان کوم چې په افغانستان کې يې له امریکايي ځواکونو او یا د امریکا له لورې تمویلونکو موسساتو سره کار کاوه وشي کړای امریکا ته د مهاجرت کولو چانس ترلاسه کړي.

په افغانستان کې میشت د امریکا او ناټو ځواکونو تر شل کلن حضور وروسته، د روان کال په می میاشت کې له افغانستانه د وتلو بهیر پيل کړی چې د پلان له مخې په سپتمبر مياشت کې به پای ته ورسیږي.

له دې سره سم طالبانو هم خپلې حملې د افغانستان په مختلفو سيمو کې زیاتې کړې او په دغې موده کې يې ډيرې سیمې لاندې کړې هم دي. دې سره په ځانګړې توګه هغه افغانان د طالبانو له اړخه خپلې راتلونکې ته انديښمن یا د خطر احساس کوي، چې نړیوالو ځواکونو سره يې کار کړی دی.

کانادا په افغانستان کې خپل ماموریت یوه لسیزه مخکې پای ته ورساوه. تر هغه وروسته دغه هیواد شاوخوا ۸۰۰ افغانان چې دوی سره يې د ژباړونکو په توګه او یا يې په نورو برخو کې کار کړی وو، کاناډا ته وروغوښتل.

رويټرز/م.ک.ص./ب.ص.