1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او ناروې د سولي خبرو کوربه توب ته تیاری ښوولی

۱۳۹۹ شهریور ۲۴, دوشنبه

عبدالله عبدالله په دوحه کي د جرمني او ناروې له استازو سره وکتل. د جرمني خاص استازي، مارکوس پوتسل وویل چې هیواد یې د سولي خبرو بلي دورې کوربه توب ته چمتو دی. د ناروې خاص استازي هم د سولي خبرو کوربه توب ته تیاری ښوولی.

https://p.dw.com/p/3iQdU
Doha Katar Treffen Marcus Potsel und Dr. Abdullah Abdullah
انځور: Presse/Afghanistan Friedensrat

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله په دوحه کي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مستقیمي لومړی مرحلې د خبرو په څنډه کي د جرمني او ناروې له استازو سره ولیدل او خبري یې ورسره وکړې. دغه خبري د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو د ادامې پر محور راګرزیدلې.

د افغانستان او پاکستان له پاره د جرمني خاص نماینده، مارکوس پوتسل په دغه لیدنه کتنه کي د سولي مذاکرات یوه تاریخي واقعه وبلله او ویې ویل، چي د دوړاو خواوو د موافقې په صورت کي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د بلي دورې د سولي مذاکراتو کوربه توب ته امادګي لري.

پوتسل، د سولي خبرو نتیجې ته د خوشبینۍ په ښکاره کولو سره د ژورنالسټانو په مخکي وویل،: «کله چي دواړه افغاني اړخونه یوې نتیجې ته ورسیدل او په ټوله افغانستان کي سوله تأمین سي، نو دا به یوه ډیره تاریخي ورځ وي.» پوتسل اضافه کړه، چي د افغانستان له پاره د ناروې خاص نماینده هم د سولي خبرو د بلي دورې له پاره د خپل هیواد کوربه توب ته امادګي ښکاره کړې ده.

Doha Katar Treffen Marcus Potsel und Dr. Abdullah Abdullah
په دوحه کې د عبدالله عبدالله او د افغانستان له پاره د آلمان د ځانگړي استازي مارکوس پوتسل ليدنهانځور: Presse/Afghanistan Friedensrat

د افغانستان د سولي د عالي شورا په یوه اعلامیه کي راغلي دي، چي د دغي شورا رییس، عبدالله عبدالله د افغانستان له پاره د ناروې د خاص نماینده ، پیتر البرت سره د لیدني پر مهال امیدواري ښکاره کړې ده، چي د سولي اوسنی خبري به په افغانستان کي د دایمي سولي او جنګ د ختمیدو سبب وګرزي.

اړونده موضوع:ملګرو ملتونو په مذاکراتو کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی

په اعلامیه کي همدارنګه راغلي، چي د ناروې خاص نماینده او ملګري هیت یې په خپل نوبت سره د حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو شروع کیدل یوه لویه کامیابي بللې او ویلي چي ناروې د سولي مذاکراتو بلي دورې ته تیاری لري.

د افغانستان د حکومت او طالبانو د نمایندګانو تر منځ د سولي د خبرو لومړی مرحله د تیري شنبه په ورځ (د سبټمبر میاشتي۱۳ مه) د قطر په پایتخت دوحه کي شروع سوه. خو تراوسه پوري معلومه نه ده، چي دغه خبري به څو ورځي او څو مرحلې دوام وکړي اود دغو هیوادو څخه کوم یو به د دوهمي دورې مذاکراتو کوربه توب پرغاړه واخلي.