خلیلزاد: په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده
۱۳۹۹ مهر ۲, چهارشنبهد افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د استازو مجلس استماعیه غونډې ته ویلي دي: «په هر معیار، د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه ډیره لوړه ده. موږ پوهیږو چې د [تاوتریخوالي] کمښت ممکن دی.»
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې پر ستونزو سربیره، دغه خبرو اترو په افغانستان کې د سولې راتلو له پاره هیلې راټوکولي دي. طالبانو له متحده ایالاتو سره تر اوږدو مذاکراتو وروسته سږ کال د فبرورۍ میاشتو په وروستیو کې له امریکا متحده ایالاتو سره یوه توافقنامه لاسلیک کړه چې په تدریجي ډول له افغانستانه امریکایي ځواکونو ته د وتلو امکان برابروي چې په بدل کې یې طالبانو دا ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ له پاره نه کارول کیږي. خو طالبانو تر اوسه پورې د یوه اوربند غوښتنه نه ده منلې.
په دې وروستیو میاشتو کې طالبانو ویلي دي چې د اسلامي شریعت سره سم د ښځو حقوقو ته درناوی کوي، خو په افغانستان کې هغه میرمنې چې زده کړې یې کړي د طالبانو دغه ژمنې د شک او تردید په سترګه ګوري.
په دغه استماعیه غونډه کې د دیموکراتانو استازو له زلمي خلیلزاد څخه پوښتنه وکړه چې آیا د دې احتمال شته چې د شلو کالو تر جګړې، د میلیاردونو ډالرو تر لګښت او او زرونو کسانو د مړیني وروسته د امریکايي ځواکونو تر راوتلو وروسته به د نجونو د تعلیم په پای تمام شي؟
خلیلزاد د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه غواړم افغان میرمنو ته ډاډ ورکړم چې موږ به د هغوی ترڅنګ یو.»
اړونده موضوع:قطر کې د سولې خبرې، خو افغانستان کې جګړه
د سپتمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې مذاکراتو پرانیستغونډه ترسره شوه خو د لسو ورځو تر تیریدو وروسته هم په د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي که څه هم دوی د هیله مندۍ له پاره دلایل لري «خو موږ د دې اټکل کوو چې شاتګ او خنډونه به هم موجود وي.»
خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې واشنګټن او متحدین یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه داسې توافق د رامنځ ته کیدو په هڅو کې دي چې د یوه هیواد خاوره هم د بل هیواد پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو له پاره ونه کارول شي.
خلیلزاد چې په وروستیو کې له دوحې څخه بیرته متحده ایالاتو ته ستون شوی دی زیاته کړې چې دوی [امريکا] هیله من دي چې د مذاکراتو تر ختمیدو وروسته به په دې برخه کې هم بریا تر لاسه کړي.
افغانستان له کلونو راهیسې پر پاکستان باندې د طالب یاغیانو د ملاتړ تور پورې کوي. پاکستان دغه تورونه ردوی او بیا برعکس افغانستان پر دې تورنوي چې د هغه یاغیانو ملاتړ کوي چې د اسلام آباد پر ضد جنګیږي.
متحده ایالات په نظر کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ راټیټ کړي او د نورو ځواکونو شمیر راکمیدل له شرایطو سره تړلي بولي.