1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الازهر له سويډني او هالنډي تولیداتو سره د بایکاټ غوښتنه کړې

۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

د مصر الازهر تحصيلي موسسې، له مسلمانانو غوښتي دي چې له سويډني او هالنډي تولیداتو سره بایکاټ وکړي. دغه غوښتنه په یادو دوو هیوادونو کې د ښی اړخو افراطيانو په اعتراضونو کې د قران کريم ته د اهانت په غبرګون کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4MkDU
AL-Azhar
د آرشیف انځور - د الازهر ساختمانانځور: DW/R.Mokbel

د مصر الازهر موسسه د نړۍ په سطحه د سني مسلمانانو تر ټولو معتبره تحصيلي مرجع ده. الازهر په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، پر مسلمانانو غږ کړی چې له «هالنډي او سويډني تولیداتو سره بایکاټ وکړي.»

په اعلاميه کې همدارنګه «د دغو دوو هیوادونو له حکومتونو څخه د یو مناسب ځواب» غوښتنه هم شوې ده او هغوی ېې د «بیان آزادۍ په نوم د نفرت خپرونکو او وحشيانه جرمونو پر ملاتړ» تورن کړي دي.

سويډن کې د قرآن تر سوځولو وروسته د اسلامي هېوادونو غبرګونونه

سويډني ښي اړخي سیاستوال، راسموس پالودان، د شنبې په ورځ (د جنوري ۲۱مه) په ستاکهلم کې د مسلمانانو د مقدس کتاب قران کريم یوې نسخې ته اور واچاوه.

په سبا ېې ادوین واګنسویلد، په دنهاګ کې د پګیدا په نوم ښی اړخي اسلام ضد سياسي غورځنګ مشر، د پارلمان ودانۍ مخې ته د یو کسیز اعتراض په ترڅ کې د قران کریم پاڼې وشکولې.

قران کریم ته د اهانت په غبرګون کې له انقرې څخه نېولې د افغانستان، عراق، پاکستان، سورېې او يمن په ګډون مختلفو اسلامي هیوادونو کې لاریونونه وشول.

د ناټو د غړيتوب په اړه سويډن ته د اردوغان خبرداری

د مصر د بهرنيو چارو وزارت د قران کریم سوځول په «شدت محکومولو» سره په «یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د ورته پيښو د تکرار او د وروستي اسلاموفوبیک له ډيريدو ژوره اندېښنه ښوولې ده.» 

د سويډن صدراعظم، اولف کریستیرسون، د پلادون اقدام د ېوې «ژورې بې احترامۍ» په توګه غندلی په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو بیا دا یو «ناوړه» عمل بللی دی. د امریکا د خارجه وزارت ویاند، نید پرایز د دوشنبې په ورځ وویل چې د قران کريم سوځول د «لمسونکونکو» افرادو کار دی چې ممکن موخه ېې زموږ د دوو شریکانو، سويډن او ترکېې تر منځ د فاصلې رامنځ ته کول وي.

د ترکيې دفاع وزیر خپل سويډني سیال سره کتنه لغوه کړه، خو ولې؟

تیر کال سويډن او فنلند ناټو سازمان ته د غړیتوب له پاره وړانديزونه کړي دي. ترکيه چې د ناټو غړی دی، په دغه مسئله کې ېې له ابتدا مخالفت درلودلی دی. اوس د قران کریم سوځولو پېښې د ترکيې او سويډن تر منځ مخالفت نور هم ډير کړی دی.

د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د سه شنبې په ورځ د دغو دواړو هیوادونو د غړیتوب پر سر خبرې اترې د تعویق حالت کې واچولې.

اردوغان د سويډن دغه اقدام غندلی دی چې په ستاکهلم کې ېې د ترکيې سفارت مخې ته د قران کریم سوځولو په ګډون اعتراضونو ته اجازه ورکړې ده.

(AFP)mks/bs/

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب