1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر اوسه اوکراین ته د ټانکونو د لیږد هيڅ پریکړه نه ده شوې»

۱۴۰۱ دی ۳۰, جمعه

په آلمان کې د ناټو او يو شمير نورو هېوادونو د دفاع وزيران اوکراین سره د پرمختللو پوځي مرستو په اړه بحثونه کوي. د آلمان دفاع وزیر وويل چې تر اوسه د ليوپارډ ټانکونو د ليږد توافق نه دی شوی، کوم څه چې کېف پرې ډير ټینګار کوي.

https://p.dw.com/p/4MVYi
د آلمان دفاع وزیر د جنوری په ۲۰مه د رامشتاین په پوځي اډې په غونډه کې
د آلمان دفاع وزیر د جنوری په ۲۰مه د رامشتاین په پوځي اډې په غونډه کېانځور: Wolfgang Rattay/REUTERS

د ناټو او نورو هیوادونو دفاعي مشران د جمعې په ورځ د آلمان په رامشتاین کې چېرته چې د امريکايي قواوو اډه ده، د اوکراین د لا ډيرې پياوړتيا په موخه غونډه لري تر څو دغه هیواد د روسي قواوو په مقابل کې د پرمختللو عصري ټانکونو پر مټ مقابله وشي کړی. د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زيلنسکي له غونډې مخکې ويلي وو چې هغه له دغې غونډې څخه د «قوي تصمیمونو د نیولو» تمه لري.

د آلمان دفاع وزير بوریس پيستوريوس د جمعې په ورځ (د جنوري ۲۰مه) وويل چې تر اوسه اوکراین ته د ليوپارډ جنګي ټانکونو د ليږد په اړه هيڅ تصمیم باندې توافق ته ندی شوی، خو زیاته ېې کړه چې آلماني چارواکي به د هغو د احتمالي ليږد له پاره خپل امکانات وارزوي.

راین ميتال: د لئوپارد ټانکونو ليږد تر ۲۰۲۴م کاله پورې وخت نيسي

پيستوريوس د آلمان په رامشتاین کې د امريکا متحده ایالاتو په کوربتوب کنفرانس کې وويل: «د ليوپارډ ټانکونو په هکله نن هم موږ نه شو ويلی چې دغه تصمیم به کله ونيول شي او تصمیم به څه شی وي.»

وروستۍ پريکړه به د متحدینو په مشوره وي

خو د آلمان دفاع وزير وويل چې هغه خپل وزارت ته سپارښتنه کړې تر څو د ټانکونو د زیرمې څېړنه وکړي او دغه اقدام به په چټکۍ سره تر سره شي که چېرته د ټانکونو لیږد ته تصامیم مثبت ول. هغه ټينګار وکړ چې په دې هکله تر ټولو وروستۍ پريکړه به يوازې د متحدینو په مشوره نيول کيږي.

د آلمان دفاع وزير دا هم وويل چې دا «غلطه» ده که داسې ادعا کيږي چې آلمان په یوازې سره اوکراین ته د غرب ساخت جنګي ټانکونو د لیږد مانع ګرځي. هغه زیاته کړه دغه تصور چې ګواکې په دې هکله «یو متحد ائتلاف موجود دی او آلمان ېې پر وړاندې درېدلی، غلط دی.» د آلمان دفاع وزیر وويل چې د ټانکونو د «ليږد له پاره ښه دلایل موجود دي او د لیږد د مخالفت له پاره هم ښه دلایل موجود دي.»

آلمان او امریکا اوکراین ته زغروال ټانکونه ورکوي

 د جمعې ورځې غونډه د آلمان په رامشتاين کې د امریکا متحده ايالاتو په پوځي اډه کې جوړه شوې ده. د آلمان دفاع وزير تازه د پخوانۍ دفاع وزيرې تر استعفا وروسته خپله دنده پېل کړې دي.

په رپوټونو کې له غونډې مخکې ويل شوي وو چې د جمعې ورځې په دغه غونډه کې اوکراین سره د پوځي مرستو کې په تړاو بحثونو کې به یوه تر ټولو مهمه موضوع اوکراین ته د آلمان ليوپارډ ۲ ماډل ټانکونو د ليږد موضوع وي. ليوپارډ ۲، هغه ټانکونه دي چې د اروپا په سطحه پوځونو له خوا کارول کيږي.

مسکو: غربي مرستې به جنګ لاپسې اوږد کړي

ليوپارډ ۲ ټانک
ليوپارډ ۲ ټانکانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

برلين، اوکراین ته د دغو ټانکونو د ورکړې په هکله د هر ډول تصمیم د ويټو کولو قدرت لري، خو د صدراعظم اولاف شولڅ حکومت تر اوسه د هغو د لیږد جواز ورکولو ته بې علاقې ښکاري. دلیل ېې د روسېې د تحریک وېره ښودل کيږي.

د المان «پوما» ټانکونه په آزموېنه کې په بشپړ ډول ناکامه شول

ځېنې متحدين وايي په دې هکله د برلین اندېښنه بې ځایه ده، په داسې حال کې چې مسکو بیا په کراتو ويلي دي چې اوکراین ته د غربي وسلو ليږد، په دغه هیواد کې د جګړې او کړاونو د اوږديدو سبب واقع کيدای شي.

کریملین د جمعې په ورځ وويل چې اوکراین سره د غربي هیوادونو د اضافي ټانکونو اکمالات به د جګړې بهیر ته تغییر ورنه کړي او غرب به له خپلې دغې «تېر ایستنې» چې اوکراین به د جګړې میدان وګټي، پښيمانه شي.

اوکراین: تر ۹۰۰۰ زیات ولسي وګړي په جګړه کي وژل سوي دي

د کریملین ویاند، دیمتري پسکوف خبريالانو ته وويل: «موږ په کراتو ویلي دي چې دغه ډول اکمالات به په اساسي توګه هيڅ بدلون رامنځ ته نه کړي، خو د اوکراین او د اوکراین د خلکو ستونزې به زیاتې کړې.»

روسیه او اوکراين په ټوله کې د پخواني شوروي اتحاد پر T-72 ماډل ټانکونو متکي دي، کوم چې د اوکراین په نژدې ۱۱ میاشتنۍ جګړه کې ېې په سلونو هغه تخریب شول.

له اوکراین سره د امریکا د نوې پوځې مرستې اعلان

زيلنسکي د پنجشنبې په ماښام خپله ويډيويي وینا کې ويلي ول چې دی دا وخت د یوې متحدې اروپا د يوه مهم تصمیم ته په تمه دی. هغه زیاته کړه: «موږ د رامشتاين د سبا ورځې غونډې ته د چمتووالي په حال کې يو. موږ د قوي پريکړو تمه لرو. موږ له امریکا متحده ایالاتو څخه د ېوې ځواکمنې پوځې بستې مرستې ته تمه لرو.»

د اوکراين د کورنيو چارو وزير د يوې څرخي الوتکي په سقوط کي وژل سوی

امریکا متحده ایالاتو د پنجشبې په ورځ اوکراین سره د هوايي دفاع او زرهي وسایطو په ګډون، د ۲ اعشاريه ۵ ميلیارډ ډالرو نوو پوځي مرستو اعلان وکړ.

د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ويلی دی چې په دغو مرستو کې ۵۹ براډلي جنګي ټانکونه او پرسونل ليږدونکي ۹۰ عرادي سترايکر ډوله زرهدار شامل دي. امریکا متحده ایالاتو پر اوکراین د روسېې د پوځي یرغل له پيل راهیسې، کيف سره د څه باندې ۲۷ اعشاريه ۴ میليارډ ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړي دي.

د ټانکونو ورکړه

د اوکراین په بخموت کې د دغه هیواد د پوځیان د جګړې پر مهال
د اوکراین په بخموت کې د دغه هیواد د پوځیان د جګړې پر مهال انځور: Libkos/AP/dpa/picture alliance

د مخکې رپوټونو پر اساس، د آلمان حکومتي منابعو ويلي دي چې برلین به د ليوپارډ ټانکونو د ليږد موضوع په هغه صورت کې مخته یوسي چې واشنګټن اوکراین ته ابرامز ډوله ټانکونه ولیږي. ابرامز ټانګونه د امریکا د پنجشنبې ورځې د پوځي مرستو په نوې اعلان شوې بسته کې شامل نه دي.

بوریس پيستوريوس، تر دې مخکې د دغه ډول یو شرط په اړه ناخبري ښودلې ده. نوموړي ويلي وو چې هغه د داسې کومې اړتيا په هکله نه پوهيږي چې اوکراين دې په یو وخت کې هم آلماني او هم امریکايي ټانکونه ترلاسه کړي. هغه په دې تړاو د آلمان   ARD  تلويزیون د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «زه د دې ډول یو شرط په هکله نه پوهیږم.»

د روسیې خارجه وزیر د اوکراین جګړې پړه پر امریکا ور واچوله

په غرب کې د اوکراین متحدين نه غواړي چې ناټو دې ځان په مستقیمه توګه له روسېې سره مواجه کړي او دغه هېواد ته ېې د خپلو تر ټولو قوي وسلو له استولو ډډه کړې ده. خو د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي، بيا یاد آلماني تلويزیون ته وويل چې اوکراین د خپل ځان د دفاع او د اشغالي سیمو د بیا نیولو له پاره ټانکونو ته اړتیا لري او پر دغو ټانکونو پر روسیه د حملې پلان نه لري.

کیف ته د سي آی اې د مشر سفر

د زیلنسکي سلاکار، میخایلو پودولیک پر ټويټر ليکلي: «له واشنکټن نه تر لندنه، له پاریسه تر وارسا پورې به تاسو یوه خبره واورئ: اوکراین ټانکونو ته ضرورت لري. ټانکونه هغه کيلي ده چې جګړه په موثره توګه پای ته رسوي.»

اوکراین: په دنيپرو کې د وژل شوو کسانو شمېر نور هم زيات شوی

هغه زیاته کړې اوس د دې وخت دی چې دغه متزلزل حالت پای ته ورسيږي، مخکې له دې چې پوتین بل ګام پورته کړي.

په عین حال کې رويترز خبري آژانس وايي چې یوه امریکايي چارواکي ورته د پنجشنبې په ورځ وويل چې د سي آی اې مشر، ویلیام برنس د اوکراین له ولسشمر، ولودیمیر زيلنسکي سره د لیدلو له پاره کیف ته مخفي سفر کړی دی. خو دغه چارواکي له دې خبرې چې برنس او زيلنسکي به څه وخت سره ويني، ډډه وکړه.

مسکو پر اوکراین یرغل ته د «ځانګړي عملیات» نوم ورکوي چې موخه ېې د روسېې او د روسي ژبو ژغورنه بولي. اوکراین او د هغه غربي متحدینو بیا د روسېې دغه اقدام غندلی او په ځواب کې ېې له اوکراین څخه د روسېې په مقابل کې چټک پوځي ملاتړ کړی دی.

mks/nz/(Reuters/AFP)

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل