1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پيلوټان په کومو الوتکو له طالبانو سره جنگیږي؟

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

افغان پيلوټان چي تر اوسه پوري حتی سم پرواز الوتکي ته نسي ورکولای، بايد له طالبانو سره وجنگيږي. خو په کومو الوتکو سره؟

https://p.dw.com/p/2uEO6
Afghanistan Militär USA
انځور: DW

له طالبانو سره د جګړې له پاره کاریدونکي څرخۍ الوتکي چي ډېره ښيښه پکښې کار شوې ده، واړه توپونه او دوې چوکۍ لري. دغه شان الوتکي سیلانیان په امريکا کي له هوا څخه د Grand Canyon پارک د لیدنې په موخه کاروي. خو په افغانستان کې بايد دغه تازه وارده څرخۍ الوتکي له ډیر نږدې څخه پر دښمن د انداخت کولو له پاره وکارول شي.

په کندهار کې د هوایې ځواکونو یو پيلوټ وایې: «کله کله طالبان پر موږ د ماشيندار ډزې کوي». هغه زیاتوي چې په تیره روژه کې یې تر هغه وخته پورې پرواز وکړ چې د ستړتیا او بدن د معیاتو د کمښت له کبله یې حتی د ګوتو څوکې سپینې شوې.

د افغانستان هغه جنګي الوتکې چې حتی د پرواز کولو جوګه هم نه دي، باید جګړه وکړي. له دوی څخه هره ورځ د لسګونو بریدونو د ترسره کولو، د ټپیانو او اکمالاتو د انتقال غوښتنه کیږي.

د افغان پوځ په حواله طالبان د دغه هیواد د خاورې ۱۴،۳ سلنه برخه تر خپل کنترول لاندې لري او په ۳۰ ولایتونو کې په جګړه بوخت دي. نږدې هره ورځ دوی د ولسوالیو پر مرکزونو، د پولیسو پر پوستو او د پوځ پر مرکزونو بریدونه کوي. او هوایې ځواک د مرستې له پاره نه رسیږي.

تر اوسه پورې د افغانستان هوایې ځواک ۱۳۵ څرخۍ او جنګي الوتکې لري. له دې جملې څخه ۴۷ یې په ۲۰۱۷م کال کې د ماموریت له پاره چمتو وې.

په پام کې ده چې تر ۲۰۲۲م کاله پورې د دوی شمیر درې برابره شي. پيلوټان او د تخنيکي برخې کارکوونکې باید د جګړې تر څنګ په عین وخت کې روزنه وويني. د افغانستان د هوایې ځواکونو پياوړي کول ښایې په دغه هیواد کې د ناتو ماموريت یوه مهمه پروژه وي.

له ۲۰۱۵م کال راهیسې د ناتو سازمان د جګړې پر ځای د افغان ځواکونو د روزنې او مشوره ورکونې ماموريت پرغاړه لري. همدا تیره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د آلمان کابیني هم په افغانستان کې د آلمان پوځ د ماموريت غځولو او په دغه هیواد کې د آلماني سرتیرو شمیر له ۹۸۰ څخه تر ۱۳۰۰پورې زیاتول تصويب کړل. په دې ماموریت کې د افغانستان د پولیسو او پوځ  د روزنې تر څنګ د افغان هوایې ځواک روزنه هم شامله ده.

جنګي الوتکې او د افغانستان د هوایې ځواکونو پیاوړتیا ته د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د بریالیتوب د مهم فکتور په توګه کتل کیږي. تر دوو کلونو مخکې پورې ناټو دې ته ډیره پاملرنه ونه کړه، خو اوس غواړي چې د افغانستان د هوایې ځواکونو په پیاوړې کولو سره د افغان امنيتي ځواک نيمگرتياوي پوره کړي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د کثیر الملتي روزونکو امریکایې مشر جنرال فیليپ سټیورت وایې: «موږ له دې سره د جګړې ډګر ته داسې وړتیا وړاندې کوو چې طالبان یې نه لري». د هغه په خبره د هوایې ځواکونو اساسي دنده د طالبانو د بریدونو خنثی کول دي، مخکې تر دې چې ډیر زیان رامنځته کړي. د سټیورت په اند چې دا کار په ۲۰۱۷ م کال کې شوی دی.

د جنرال فیليپ سټیورت په وینا په عين وخت کې د افغان پولیسو او پوځ مورال هم د پخوا په پرتله لوړ شوی دی. همدارنګه د هغه په خبره دا ډیر پرمختللی هوایې ځواک نه دی چې دلته روزل کیږي، ځکه لګښت یې دغه هیواد نه شي پوره کولی. دا هغه څه دي چې په تړون کې ترې یادونه شوې.

دغه امریکایې جنرال وایې د نورو ترڅنګ د A-29 ډوله الوتکې داسې ښکاري چې ماشومانو رسامي کړي وي، خو کولی شي چې بمونه وغورځوي.

بل لور ته د جنرال فیليپ سټیورت په خبره په لویدیځ کې یو پیلوټ لږ تر لږه ۴ کلونه روزنه ويني او «په افغانستان کې موږ یوازې د دوو کلونو راهیسې دوی ته روزنه ورکوو، په داسې حال کې چې دوی همدا اوس جګړه کوي». هغه په دې کار وړیاړي.

د هغه په خبره افغان امنیتي ځواکونه په اوسط ډول په ورځ کې ۱۰۰ ماموريتونه ترسره کوي چې په هغې کې هوایې بریدونه هم شامل وي. د کارپوهانو په اند په همدې منځ کې په هوایې بمباریو کې د ملکي تلفاتو شمیر هم لوړ شوی دی. ملګرو ملتونو په فبرورۍ په میاشت کې د ملکي تلفاتو په اړه په خپل نوي رپوټ کې وویل چې په ۲۰۱۷م کال کې د هوایې بمباریو په پایله کې تر ۶۳۰ ملکي کسان ټپیان او یا هم وژل شوي دي.

افغان ځواکونه چې تر امریکایانو د لږې مودې راهیسې یې د هوایې بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی، د هوایې بمباریو له کبله د ۴۹ سلنه تلفاتو مسئولیت لري. په دې برخه کې تر یوې اندازې مسئولیت د آلماني روزونکو په غاړه هم اچول کیږي.