1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

بلوچستان: د سمندري ځواکونو پر مهمي هوایې اډې برید شوی

۱۴۰۳ فروردین ۷, سه‌شنبه

د پاکستان پولیسو ویلي دي چې د بلوچستان په تربت سیمه کې یې د دوشنبې په شپه د سمندري ځواکونو پر مهمې هوایې اډې د وسله والو برید ناکامه کړی دی. بلوچ بیلتون غوښتونکي پوځ د دې برید مسئولیت منلی دی.

https://p.dw.com/p/4e7Zs
Pakistan Peshawar | Soldaten vor den Wahlen
آرشیف انځور: پاکستاني پوځیان په پيښور کې د ګزمې په حال کې لیدل کیږيانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د پاکستان حکومت او پولیسو، اسوشیتيد پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د دوشنبې په شپه د بلوچستان ایالت په تربت کې د سمندري ځواکونو پر هوایي اډې وسله وال برید ناکامه کړی دی او څلور بریدګر یې وژلي دي. زیاته شوې ده چې په دې برید کې صدیقي هوایي اډې ته زیان نه دی رسیدلی.

مسئولینو وویل کله چې وسله والو د سمندري ځواکونو مرکز ته د ننوتلو هڅه وکړه له منځه یوړل شول. د بلوچ بیلتون غوښتونکي پوځ یا بلوچ لبریشن آرمي (BLA) منع کړای شوي ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی.

د پاکستان تر څنګ امریکا او بریتانیې هم د بلوچ بیلتون غوښتونکي پوځ یو ترهګر سازمان بللی دی.

تر اوسه پورې ترلاسه شوي معلومات څه دي؟

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله دغه پيښه د دوشنبې په شپه شا او خوا ۱۰:۳۰ دقیقو له تربت ښار څخه ۱۲ کیلومتره لیري صدیقي ایئر بیس کې رامنځه شوه.

د پولیس چارواکو په وینا بریدګرو د «نیول بیس» د عمومي دروازې څخه د ننوتلو کوښښ وکړ چې په دې جریان کې د چاودنو او شدیدو ډزو غږونه اوریدل کیدل او له امله یې په سیمه کې سخته ویره خپره شوې وه. وروسته بیا په ډیر شمیر کې پولیس او پوځ را ورسیدل او ټوله سیمه یې محاصره کړه.

امنیتي سرچینې وایي چې له څلورو څخه تر شپږو پورې وسله والو د هوایي اډې له شمالي لورې څخه نیول بیس ته د ننوتلو هڅه وکړه چې ناکامه کړای شوه. په دې برید کې سمندري تاسیساتو او حساسو وسایلو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د بلوچ بیلتون غوښتونکو د مجید بریګیډ ادعا

بلوچ بیلتون غوښتونکي پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د مجید پریګیډ جنګیالیو د دوشنبې په شپه لس بجې په تربت کې پر نیول ائیربیس د برید کولو له پاره ور ننوتل. په اعلامیه کې ادعا شوې ده چې وسله والو د دغې اډې تر لسو ډیر کارمندان وژلي دي.

تربت د بلوچستان په شورش ځپلو سیمو کې شمیرل کیږي چیرې چې مخکې تر دې هم بلوچ بیلتون غوښتونکو ډلو پر امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه کړي دي.

پنځه ورځې مخکې هم د ګوادر بندر د استوګنې پر کمپلکس برید شوی وو چې پکې ټول اته بریدګر او دوه امنیتي کارکوونکي پکې ووژل شول. د هغې برید مسئولیت هم بي ایل ای پر غاړه واخيست.

په ۲۰۱۸م کال کې هم د بلوچستان په سویلي ولسوالۍ کیچ کې د برید په ترڅ کې په مجموع کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۲۱ کسان ووژل شول، په ځوابي برید کې بیا ۴ تنه بریدګر هم لمنځه وړل شول.

تیر کال په تربت کې یوې ښځې د (FC) ځواکونو پر موټر ځانمرګی برید وکړ چې د بریګر په ګډون پکې دوه کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل