1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

پر ایران د اسرائیل او امریکا د شدیدو بریدونو د لړۍ دوام

شمس الرحمن ناصر | آژانسونه
۱۴۰۵ فروردین ۱۵, شنبه

تیره شپه او د شنبې په سهار د امریکا او اسرائیل د هوایي بریدونو لړۍ دوام درلود او په دې ترڅ کې د ایران پلازمېنه تهران، کرج، خرم آباد، آبادان، اصفهان، خوي او تبریز تر بمبار لاندې نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/5BeRw
آرشیف انځور: پر تهران د امریکا او اسرائیل یو له شپنیو بریدونو څخه
آرشیف انځور: پر تهران د امریکا او اسرائیل یو له شپنیو بریدونو څخهانځور: Sasan/Middle East Images/SIPA/picture alliance

د تهران په نیاوران، رباط کریم او مجیدیه کې د چاودنو د غږونو اوریدل کیدو رپوټونه ورکړل شوي.

همدارنګه د «وحید آنلاین» رسنۍ د څو ویډیوګانو په خپرولو سره د تهران په څو برخو کې، له دې ډلې په دربند، د تهران په شمال غرونو کې، کلکچال او جمشیدیه کې د درنو شپنیو هوایي بریدونو خبر ورکړی دی.

د «ان بي سي نیوز» خبري شبکې د تهران د یوه اوسیدونکي په حواله رپوټ ورکړی دی چې د جمعې د ماښام او شنبې د سهار بریدونه ډیر شدید ول او «پنځه دریشمه شپه تر ټولو ویرونکې شپه» وه.

د تهران د دغه اوسیدونکو په وینا د ډیر شمیر چاودنو او د خطر زنګ دوامداره غږونو د ویرې او وارخطایئ فضاء رامنځته کړې وه.

په ورته وخت کې د اسرائیلي رسنیو د رپوټونو په حواله ایران هم پر اسرائیل خپل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

اسرائیلي رسنیو له دې ډلې «یدیعوت آحارونوت» رپوټ ورکړی دی چې د شنبې په سهار د ایران توغندیزونو بریدونو اسرائیل ته زیان اړولی دی. د نِګِو (نقب) په صنعتي سیمه کې د ایران د بریدونو په پایله کې اور لګېدنه رامنځته شوه چې وروسته بیا د اور وژونکو له خوا خاموشه کړای شوه.

په بني براک کې یو ۴۵ کلن کس په سطحي ډول ټپي شوی او څو موټرو اور اخیستی دی.

د روش هاعین ښاروالۍ هم اعلان کړی دی چې د خوشه یې سرګولولې درلودونکي توغندي د توغول کیدو له کبله په ښار کې د برښنا پرچاو رامنځته شوی دی.

 

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2