1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسلوالو کسانو په پاکستان کې درې کان کیندونکي وژلي

۱۴۰۰ آبان ۳۰, یکشنبه

پاکستاني چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې وسلوالو کسانو د دغه هیواد په بلوچستان ايالت کي درې تنه کان کيندونکي وژلي دي. اسوشتيد پریس له کوټې ليکي چې د دغې وسلوالې حملې مسئولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

https://p.dw.com/p/43JBi
Baluchistan  Pakistan Kohlemine
د آرشيف انځورانځور: DW/A. G. Kakar

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ضلع هرنائی کې لوړپوړي چارواکي، سهیل انور هاشمي وويل چې د تاوتريخوالي دغه پيښه نن سهار وختي په شارګ سیمه کې رامنځ ته شوې چیرته چې د دغه ايالت تر ټولو ډير کانونه په کې دي.

هرنائي د بلوچستان ایالت مرکز، کوئټې ښار شمال ختيځ لور ته په ۲۰۰ کيلومترۍ کې پرته سیمه ده.

هاشمي زياته کړه چې د تروريزم ضد ادارې او ځايي پولیسو د حمله کونکو د موندلو په موخه لټون پيل کړی دی.

تر دې مخکې په سیمه کې پر ځايي کان کیندونکو باندې د دې ته ورته شوو ګنو حملو مسئوليت بلوچ بیلتون غوښتونکو ډلو منلی دی.

وسلوالو کسانو په جنوري مياشت کې په بولان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د يوه کان کيندونکي یرغمل کړل او بیا يې په يوه نژدې غرنۍ سیمه کې په ډزو ووژل. چارواکو په سیمه کې ۱۱ مړي او درې ټپیان موندلي ول. د پاکستان بلوچستان ایالت چې د ګازو او منرالي موادو ډير کانونه لري، له تیرو دوو لسیزو راهیسې د ټيټې کچې تروریستي پيښو شاهد دی.