1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو

مسعود جهش
۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سه شنبې په ورځ د تیرو ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې په کې اوسنې ولسمشر محمد اشرف غني، د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3XwRX
Aschraf Ghani  Präsident von Afghanistan
انځور: picture-alliance/AA/S. Sadat

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون تر اوږدو جنجالونو وروسته، د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي چې له مخې یې محمد اشرف غني له پنځوس سلنه څخه د ډیرو رایو په ترلاسه کولو سره، د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان شو.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ، په دې خبري کنفرانس کې وویل چې تر تفتیش وروسته د افغانستان په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د کارول شویو رایو له ډلې څخه ۱،۲۸ میلیونه رایې بااعتباره وګڼل شوې چې له ډلې یې ۹۲۳۵۲۹ رایې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په ګټه کارول شوي دي. دغه شمیر رایې د ټولو کارول شویو رایو ۵۰،۶۴ سلنه جوړوي.

تر ولسمشر غني وروسته عبدالله عبدالله په دویم ځای کې دی چې د ټولو با اعتباره رایو له ډلې څخه ۳۹،۵۲ سلنه رایې خپلې کړې دي. تر دې دوو نوماندانو وروسته بیا په ترتیب سره ګلبدین حکمتیار له ۳،۸۵ سلنه او رحمت الله نبیل له ۱،۸۶ سلنه رایې سره په دریمو او څلورمو ځایونو کې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ګواښ کړی وو چې که د وروستیو پایلو په اعلان کې یې غوښتنې په پام کې و نه نیول شي، نو دغه پایلې به و نه مني. د عبدالله عبدالله ځینو ملاتړو چې عبدالرشید دوستم او کریم خلیلي هم په کې شامل دي، په ټاکنو کې د نه ګټونکي کیدو په صورت کې آن د موازي حکومت د اعلانولو ګواښ کړی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب