1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني: زموږ بریا د جمهوریت بریا ده

۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې بریا تر اعلانیدو وروسته وویل چې د ټاکنیزې ډلې بریا یې د «د افغانستان د اسلامي جمهوریت» بریا ده. غني وویل چې هڅه کوي چې جګړه پای ته ورسوي او هیواد له نفاقه بیرون کړي.

https://p.dw.com/p/3XxXd
Afghanistan Peace Talks Afghanistan Loya Jirga Kabul Ashraf Ghani
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ، د سه شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډي په ترڅ کې وویل چې تر تفتیش وروسته د افغانستان په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د کارول شویو رایو له ډلې څخه ۱،۲۸ میلیونه رایې بااعتباره وګڼل شوې چې له ډلې یې ۹۲۳۵۲۹ رایې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په ګټه کارول شوي دي. دغه شمیر رایې د ټولو کارول شویو رایو ۵۰،۶۴ سلنه جوړوي.

اشرف غني د پایلو تر اعلان څو ساعتونه وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې دا یوازې یوه ټاکنیزه بریا نه بلکې «د افغانستان د اسلامي جمهوریت» بریا ده. هغه وویل چې اسلامي جمهوریت له ګڼ شمیر توطئو سره مخامخ وو چې په پای کې جمهوریت او د افغانستان خلکو بریا ترلاسه کړه.

اشرف غني په خپله وینا کې تر ډیره پورې د افغانستان په اتحاد او اتفاق باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: «پر ټولو غږ کوو چې د رقابت او حریف والي شیبې پای ته رسیدلې دي او اوس د اشتراک وخت را رسیدلی دی.»

غني همدا راز وویل چې د حکومت دروازې به یې د ټول ملت او هغو کسانو پر وړاندې پرانیستې وي  چې پر اسلامي نظام باندې باور لري. غني وویل: «موږ ډله ایز، فردي او قومي حس نه لرو. زموږ ژمنتیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت درې رنګه بیرغ ته ده.»

Afghanistan Wahlen l  Präsident Ashraf Ghani
انځور: Getty Imaes/AFP/W. Kohsar

ولسمشر غني په دې وینا کې د سولې مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «ټاکل شوې چې د افغانستان ټول شموله او پیاوړې ټولنه طالبان جذب کړي. د دې پروسې نوم مذاکرات دي. پایلې یې ښکاره دي. د طالبانو او یا نورو ډلو پر وړاندې د دولت او ټولنې تټر پرانیستی دی. موږ سوله غواړو.»

غني زیاته کړه: «اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې افغانستان متحد کړو. موږ د خلکو او د جمهوریت د نظام په ملاتړ سره د مذاکراتو پر لوري حرکت کوو.»

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله چې په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند وو دغه پایلې رد کړي دي او دغه پایلې یې د ولسواکۍ پر وړاندې د یوې کودتا په توګه یادې کړي دي. عبدالله وویل چې هغه د ټاکنو ګټونکی دی او یو ټولشموله حکومت به جوړ کړي.