جرمني په افغانستان کي ملکي بيا رغاوني ته پراختيا ورکوي
۱۳۹۰ فروردین ۱۵, دوشنبههغه وويل « موږ په روان کال کي په پام کي لرو په شمال زون کي درې مليونه خلکوته د مختلفو پراختيايي پروژو له لاري د کار زمينه برابره کړو او دا به اوږد مهال وي چي د خلکو اقتصا ورسره ښه سي»
هغه دغه راز وويل چي هيواد يې په افغانستان کي هرکال۴۳۰ مليونه ډالره يورو د مختلفو پراختيايي پروژوله لاري په مصرف رسوي، او په روان ميلادي کا ل هم په پام کي لري تر ۲۴۰مليونه يورو په شمال کي د څښاک د پا کو اوبو د برابرولو او د ۷۰۰ کيلومترو په وږدوالي د سړکونو د جوړولو په برخه کي ولګوي.
د بلخ والي وايي « هغه څه چي موږ يې غوښتنه درلوده په شمال کي د مرسته کونکو هيوادونو د سرتيرو لږ والی او په اقتصادي اوملکي بيارغوني کي د فعاليتنو ډيروالي وو، چي له نيکه مرغه دالمان د اقتصاد وزير هم زموږ سره په دې برخه کي هوکړه وکړه اوزموږ له دغي غوښتني سره يي موافقه وکړه.»
د چاروکارپوهان هم په ملکي برخو کي پراختيايي کارونه اغيزمن اواړين بولي په مزار شريف کي د ټولنيزو چارو کارپوه استاد عزيزالرحمن وايي، که چيري ځوانان په کارونو بوخت وي نو بيا به ددولت د مخالفينو په لیکو کي هم نه دريږي او نه به هم غلاوي جنايتونه کوي.
المان اوس مهال په افغانستان کي دڅه دپاسه پنځو زرو سرتيرو تر څنګ، د افغان ځواکونو پر روزني سربيره په شمال اوشمال ختيځو ولايتنو کي د ملکي بيارغاوني په برخه کي هم د پام وړ کارونه تر سره کړي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل