1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

آلمان او امریکا اوکراین ته زغروال ټانکونه ورکوي

۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن په ګډه اعلامیه کې ويلي چې اوکراین ته پوځي پرسونل ليږدونکو زرهي وسایط ورکوي. آلمان پر دې سربېره کیف ته د پيټرويت دافع هوا سیستم د ورکړې ژمنه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Loxg
 د آرشیف  انځور - په پولند کې د آلمان ساخت لیوپارډ ۲ ټانکونه
د آرشیف انځور - په پولند کې د آلمان ساخت لیوپارډ ۲ ټانکونهانځور: STR/NurPhoto/picture alliance

دغه ګډه اعلاميه د پنجشنبې په ورځ د شولڅ او بایدن تر منځ تر ېوې تليفوني اړيکې وروسته خپره شوې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې آلمان به همدارنګه اوکراین ته د هوايي دفاع له پاره د جنګي الوتکو ضد پيټرویټ سیستم هم برابر کړي. دغه تصمیم وروسته له هغې اعلانیږي، چې واشنګټن تېره میاشت کيف ته د جنګي الوتکو ضد، پيټرويټ سیستم د اکمال ژمنه کړې وه.

د آلمان خبري آژانس د رپوت پر اساس، د وسایطو په برخه کې بحث د ماردر ټانکونو باندې دی کوم چې آلمان څه باندې ۵۰ کاله مخکې خپل پوځ ته جوړ کړي دي. دا چې برلين به اوکراین ته له دغو ټانکونو څخه په څه شمیر کې او يا څه وخت ورکوي، روښانه نه ده.

زیلنسکي د فرانسوي ټانکونو د ورکړي هرکلی کړی

امریکا متحده ایالات اوکراین ته د برادلي په نوم ټانګونو د لیږد په حال کې دي. دا په لويديځ کې د پياده جنګ له پاره لومړني ډيزاين شوي وسایط دي چې اوکراین به ېې ترلاسه کړي. تر اوسه د غربي اروپا هيوادونو څخه اوکراين ته د پخواني شوروي اتحاد ماډل وسايط استول شوي دي.

د آلمان او امریکا تر دغه اعلان وروسته، په امريکا متحده ایالاتو کې د روسېې سفير پر واشنګټن نېوکه کړې او متحده ایالات ېې تورن کړی چې په اوکراین کې د جنګ پای ته لږ علاقه لري، کوم چې روسې څه باندې لس میاشتې مخکې پيل کړی دی.

د روسېې دولتي خبري آژانس ټاس په حواله، په واشنګټن کې د روسيې سفير، اناتولي انتونوف، د پنجشنبې په ورځ وويل چې د امریکا متحده ایالاتو ټول وروستي اقدامات د دې ښکارندويي کوي چې واشنګټن په اوکراین کې ېوې ډيپلوماټيکي حل لارې ته تمایل نه لري.

د اوکراين جګړه: آلمان پولند ته «پاتريوت» دافع هوا سیسټم ليږي

آنتونوف وویل: «د هيڅ چا له پاره باید هيڅ شک پاتې نشي، د هغه چا په هکله چې د وروستۍ شخړې د غځولو مسئول دی.»

د جنګي هوايي الوتکو ضد یا دافع هوا پيټرویت سیستم
د جنګي هوايي الوتکو ضد یا دافع هوا پيټرویت سیستمانځور: Axel Heimken/dpa/picture alliance

سفير دا هم ويلي دي چې کيف ته اکمالات شوې وسلې، څرنګه چې غربي هیوادونه ېې ادعا کوي له ېو «دفاعي ماهیت» څخه بې برخې دي.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، د شولڅ له خوا اوکراین ته د پيټرويت هوايي دفاع سیستم د ليږد له پلان څخه مننه کړې ده. هغه پر ټويټر ليکلي دي: «آلمان د خپلو دواړو، ايریس-ټي سیستم او د الوتکو ضد ګيپارډ ټانګونو سره خپل مهم سهم ادا کړی چې د ټولو روسي توغندیو د شنډولو ډاډ رامنځ ته کوي.»

د برلین او واشنګټن اعلان داسې وخت کیږي چې تر دې مخکې د روانې اوونۍ په سر کې فرانسې هم ويلي ول چې اوکراین ته د وسایطو اکمالات کوي. فرانسې دغه وسایط د «سپکو ټانکونو» په توګه ښودلي دي.

شولڅ: د اوس له پاره د روسیې د اټومي وسلو د کارونې خطر نشته

اوکراین په کراتو له آلمان څخه د ليوپارډ ۲ او ماردر مهمو جنګي ټانکونو د انتقال غوښتنه کړې ده. د آلمان صدراعظم پخوا دغې موضوع ته په اشارې سره ويلي ول چې د ناټو نورو غړو هم دغه ډول درانه تجهیزات نه دي سپارلي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزيرې، انالینا بېربوک او مرستيال صدراعظم، روبرت هابیک، د پنجشنبې په ورځ اوکراین ته د نوو تجهیزاتو د ورکړې احتمال څرګند کړ.

جرمني اوکراین ته د نورو وسلو د ورکولو ډاډ ورکړ

هابیک ناروې ته د یو سفر پر مهال د حکومت له خوا د یو چټک تصمیم ژمنه وکړه. هغه وويل چې د وسلو سپارنه به «د جګړې په مېدان کې د اړتیاو مطابق کيږي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزېرې په لندن کې له خپل بريتانوي سیال سره په یو خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې آلمان او د هغه د نور متحدینو په اړه له کیف څخه د ملاتړ په تړاو باید هيڅ شک پاتې نه وي.

آلمان له روسیې څخه د تیلو واردات په بشپړه توګه بند کړل

زيلنسکي اوکراین ته د فرانسې له خوا د (AMX-10 RC) ډوله ټانکونو د ورکړې تصمیم، د نورو غربي هیوادونو له پاره یو «ښکاره زیګنال» ښودلی دی. هغه وويل: «دا چې ولې تر اوسه پورې اوکراین ته د غرب ساخت ټانکونه نه دي ورکړل شوي، [په اړه ېې] هيڅ منطقي دلیل شتون نه لري.»

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه يو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل