1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الازهر: د طالبانو پرېکړه د شريعت سره په ټکر کې ده

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

په مصر کې د اسلامي نړۍ مشهور اکاډمیک مرکز الازهر شريف د طالبانو هغه پریکړه د اسلامي شريعت سره په ټکر کې او ټکان ورکوونکې بللې ده، چې له مخې یې پوهنتونونو ته د نجونو ورتګ بند کړی دی.

https://p.dw.com/p/4LNF7
Bahrain | Ahmed Al-Tayeb
انځور: Marco Bertorello/AFP/Getty Images

الازهر شريف پر خپله رسمي ټویټر پاڼه «الازهر» د لوی شیخ احمد الطیب یو پیغام خپور کړی دی چې پکې په نړۍ کې د دغه بنسټ د علماو په استازیتوب د طالبانو دا کار له «اسلامي شریعت» سره په ټکر بلل شوی دی.

الطیب زیاته کړي: «دا د شریعت هغه غوښتنې سره په ټکر کې ده چې د سړو او ښځو څخه یې د زانګو څخه تر قبره پورې د علم حاصلولو غوښتنه کړې ده. دا د قرانکریم له بلنې سره په ټکر کې ده، هغه کتاب چې د علم او عقل کلمه د ټولو مشتقاتو سره له سلو ځلو ډېره پکې یاده شوې ده.»

اړوند مطلب: طالبانو د نجونو تحصيل د ممنوعيت دفاع وکړه؛ جي۷ سخت غبرګون ښوولی

الیطیب دا ټکان ورکوونکې پریکړه بللې ده چې په وینا يې په نړۍ کې یې د انسانانو «ضمیرونو» ته ټکان ورکړی دی.

طالبانو تل ویلي چې د «شریعت» له مخې د نجونو په زده کړو بندیز او محدودیتونه رامنځته کوي، خو د اسلامي نړۍ دا لوی شیخ وایي چې د طالبانو په پریکړې سره د «شرعي حقونو» یو حق له منځه وړل شوی چې «اسلام» ښځو او سړو ته په یوه برابر ورکړی دی.

هغه وایي: «که څوک له دې پرته بله خبره کوي، په سپیڅلي دین دروغ ورتړي، اسلام هغه دین دی چې علم یې پر هر مسلمان سړي او هره مسلمانه ښځه باندې فرض کړی دی.»

اړوند مطلب: په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

په دې پیغام کې زیاته شوې ده چې د «اسلامي نړۍ» په تاریخ کې ښځو د علم او سیاست په دګر کې رغنده رول لرلی «د شریعت دعوت په پایله کې د اسلامي تاریخ په علمي، سیاسي او کلتوري برخو کې لویې پوهې لرونکې نابغه ګانې ښځې رامنځته شوي. په تهذیب التهذیب کتاب کې یو سل او دیرش ښځې د احادیثو روایانې، فقهاوې، تاریخ پوهانې او ادیبانې او هغه میرمنې دي چې له دوی وروسته راغلي..»

ارشیف: په حجاب کې له پوهنتون د فارغو شویو نجونو عکس
ارشیف: په حجاب کې له پوهنتون د فارغو شویو نجونو عکسانځور: JAVED TANVEER/AFP/Getty Images

د مصر الازهر شريف مرکز لوی شیخ احمد الطیب زياته کړې ده: « دا ټکان ورکوونکې پريکړه چې د مسلمانانو او د غير مسلمانانو ضميرونو ته يې ټکان ورکړی دی مناسبه نه وه او بايد د هېڅ مسلمان څخه نه وی صادره شوې، دا خو پريږده چې په دې پرېکړه بيا هم ټينګار وکړي...»

اړوند مطلب: په کابل کې د ښځو احتجاج د طالبانو له خوا سرکوبه شوی

هغه د طالبانو له ادارې څخه غوښتنه کړي چې د نجونو د زده کړو په اړه پر خپله پریکړه له سره کتنه وکړي.

دوې ورځې وړاندې د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې تر «امر ثاني» پورې پوهنتونونو ته د نجونو ورتګ بند دی. د طالبانو دغي پریکړې ته په افغانستان کې سخت غبرګون ښودل شوی او په نړیواله کچه د لودېځو او ځينو اسلامي هيوادونو د مشرانو او عالمانو غندلې ده.