1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبنگلدیش

بنګله ديش: د نوبل سولې جایزې ګټونکی د بند په سزا محکوم شوی

۱۴۰۲ دی ۱۲, سه‌شنبه

د بنګله ديش یوې محکمې د نوبل د سولې جایزې ګټونکی محمد یونس په شپږ میاشتې بند محکوم کړی. نوموړی د خپل شرکت په خیريه څانګه کې له قوانینو په سرغړونو تورن شوی وو.

https://p.dw.com/p/4ao7k
بنګله ديشی اقتصاد پوه او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی محمد يونس
اقتصاد پوه او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی محمد يونسانځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand

د بنګله دیش په پلازمینه ډاکه کې محکمې د دوشنبې په ورځ وویل چې د بند په سزا سربیره ۸۳ کلن محمد یونس چې د کوچنیو پورونو د طرحې بنسټ ایښوونکی دی، او د هغه د شرکت درې نور مدیران باید هر یو ۳۰ زره ټکې )د بنګله ديش پولې واحد( چې کابو  ۲۴۷ يورو کېږي، حکومت ته جریمه ورکړي.

د یونس پلویانو د محکمې پر دې پرېکړې نیوکه کړې، چې ګواکې دا سیاسي انګیزه لري.


محکمې ویلي چې یونس هڅه کړې وه خپل حزب د شخصي موخو لپاره جوړ کړي او واک ترلاسه کړي. زياته شوې چې په دې کار سره نوموړي ګويا شيخ حسينه پارولې وه.
محمد یونس او ​​د هغه «ګرامین بانک» په ۲۰۰۶م کال کې له دې کبله چې خلکو ته یې کوچني پورونه ورکړي وه او په دې سره یې د بې وزلۍ مخه نیولې وه، د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

آیا دا د شیخ حسینه وروستۍ کاري دوره ده؟

خو لومړۍ وزیره شیخ حسینه برعکس، هغه د مالیاتو په غلا تورنوي او په خبره یې چې د پورونو له لارې د »غريبانو وينه څښي«.


د بشري حقونو سازمانونه پر ۷۶ کلنه صدراعظمې تور لګوي چې په قصدي ډول له راتلوونکو ټاکنو مخکې خپل سیاسي مخالفین له منځه وړي.
په ډاکه کې محکمې محمد یونس او ​​دریو نورو په سزا محکمو شويو ته تر هغه وخته پورې په ضمانت د ازاد پاتېدو اجازه ورکړې ده چې د استیناف محکمې ته مراجعه وکړي.

د نوبل جایزې ګټونکی محمد يونس پر ده لګيدلي ټول تورونه رد کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب