1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلاول بوټو: افغان طالبان یوحقیقت او پاکستاني طالبان فتنه ده

۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري افغان طالبان یو حقیقت او تحریک طالبان پاکستان فتنه بللي دي. له بلې خوا حامد کرزي د پاکستان اوسني حالات او امنیتي وضعیت تر ډیره د دغه هېواد د سیاستونو پایله بللې.

https://p.dw.com/p/4Liug
Pakistan l  Bilawal Bhutto Zardari wurde zum Außenminister ernannt
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو تحرکاتو ته په اشارې دغه ډله «فتنه» بللې او په ورته وخت کې  نوموړي افغان طالبان «یو واقعیت» بللی دی.

وروسته له هغې چې د پاکستاني طالبانو بریدونه په دغه هیواد کې ډیر شول د لومړي وزیر شهباز شریف له سیاسي او پوځي چارواکو سره تر لیدنې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې «هیڅ هیواد ته به اجازه ور نه کړي چې ترهګرو ته پناه ورکړي او بیا پر باکستان بریدونه وکړي »

مجاهد: پاکستان دې له بې اساسه څرګندونو څخه ډډه وکړي

په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل ټویټر لیکلي چې په پاکستان کې روان وضعیت او نا امني تر ډېره د پاکستان د حکومت د سیاستونو پایله ده. هغه له پاکستانه وغوښتل چې له نا امنیو سره د اغیزمنې مبارزې له پاره د تېرو څو لسیزو پر سیاستونو له سره ژور غور وکړي.

په دغه ټویټ کې کرزي د پاکستان له حکومته غوښتي چې «له ګواښونو او تاوتریخوالي ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره له افغانستان سره د متمدنو او نیکو اړیکو لار خپله کړي.»

په دې وروستیو کې یو شمېر پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د جنګیالیو د شتون خبره کړې او ویلي یې دي چې د دغې ډلې پر ضد د عملیاتو موضوع څېړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه غوښتي ول چې له «بې اساسه او پارونکو» څرګندونو ډډه وکړي. هغه ټینګار کړی وو چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

خو د پاکستان د "ډان" ورځپاڼې د راپور له مخې، د دفاع وزیر خواجه اصف د "جیو نیوز" چینل ته ویلي، چې د هوکړې برعکس  د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي.

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»