1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دېش: د کورني تاوتريخوالي نارينه قربانيان څه وايي؟

۱۳۹۹ آذر ۱, شنبه

په بنګله دېش کې ډېری وخت ښځې د کورني تاوتريخوالي قربانيانې ګرځي، خو اوس نارينه هم له دغسې تاوتريخوالي څخه شکايت کوي. کارپوهان وايي چې د جنسيت له مخې بې طرفه قوانين د دغسې ستونزو د حل لاره ده.

https://p.dw.com/p/3leI1
Bangladesch Dhaka | International Men’s Day
انځور: BMRF

په بنګله دیش کې ۲۹ کلن مجيد ايوينا آزاد په پلازمېنه ډاکه کې د يوې خصوصي کمپنۍ له پاره کار کوي. هغه دويچه ويله ته وويل چې ښځې يې دی په کلونو کلونو ځورولی دی، خو له نورو خلکو يې د مرستې هيڅ تمه نه وه ځکه چې د بنګله دېش په ټولنه کې خلک په دې باور دي چې يوه ښځه يو سړی نه شي ربړولی.

آزاد د خپلې مېرمنې په هکله وويل چې «هغې داسې ښکاره کړه چې راسره مينه لري او موږ د هغې د غوښتنې سره سم په يوه محکمه کې واده وکړ.» 

خو د واده وروسته د حالت په هکله نوموړي زياته کړه چې «له واده يو څو ورځې وروسته هغې به ډېرې پيسې راڅخه اخيستلې او هيڅ علاقه يې نه ښوده چې ازدواجي ژوند راسره وکړي.»

آزاد دا هم وويل چې ډېر کلونو يې د هغې مالي غوښتنې ومنلې، خو په يوه خاصه مرحله کې «زه متوجه شوم چې هغې له نورو نارينه و سره زما په څېر اړيکې لرلې، او موږ ټول د هغې ښکار ګرځېدلي وو.»

د آزاد مېرمنې د ده په وړاندې حقوقي قضيه پيل کړه، ځکه چې ده د هغې مالي غوښتنو ته نور مثبت ځواب نه وايه. نوموړی يو څو کاله پټ پاتې شو څو ونه نيول شي، خو په دې وروستيو کې يوې محکمې حکم وکړ چې د ده په وړاندې قضيه ساختګي وه او حقوقي بنياد يې نه لاره. 

Bangladesch Dhaka | International Men’s Day
انځور: BMRF

له قرباني تر ټولنيز فعال پورې

له دغې تجربې وروسته، مجيد ايوينا آزاد، پرېکړه وکړه چې دغه وضعيت ته تغيير ورکړي او د نورو هغو نارينه و په ملاتړ يې خپل غږ پورته کړ چې د ده په څېر يې کورنی تاوتريخوالی تجربه کړی دی.

آزاد وايي چې «زه يوه ورځ له يوې ټولنې سره يو ځای شوم چې د بنګله دېش د نارينه و د حقونو بنسټ يا BMRF بلل کيږي او د دغسې هلو ځلو سمبالښت مې پيل کړ څو د دغه راز کورني تاوتريخوالي په هکله د خلکو پوهاوی لوړ کړم چې نارينه يې قربانيان وي.» آزاد اوس د دغې ټولنې منشي دی.

دغه بنسټ په ۲۰۱۶ کال کې رامنځ ته شو چې د يوې خپرې کړې سروې له مخې يې ۸۰ سلنې متاهلو نارينه و په بنګله دېش کې د خپلو مېرمنو څخه رواني ځورونه تجربه کړې ده. خو بيا هم څرګنده نه ده چې دغه سروې څومره دقيقه ده ځکه چې هغه يوازې په هغو مسجدونو او تليفوني تماسونو بنا ده چې دغې ټولنې له هغو کسانو څخه تر لاسه کړي دي چې ورڅخه مرسته غواړي.   

عرفات الاسلام/ن ص/خ ح