1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان او شمالي وزیرستان کې بریدونو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ خرداد ۲۸, شنبه

پاکستاني چارواکي وايي د بلوچستان ایالت په مربوطاتو کې د سړک جوړونې د کارګرانو پر يوه کمپ د وسلوالو په حمله کې درې کارګران وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. په یوه بله نښته کې يو عسکر او يو وسلوال وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4CtUh
Pakistan Angriff auf eine Polizei-Schule
د آرشیف انځورانځور: Picture-Alliance/AP Photo/A. Butt

د بلوچستان ایالتي حکومت ویاندې فرح عظیم شاه وويل چې حمله کونکو د جمعې په شپه ناوخته په هرنای غرنیزه سیمه کې د سړک جوړونې د یوه شرکت د کارګرو پر کمپ برید کړی او هلته موجود موټرونه او ماشینونو ته ېې اور اچولی دی.

هغې زیاته کړه چې دغه کمپ د یو سیمیز ساختماني شرکت اړوند دی چې د سړک جوړونې په یوه پروژه کې کار کوي. د يادې سیمې د پولیسو مرستيال کمشنر، رفیق ترين وويل چې د دغه برید له کبله پنځه کارګران لادرکه شوي هم دي.

هغه زیاته کړه چې امنيتي ځواکونو په سیمه کې د پلټنې عملیات په لاره اچولي خو اراضي ډیره سخته ده. خو ترین وروسته وویل چې د ورک شوو کارګرانو له ډلې دوه کسان په نژدې سیمه کې موندل شوي دي.

اسوشتید پریس له کوټې ليکي چې د دغې حملې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په بلوچستان کې بيلتون غوښتونکې ډلې په ورته ټيټه کچه ترهګریزو بریدونو کې ښکيلې پيژندل شوي چې غیرحکومتي کارګران په کې په نښه شوي دي.

د پاکستان بلوچستان ایالت د طبیعي زیرمو او ګازو غني معادن لري. په دغه ایالت کې د بلوچستان نشنلیست آرمي په نوم بیلتون غوښتونکې ډله له اسلام آباده خپلواکي غواړي.

په يوه بله جلا وسلواله نښته کې چې د شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې شوې، یو اورپکی او یو عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې ويل شوي دي چې امنيتي ځواکونو له هغه ځايه چې اورپکی په کې وژل شوی، وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

په اعلاميه کې زیاته شوې چې دغه نښته د شمالي وزيرستان په مهم ښارګوټي میرانشاه کې د يوې چاپې پرمهال رامنځ ته شوه.

شمالي وزیرستان د کلونو له پاره د وسلوالو ډلو پټنځای وو تر هغې چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال په دغه سیمه کې د اورپکو له شتونه د پاک کارۍ په موخه پوځي عملیات پیل کړل. خو لا هم په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر ضد حملې ترسره کيږي.