1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

پاکستان د ایران او امريکا ترمنځ غير مستقيم خبرې تائيد کړي

بريښنا صابر | رويترز، اسوشتيد پريس، ای اف پي، ډي پي ای | گل غوټۍ پوپل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي دي چې د امريکا او ایران ترمنځ د جګړې د له منځه وړلو له پاره د دواړو هېوادونو ترمنځ غير مستقيم خبرې اترې روانې دي او پاکستان د دې اړيکو منځګړيتوب پر غاړه لري.

https://p.dw.com/p/5B8e4
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار
پاکستان ويلي دي چې د ایران او امريکا ترمنځ د اړيکو منځګړيتوب پر غاړه لري. انځور: Abu Sayed Rigel/AFP
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • پاکستان ويلي چې د امريکا او ایران ترمنځ د اړيکو منځګړيتوب مو پر غاړه دی. 
  • فاېننشل ټایمز ويلي روسیې ایران ته د ډرونونو يوه محموله ليږدلې خو کرېملن دا خبر رد کړی دی. 
  • په مشهد ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
  • آلمان ويلي له ایران سره د سولې په رامنځته کولو کې مرستې ته چمتو دی. 
  • د رپوټونو پر اساس امريکا متحده ايالاتو ایران ته يو ۱۵ټکیز پلان وړاندې کړی وو چې ایران رد کړی او جګړې پای ته رسولو خپل شرطونه یې وړاندې کړي. 
  • ترمپ: ایراني چارواکي د خلکو له ویرې له مذاکرې انکار کوي.
  • پاکستاني چارواکي وايي له اسرائيل یې غوښتي چې په مذاکراتو کې شريک ایراني چارواکي هدف ونه ګرځوي.

په دې مطلب کې تاسې له ایران سره د امريکا متحده ایالاتو او اسرائیل د جګړې په اړه د مارچ د ۲۶مې نيټې تازه معلومات ترلاسه کولی شئ.

د اسرائيل: د هرمز تنګي د بندولو مسئول مو وژلی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

اسرائيل: د هرمز تنګي د بندولو مسئول مو وژلی

د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قوماندان عليرضا تنګسيري
د اسرائيل د دفاع وزير يسراييل کاتس، هم ويلي دي چې د سپاه دا قوماندان او نور لوړپوړي افسران د اسرائيل د يوه هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوي ديانځور: Sepah News/AFP

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو، په يوه ويډيويي پيغام کې د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قوماندان عليرضا تنګسيري، د وژلو اعلان وکړ او ویې ويل: «موږ د ایران د ترهګریز رژيم پر اهدافو باندې خپلو شديدو بريدونو ته دوام ورکوو.»


د اسرائيل د دفاع وزير يسراييل کاتس، هم ويلي دي چې د سپاه دا قوماندان او نور لوړپوړي افسران د اسرائيل د يوه هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوي دي: «تېره شپه د دقيقو او خونړيو عملياتو په ترڅ کې اسرائيلي ځواکونو د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان تنګسيري، د سمندري ځواک د يو شمیر نورو لوړپوړو افسرانو سره په ګډه له منځه وړی.» 

ایران کې واک د چا په لاس کې دی؟


نوموړي زياته کړې: «هغه سړی چې د ماینونو د ایښوولو د ترهګريزو عملیاتو او د کښتيو پر وړاندې د هرمز تنګي د تړلو مستقيم مسئول وو، منفجر او له منځه وړل شوی دی.» 


د فيبرورۍ میاشتې پر ۲۸مې نیټه د ایران پر وړاندې د اسرائيل او امريکا متحده ایالاتو د ګډو بریدونو له پېل راهېسې اسرائيل د يو شمیر لوړپوړو ایراني چارواکو د وژلو اعلان کړی دی چې په هغه روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي، او د دغه هېواد د ملي امنيت د شورا مشر علي لاريجاني، شامل دی. 

https://p.dw.com/p/5BBqb
د ایران له افغانستان څخه د ایرانيانو په راستنېدو کې د مرستې له کبله مننه کړې له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

ایران له افغانستان څخه د ایرانيانو په راستنېدو کې د مرستې له کبله مننه کړې

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوريت سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزير عباس عراقچي، د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي دي د افغانستان په ګډون له ګاونډي هېوادونو څخه مننه کوو چې د جګړې په جريان کې یې هېواد ته د ایرانيانو په راستنېدو کې مرسته کړې ده. 


د ایران پر وړاندې د امريکا او اسرائيل د جګړې له پېل راهېسې د ایران هوايي ډګرونه تړل شوي دي او د دغه هېواد يو شمیر وګړو نه شوای کولی بیرته خپلو کورونو ته راستانه شي.


ډیری پروازونه له ایران سره پر پوله پراته ښار هرات ته ترسره شوي او مسافرين بيا د طالبانو له ادارې سره په همغږۍ ایران ته انتقال شوي دي. 


په عين وخت کې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست عليرضا بیګدلي، د ایکس شبکې لارې ويلي چې امريکا او ناټو د سيمې له اډو څخه په استفادې د طالبانو پر مخکنۍ واکمنۍ باندې حمله کړې وه او دا یې «تیری» وباله.
 

https://p.dw.com/p/5BBou
د پاکستان: د امریکا او ایران د اړیکو منځگړیتوب مو پرغاړه دی له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

پاکستان: د امریکا او ایران د اړیکو منځگړیتوب مو پرغاړه دی

د پاکستان صدراعظم اسحاق ډار
اسحاق ډار : د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې د هغو پیغامونو له لارې چې پاکستان یې انتقالوي، روانې دي.انځور: Murat Gok/Anadolu/picture alliance

پاکستان اعلان کړی دی چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د کمښت له پاره د غیرمستقیمو خبرو اترو د یوې برخې په توگه د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ پیغامونه لېږدوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د ټولنیزو رسنيو په ايکس شبکه کې ولیکل:« په رسنیو کې په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د پای ته رسولو له پاره د سولې د مذاکراتو په هکله غیرضروري انگیرنې موجودې وې.»

اسحاق ډار زیاته کړه «په حقیقت کې، د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ خبرې اترې د هغو پیغامونو له لارې چې پاکستان یې انتقالوي، روانې دي. په دې برخه کې، د امریکا متحده ایالاتو ۱۵ ټکي شریک کړي دي چې د ایران له خوا تر ارزونې لاندې نیول سوي دي.»

ډار زیاته کړه:«د نورو هېوادونو له ډلې وروڼه هیوادونه، ترکیه او مصر هم له دغه نوښت څخه ملاتړ کوي.» هغه زیاته کړه:« پاکستان په بشپړه توګه د سولې ودې ته ژمن دی او همدارنگه په سیمه او له هغې څخه آخوا د ثبات د تضمین له پاره خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کوي.»
 

https://p.dw.com/p/5BAy1
د روسیې ایران ته د ډرونونو استول «دروغ» بللي له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

روسیې ایران ته د ډرونونو استول «دروغ» بللي


کریملن وايی چې د فاېننشل ټایمز رپوټ، په دې هکله چې روسیه د ډرونونو د محمولې د بشپړولو او ایران ته د هغې د استولو په درشل کې ده ، صحت نه لري.
د کریملن ویاند، دیمیتری پسکوف، خبریالانو ته وویل:» رسنۍ ډیر دروغ خپروي... هغوی ته توجه مه کوئ.«
د فاېننشل ټایمز رپوټ د لویدیځو اطلاعاتي چارواکو له خولې اعلان وکړ چې روسیه به ایران ته د استولو له پاره د بې پیلوټه الوتکو محمولې د مارچ تر پایه بشپړې کړي.

https://p.dw.com/p/5BAyk
د په مشهد ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

په مشهد ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

عيني شاهدانو د ایران په ختیځ کې پرومت مشهد ښار کې د يو شمیر چاودنو د غږونو اورېدو خبر ورکړی دی.


ایراني رسنيو هم په دې ښار کې د درنو چاودنو خبر ورکړی دی. ويل شوي دي چې د مشهد هوايي ډګر د بريدونو هدف ګرځيدلی دی. 

د ایران له جګړې افغانستان او سيمه څومره اغیزمنه ده؟


مشهد ښار د ایران د خراسان رضوي ولايت مرکز دی او د افغانستان پولې ته څيرمه موقعيت لري. 

https://p.dw.com/p/5BAiy
د له ایران سره احتمالي خبرې اترې؛ اسرائيل خپل بريدونه شديد کړي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

له ایران سره احتمالي خبرې اترې؛ اسرائيل خپل بريدونه شديد کړي

د رپوټونو پر اساس اسرئيل د ایران پر وړاندې خپل نظامي کمپاين شديد کړی چې هدف یې د سولې د احتمالي خبرو د بڼې خپلولو تر مخه ښایي د کليدي اهدافو په نخښه کول وي.  


نيويارک ټايمز ورځپاڼې د چارواکو له خولې خبر ورکړی دی چې د اسرائيل لومړي وزير بنيامین نتنياهو، پوځ ته امر کړی دی چې د ۴۸ ساعتونو د مودې له پاره بريدونه چټک کړي څو د ایران د وسلو صنعت ته حداکثر زيان ورسوي.

اړونده موضوع:  هستوي مرکزونو ته نیږدې بریدونو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری


دا هڅې د اسرائيل د هغو انديښنو ښکارندوي کوي چې که چېرې امريکا او ایران د خبرو اترو پر لور ولاړ شي نو جګړه ښايي ودريږي. 


اسرائيلي چارواکو نیويارک ټایمز ته ويلي چې د اسرائيل حکومت د ایران د جګړې د پای ته رسولو د ترمپ، د سولې د ۱۵ټکیز پلان په اړه انديښمن دی. اسرائيلي چارواکي په ځانګړي توګه تر هغه د مخه د امريکا له لوري د جګړې د ختمولو په اړه انديښمن دي چې اسرائيل لا خپل اهداف نه وي ترلاسه کړي.  
په دې کې د ایران د بالستیک توغنديو له منځه وړل، اتومي وسلو ته د ودې ورکولو مخنیوی، د ایرانيانو د يوه پاڅون له پاره د لارې هوارول او د اوسني حکومت د پرځولو اهداف شامل دي. 

https://p.dw.com/p/5BAiu
د پيستوريوس: آلمان له ایران سره د سولې په رامنځته کولو کې مرستې ته چمتو دی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

پيستوريوس: آلمان له ایران سره د سولې په رامنځته کولو کې مرستې ته چمتو دی

د آلمان د دفاع وزير بوريس پيستوريوس د وينا پر مهال
پیستوريوس زياته کړه چې که چېرې اوربند وشي نو آلمان به د سولې د او په ځانګړي توګه په هرمز تنګي کې د تګ راتګ د آزادۍ د تضمين له پاره د هر ډول عملياتو په اړه خبری وکړي. انځور: Peter Kneffel/dpa/picture alliance


د آلمان د دفاع وزير بوريس پيستوريوس، د پنجشنبې په ورځ وويل چې آلمان کولی شي له ایران سره د اوربند او د هر ډول سولې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.   


نوموړي په کانبرا کې له خپل استراليايي سيال ريچارد مارلز، سره د ليدنې کتنې پر وخت خبرداری ورکړ: «دا جګړه د نړۍ د اقتصادونو له پاره ناورين دی. د هغه اغیزې اوس دوې اونۍ وروسته په بشپړه توګه څرګندې دي.»


پيستوريوس زياته کړه چې «ژر تر ژره» يوه ديپلوماتيک حل ته اړتيا ده او تر ټولو دمخه یې دا د ایران او همدا راز د متحده ایالاتو مسئوليت وباله. 
پیستوريوس زياته کړه: «واضح او بیخي ښکاره به ووایم چې له موږ سره وار د مخه مشوره نه وه شوې، هيچا له موږ پوښتنه نه وه کړې، دا زموږ جګړه نه ده او نه غواړو په دې جګړه کې ښکيل شو.»

اړونده موضوع: آلمان، بریتانیا او فرانسې د منځني ختيځ پر هېوادونو د ایران بریدونه وغندل


نوموړي تر دې لږ وروسته د استراليا د رسنیو په ملي مرکز کې خبرې وکړې او همدا راز یې د متحده ایالاتو پر کړنو نیوکې وکړې: «هیڅ ستراتيژي، هیڅ مشخص هدف موجود نه دی او زما په نظر تر ټولو بد څه دا دي چې د وتلو هیڅ ستراتيژي موجوده نه ده.»


هغه زياته کړه: «په منځني ختيځ کې به بې ثباتي د ټولو نړۍ له پاره پايلې ولري.» د آلمان د دفاع وزير وويل: «له همدې کبله چمتو يو چې هر ډول سوله رامنځته کړو.»


پیستوريوس زياته کړه چې که چېرې اوربند وشي نو آلمان به د سولې د او په ځانګړي توګه په هرمز تنګي کې د تګ راتګ د آزادۍ د تضمين له پاره د هر ډول عملياتو په اړه خبری وکړي. 

 

https://p.dw.com/p/5B9S5
د فاېننشل ټایمز: روسیې ظاهراً ایران ته د ډرونونو یوه محموله لیږلې ده له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

فاېننشل ټایمز: روسیې ظاهراً ایران ته د ډرونونو یوه محموله لیږلې ده

په ایران کې د کامیزا په نوم ډرونونه
روسیه د خپلو هغو شاهدو ډرونونو  نسخه تولیدوي چې په اول سر کې د ایران له خوا وده ورکړل سوې.انځور: Iranian Defence Ministry/AFP

فاېننشل ټایمز بریتانوۍ ورځپاڼې د دوو کارپوهانو له خولې چې په دې اړه په معلومات خبر ول، رپوټ ورکړ:« تحویلول د مارچ د میاشتې له پیل څخه پیل سوی او تمه کیده چې د میاشتې تر پایه بشپړ سي.»

دغې ورځپاڼې وویل چې معلومه نه ده روسیه څه ډول ډرونونه استوي.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکی د مارچ د میاشتې په پیل کې وویل چې »سل په سل کې حقیقت« دادی چې ایران په منځني ختیځ کې د امریکايی اډو د په نښه کولو له پاره د روسیې له خوا جوړ سوو شاهدو بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی دی.

د اتلانتیک د شورا د څيړنیز مرکز په وینا، روسیه او ایران له ۲۰۲۲ م کال راهیسې "د ډرون ټیکنالوژۍ او تولیدي پوهې" تبادله کوي.

روسیه په اوس وخت کې د خپلو هغو شاهدو ډرونونو  نسخه تولیدوي چې په اول سر کې د ایران له خوا وده ورکړل سوې وه.

وال سټریټ ژورنال هم  تیره اونۍ رپوټ ورکړی دی چې روسیه، ایران  ته د سپوږمکۍ انځورونه او د ډرونونو پرمختللې ټکنالوژۍ په واک کې ورکوي.
 

https://p.dw.com/p/5B99k
د چین د ایران په جگړه کې د سولې د مذاکراتو غوښتنه کوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

چین د ایران په جگړه کې د سولې د مذاکراتو غوښتنه کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په جواب کې چې آیا چین د ایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د  هر ډول روانو خبرو اترو څخه خبر دی، وویل:»ټولې خواوې باید پر یوه لور حرکت وکړي او د سولې د واقعاً معنی لرونکو او صادقانه خبرو اترو د پیل له پاره شرایط رامنځته کړي.«

د نوموړي وزارت ویاندو لین جیان په یوې خبري ناسته کې په منځني ختیځ کې روانې جگړې ته په اشارې سره وویل:» اصلي لومړیتوب، د سولې د خبرو اترو فعاله وده، د سولې له پاره له فرصت څخه استفاده او د جگړې پای ته رسول دي«. 

https://p.dw.com/p/5B98M
د پاکستاني چارواکي: اسرائيل عراقچي او قاليباف د هدف له خپله نوملړه ايستلي دي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

پاکستاني چارواکي: اسرائيل عراقچي او قاليباف د هدف له خپله نوملړه ايستلي دي

د رويترز خبري آژانس په حواله يوه پاکستاني چارواکي د پنجشنبې په ورځ دغه آژانس ته ويلي دي چې اسرائيل د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي او د دغه هېواد د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف، تر هغه وروسته د هدف ګرځول کيدونکي اشخاصو له نوملړه ايستلي چې پاکستان له واشنګټن څخه د دغو کسانو د هدف نه ګرځولو غوښتنه کړې وه.


دې پاکستاني چارواکي وويل: «اسرائيل خپل کواردينات درلودل او غوښتل یې دغه کسان له منځه يوسي خو موږ متحده ايالاتو ته وويل چې که چېرې دوی هم له منځه يوړل شي نو بيا هيڅوک نه پاتې کیږي چې خبرې ورسره وشي. له همدې کبله متحده ایالاتو اسرائيلي چارواکو ته د پر شا کيدو خبره وکړه.»

اړونده موضوع: د پاکستان د کړکیچ او ایران د جگړې په منځ کې: په افغانستان کې ستونزې لاپسې ډیریږي


د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې وروستیو کې ويلي ول چې د سيمې د نورو هېوادونو ترڅنګ یې د امريکا او ایران ترمنځ د منځګړيتوب وړاندیز کړی دی. 


نوموړي د دوشنبې پر ورځ ويلي ول، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې خبرې کړي دي. شریف د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: «په سیمه کې یې د سولې د پرمختګ په اړه د پاکستان د رغوونکي رول پر ژمنتيا یې ټینګار کړی دی.»

 

https://p.dw.com/p/5B8eM
د ترمپ: ایراني چارواکي د خلکو له وېرې له واشنګټن سره له مذاکرې انکار کوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

ترمپ: ایراني چارواکي د خلکو له وېرې له واشنګټن سره له مذاکرې انکار کوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ وايي چې د ایران رهبران د خپل عزت د ساتلو او له دې وېرې چې "زموږ او یا هم خپل د خلکو له خوا ووژل سي" له واشنگټن سره له روانو خبرو اترو څخه انکار کوي.
 
ترمپ چې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۵) د جمهوري غوښتونکو د استازو د جرگې د انتخاباتي کمپاین له پاره د بسپنې ټولولو په غونډه کې خبرې کولې، یو وار بیا یې د خبرو اترو پر جریان باندې د ټینگار پر وخت ادعا وکړه چې "ایرانیان په بې صبرۍ سره د یوې هوکړې په لټه کې دي." 
د ترمپ څرگندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې ۲۷ مې ورځې ته د جگړې په داخلیدو سره، داسې ښکاري چې په ټول ایران کې د اسرائیل او امریکا بریدونه لاپسې شديد سوي دي.

ترمپ مخکې له دې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د ویاند له خولې خبرداری ورکړی و، که تهران له امریکا سره توافق ته ونه رسيږي، تیار دی چې "پر دوی دوزخ جوړ کړي" او گواښ یې کړی و چې هغوی به  "له هر وخت څخه زیات " په نښه کړي.
تر دې مخکې ویل سوي ول چې تهران د ترمپ د اوربند ۱۵ټکیز وړاندیز رد کړی دی او په بدل کې یې د جگړې د پای ته رسولو له پاره خپلې غوښتنې مطرح کړې دي.

اړونده موضوع: د ایران د توغنديو او ډرونو زېرمه څومره ستره ده؟

د خبرو اترو د موجودیت یا نه موجودیت په هکله بحثونه په داسې حال کې روان دي چې جگړه خپلې ۲۷ مې ورځې ته داخله سوې ده. په ایران کې د جگړې له امله د وژل سوو کسانو شمیر څه د پاسه ۱۵۰۰ کسانو، په لبنان کې نیژدې ۱۱۰۰، په اسرائیل کې ۲۰ کسانو ته رسېدلی دی او همدا راز او ۱۳ امريکايي عسکر هم تر اوسه وژل سوی دي.


همدارنگه د فارس خلیج په سیمه کې هم یو شمیر ملکي کسانو، هم په وچه او هم سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او په میلیونونو کسان په لبنان او ایران کې بې ځایه سوي دي. 


په همدې حال کې د ایران په ټولنیزو رسنيو کې په اصفهان کې د پنجشنبې پر سهار د درنو بريدونو خبرونه ورکړل سوي دي.  

https://p.dw.com/p/5B8e6
د نورو پستونو ښودل
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.