1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا په افغانستان کي خپلي ځنډېدلي پروژې پيلوي

محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

تېره اونۍ په جوړه شوې غونډه کې د پاکستان او افغانستان د کلتوري او تاریخي سیمو د وضعیت څېړني تر څنګ له طالبانو سره هم د اړیکو په اړه خبري سوي دي. د غونډي د دوهمي ورځي خبري د بامیانو پر فرهنګي او تاریخي سیمو ور ټولي وې.

https://p.dw.com/p/4JYaw
بامیان؛ د افغانستان تاريخي او لرغونی ولایت
بامیان؛ د افغانستان تاريخي او لرغونی ولایتانځور: Delphine Renou/Wostok Press/picture alliance

د ایټالیا د ښوونیزو، کلتوري او ګرځندوی چارو بنسټ د همږغۍ او پراختیا مسؤلي ډاکټري کریستینا منګازي دویچه ویله ته وویل، د ایټاليا پرمختیايي څانګه غوا ړي د افغانستان د تاریخي او لرغونو سیمو په ځانګړي ډول د بامیان ځنډېدلي پروژې یوار بیا راپیل کړي. 

د ۲۰۲۱م کال په اګسټ میاشت کي پر افغانستان د طالبانو له دوهم وار واکمنۍ راهیسي، ډېرو هیوادونو او د ملګرو ملتونو بنسټونو خپل کارونه په افغانستان کي درولي ول.
د ایټالیا د پراختیايي څانګي مسؤلان وايي، په افغانستان کي د سیاسي وضعیت په خاطر يې خپلي پروژې درولي وې. 

اړوند: د سمڅواوسیدونکي: طالبان موږ په زور کډې کولو ته اړ باسي
خو مېرمن منګازي وايي: «په دغسي شرایطو کي موږ په عراق، لبنان او اردون کي هم کار کړی دی او په افغانستان کي هم خپلو پروژو ته دوام ورکوو، ترا اوسه دغه پروژې د حکومت د بدلون له امله ځنډېدلي وې.» په افغانستان او په خاص ډول په بامیان کي بیا تاریخي او لرغوني سیمي ډيري دي.

داسي راپورونه دي چي د طالبانو تر واکمنۍ لاندي د یوکال په تېرېدو سره یوشمېر له دغو سیمو څخه نړېدلي او یا له ویجاړۍ سره مخامخ دي، همدارنګه له غیري قانوني کیندنو څخه يې هم راپورونه خپاره سوي دي.

د اغا خان بنسټ فرهنګي مسؤل اجمل میوندی چي په دغه ناسته کي يې ګډون کړی ؤ دویچه ویله ته وویل: «په دې ناسته کي ایټالیا ژمنه وکړه، چي د یونیسکو او نورو فرهنګي بنسټونو له لاري به پنځه میليونه ډالر د افغانستان په ځانګړي ډول د بامیان ولایت پر تاریخي او لرغونو سیمو لګوي.»

اړوند: د بامیان لرغوني سمڅې، اوس پر نشه د روږدو کسانو پر هستوګنځي اوښتي
ښاغلي میوندي له آلمان څخه هم وغوښتل چي یو ځل بیا په افغانستان کي خپل کلتوري کارونه او نیمګړي پروژې راپيل کړي، تر څو خلکو ته د کار زمینه چمتو سي.
ټاکل سوې وه چي د ایټالیا هیواد په مالي مرسته د فلورانس پوهنتون او یونیسکو په همکارۍ د ۴ میليون یورو په لګښت د بامیان لرغونی پارک او په دغه ولایت کي تاریخي سیمي ورغوي، خو په ۲۰۲۱م کال د طالبانو له راتګ سره دغه پروژه پیل نه سوه. 
د فلورانس په پوهنتون کي د ماسټرۍ پروګرام محصل رضا اکبري هم چي ددغه ناستي یو تن ګډونوال ؤ وايي: «په غونډه کي پر دې موضوع خبري وسوې چي هغه بودجه چي باید پروسږکال د بامیان لرغوني پارک لګېدلی وای، اوس به د تاریخي سیمو پر ساتنه مصرفیږي.»

د بودا لویه مجسمه
د بودا لویه مجسمهانځور: cc-by-sa/3.0/Hadi Zaher


ښاغلی اکبري په دې ناسته کي د بامیان د تاریخي سیمو په اړه حاضرینو ته معلومات ورکړل، هغه وايي د بامیانو د تاریخي او لرغونو سیمو حالت د اندېښنې وړ دی.
د بامیان پوهنتون د لرغون پېژندني څانګي مخکنی امر لایق احمدي وايي: «په دغه ولایت کي د تاریخي سیمو حالت د ډېري اندېښنې وړ دی، د یونسکو له خوا په دغه جوړه سوې سیمه کي اوس ډېر کورونه جوړ سوي او په کرهڼیزه سیمه کي يې خپل سري خټي رواني دي.»

اړوند: د بامیان لرغوني سمڅې، اوس پر نشه د روږدو کسانو پر هستوګنځي اوښتي
کارپوهان وايي چې په یادو تاریخي او لرغونو سیمو کي استملاک یواځیني هغه لا ر ده چي د خپل سرو خټو او کورونو جوړولو مخ نیولای سي.
په ایټالیا، آلمان، جاپان او سویس هیوادونو کي د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلنو په اوږدو کي هم څو واري د تاریخي سیمو په اړه غونډي جوړي سوي دي.
په یادو غونډو کي ۳۰۰ میليونه امریکايي ډالر اټکل سوي ول، چي د تاریخي سیمو پر ساتنه، د لرغوني پارک پر جوړولو، د عیسی خان دښت ته د اوسني بازار پرلېږد، حلقوي سړک جوړول او د شېبرتو په سیمه کي به هوايي ډګر په جوړیږي.


د مخکني حکومت د بامیان ښاروال امان الله امان وايي، ایټاليا ژمنه کړې وه چي په بېلا بیلو برخو کي به د بیلګي په ډول اوه میليونه یورو به د حلقوي سړک پر جوړولو او ۴ میليونه یورو به د تاریخي او لرغوني پارک پر سمسورتیا او ساتنه مصرفوي.

ښاغلی امان زیاتوي: «که چیري دغه بودجه د هیواد په نورو برخو کي مصرف سي، نو دابه د بامیان له تاریخي او لرغوني پارک سره ستره جفا او لوی خیانت وي او ښه پایله به ونه لري.»

فلورانس پوهنتون په بامیان کي ترمخه بېلا بېل فعالیتونه کول، د مثال په ډول، د تاریخي سیمو ساتنه او څېړنه، د یو ميليون یورو په مالي لګښت د بامیان له پاره سټراټیژیک ماسټرپلان چمتو کول يې یادولای سوو. 

په ۲۰۱۸م کال کي د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د بامیان له پاره ستراټیژیک ماسټرپلان لاسلیک او منل سوی وو.
په افغانستان کي بامیان هغه تاریخي او لرغونی ولایت دی چي په هغه وخت يې اته تاریخي او منظره لرونکي سیمي د یونیسکو له خوا ثبت او راجستر سوي وې.

زموږ له آرشيف څخه:

باميان: د هوټلونو خاوندان د کاروبار له رکود څخه اندیښنه لري