1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد غواړي له ایران سره د افغانستان د سولې په هکله وغږیږي

۱۳۹۹ مهر ۴, جمعه

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي دي چې د افغانستان د کړکیچ د ختمولو له پاره له ایران سره د خبرو اترو هرکلی کوي. هغه پر تهران تور لګولی چې په دغه جګړه کې د امریکا د ښکیل ساتلو هڅه کوي.

https://p.dw.com/p/3izQB
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د افغاستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د ملګرو ملتونو په ملاتړ په یوې جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ چې ایران هم پکې ونډه لرله. خلیلزاد د ویډیو کنفرانس له لارې جوړې شوې غونډې ته وویل: «ایران غواړ چې موږ په دې جګړه کې بند وساتي پرته له دې چې بریالي یا بایلونکي شو بلکې هغو غواړي موږ په افغانستان کې تر هغه وخته پورې یو لوړ قیمت ادا کړو چې د ایران او امریکا تر منځ یو توافق رامنځ ته شي.»

دغه غونډه د سولې له پاره د امریکا د انستیتوت له خوا جوړه شوې وه. خلیلزاد روښانه کړه چې ایران ته یې وړاندیز کړی دی چې له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي. هغه وویل: «خو موږ هغوی ته وړاندیز کړی دی چې پر دې موضوع له موږ سره لیدنې وکړي. وړاندیز مو کړی چې کیدای شي هغوی په بیلابیلو ځایونو کې ونډه واخلي چې موږ هم په کې حاضر یو، څو د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث وکړو.»

خلیلزاد په عین حال کې ګواښ وکړ چې امریکا متحده ایالات به د تهران تر ملاتړ لاندې په هر هغې ډلې باندې برید وکړي چې واشنګټن ګواښي.

ایران د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ پر لاسلیک شوي تړون باندې نیوکې کړي دي. د دې تړون له مخې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي او طالبان د سولې په خبرو اترو کې ګډون کوي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل