1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په مرسته د پاک - افغان ښاري همغږۍ مرکز پرانيستل شو

۱۳۹۹ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د آلمان او پاکستان د حکومتونو په همکارۍ د پاکستاني او افغان ښاريانو ترمنځ د همغږۍ مرکز د دوشنبې په ورځ پرانيستل شو.

https://p.dw.com/p/3pPxo
Pakistan | Eröffnung Zentrum für städtischen Zusammenhalt in Islamabad
انځور: German Embassy.Isb

دا مرکز په اصل کې د خلکو ترمنځ د تماس ځای دی چې د «Urban Cohesion Hub» يا د ښاري همغږۍ د مرکز نوم ورکړل شوی دی.

دا مرکز د آلمان او پاکستان د حکومتونو په همکارۍ رامنځته شوی دی او له لارې به یې په پاکستان کې له ميشتو په سونو زرو هغو افغان مهاجرو چې په اسلام آباد او راولپنډۍ او همدا راز دغو ښارونو ته په څيرمه پرتو سيمو کې اوسي، او د سيمه ایزو خلکو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ فضا رامنځته کړل شي.

دا مرکز د دوشنبې په ورځ د (فيبرورۍ ۱۵مه نيټه) په پاکستان کې د آلمان له سفير بيرنهارد شلاګ هیک او د پاکستان د سرحدي چارو فدرالي وزير محمد محبوب سلطان له خوا پرانيستل شو. دا مرکز د پاکستان د سرحدي چارو وزارت، د افغان مهاجرينو کميسارۍ او په برلين کې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ رامنځته شوی دی.  

«د پاکستان له خوا بې مثاله کوربتوب»

د دې مرکز له لارې به کابو د ۳۰ زرو افغان مهاجرو او د هغوی د کوربه پاکستان د سيمه ایزو اوسيدونکو ترمنځ اړيکي ښې شي او د روغتيا، زده کړو، مسلکي زده کړو او حقوقي مرستو په برخه کې ټولنیز ادغام، ګډ کار او د شاملولو عمل به وده وکړي.

Pakistan | Eröffnung Zentrum für städtischen Zusammenhalt in Islamabad
په راولپنډۍ کې د پاک - افغان همغږۍ د مرکز پرانیست غونډهانځور: German Embassy.Isb

پرانيست غونډې ته د وينا پر وخت د پاکستان د سرحدونو چارو وزير محمد محبوب سلطان وويل: «له تیرې تر څلويښتو کالو زياتې مودې راهيسې پاکستان له افغان مهاجرو سره مثالي خواخوږی، يووالی او کوربتوب ښوولی دی. د همغږي د مرکز رامنځته کول دا خبره په اثبات رسوي چې د آلمان د حکومت په مرسته پاکستان دلته د ميشتو افغان مهاجرو او د هغوی د کوربه سيمه ایز نفوس ترمنځ د رغنده همکارۍ له پاره څومره هلې ځلې کوي.»

د پاکستان او آلمان د اړيکو ۷۰مه کليزه

په دې ترڅ کې په پاکستان کې د آلمان سفير بيرنهارد شلاګ هيک غونډې ته د وينا پر وخت وويل: «د دې مرکز جوړول د پاکستان او آلمان ترمنځ د هر اړخیزو اړيکو او ژور تماس يو ثبوت دی. سږ کال د پاکستان او آلمان د سفارتي اړيکو ۷۰مه کلیزه هم لمانځل کيږي.»

د آلمان سفير وويل: «د دې مرکز له لارې په پاکستان کې افغان مهاجر او د هغوی کوربه سيمه ایزو ټولنو او نفوس ترمنځ همکارۍ ته د ودې له ورکړې سره د ګډ ژوند له پاره د فضا لا ښه کول دي.»

په راولپنډۍ کې د دې مرکز له خوا عرضه کيدونکي خدماتو کې به د سيمې د خلکو، حکومت او ملګرو متلونو د مهاجرو د مرستې ادارې مشاورت هم شامل وي.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ويله اردو، پي آر)

زموږ له آرشيف څخه: