1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بروکسل: د اروپايي اتحادیې او د طالبانو د پلاوي ليدنه کتنه

بريښنا صابر | رويترز، ای پي
۱۴۰۵ تیر ۳, چهارشنبه

طالبانو د اروپايي ټولنې له استازو سره د سه شنبې ورځ تر غونډې وروسته هیله څرګنده کړې ده چې دا سفر به «مثبت تعامل ته نوې لارې پرانيزي.» خو اروپايي ټولنې د دې غونډې هدف د رد شويو پناه غوښتونکو د اخراج په اړه خبرې اترې بللی.

https://p.dw.com/p/5Fy5U
په بروکسل کې د اروپايي ټولنې او نور بیرغونه
د اروپايي کمیسيون يوه وياند وويل چې له طالبانو سره په دې غونډه کې د کمېسیون او د اروپايي اتحادیې د ۱۵ غړيو هېوادونو چارواکو ګډون درلود .انځور: Laia Ros/REUTERS

د طالبانو يوه پلاوي پرون، سه شنبه په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې له استازو سره وکتل. دا د اروپايي اتحادیې په بلنه بروکسل ته د طالبانو د پلاوي لومړی سفر وو چې د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نيوکې سره هم مخامخ شوی دی.

اروپايي کمېسيون تائيد کړې ده چې دا غونډه پرون، سه شنبه «په تخنیکي کچه» ترسره شوې ده او دا چې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په اړه له طالبانو سره خبرې اترې شوي دي.

د اروپايي کمیسيون يوه وياند وويل چې له طالبانو سره په دې غونډه کې د کمېسیون او د اروپايي اتحادیې د ۱۵ غړيو هېوادونو چارواکو ګډون درلود او دا چې دا غونډه په جنورۍ میاشت کې په کابل کې د پخوانۍ غونډې په دوام درسره شوې ده.

اړونده موضوع: سرچينه: د طالبانو پلاوی له اروپايي ټولنې سره د خبرو په موخه په بروکسل کې دی

وياند زياته کړې: «د کميسيون خدماتو او سويډن په ګډه په بروکسل کې د طالبانو له ډي فاکتو استازو سره د بیرته ستنولو او منلو پر اړه په تخنيکي کچه د خبرو اترو د غونډې مشري وکړه.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي، چې د طالبانو د پنځه کسیز پلاوي مشري یې هم کوله، بیا د غونډې اجنډا يو څه پراخه وبلله او ویې ویل چې په دې او نورو غونډو کې یې په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو د بیا پیل، د اعتماد جوړونې، اغېزمن حضور او د هغو افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې په اروپا کې نه دي منل شوي او یا په جرمونو کې ښکیل دي.

طالبانو همدا راز په خپله اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې دا نوې لاره به د مثبت تعامل لپاره زمینه برابره کړي او د همکارۍ فضا به پراخه کړي.

اړونده موضوع: د آلمان حکومت د طالبانو د نورو استازو دمنلو په بدل کې اخراجونه ډېروي

بلخي، همدا راز زياته کړې ده چې دې ليدنې کتنې «په بهر کې د میشتو افغانانو د قونسلي حقونو د ساتنې له پاره د مثبت حرکت هيلې» رامنځته کړي دي.

خو د اروپايي اتحادیې يو ليک چې عبدالقهار بلخي، ته مخاطب دی او د رويټرز خبري آژانس ته رسېدلی، وايي چې خبرې اترې «د هغو افغانانو پر بيرته ليږدولو او [د طالبانو له لوري] پر منلو متمرکزې وې چې په اروپايي اتحاديه کې د پاتيدو حق نه لري.»

د بشري حقونو د ټولنو نيوکې

بروکسل ته د طالبانو دا سفر د بشري حقونو د ډلو او د يو شمیر اروپايي سياستوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو چې وايي دا ډول تعامل کيدای شي افغانان له خطر سره مخامخ کړي او د اروپايي اتحادیې اصلي ارزښتونه زيانمن کړي. 

منتقدان او فعالان اندېښنه لري او وایي چې طالبان له دې مسئلې څخه په اروپا کې د خپل نفوذ د پراخولو، په اروپایي هېوادونو کې د افغانستان د استازولیو د کنټرول او د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره استفاده کوي.

د زده کړو د برخې فعالې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم بروکسل ته د طالبانو پر سفر نیوکې کړي دي. نوموړې د ايکس شبکې په يوه پوست کې ویلي: «اروپا باید هغه رژيم ته مشروعيت ور نه کړي چې د نړۍ د تر ټولو ناوړه بشري بحرانونو څخه یې د يوه مسئوليت لري.»

د مشروعيت پر مسئلې سربیره دا غونډه د هغې د احتمالي اغیزو له کبله هم جنجالي ده.

د «يو ان اچ سي آر» د پراختيا د پاليسۍ او ارزونې د برخې پخوانی مشر جيف کريسپ، وايي چې «تر ټولو څرګنده او خطرناکه پايله به یې دا وي چې افغانان به له اروپايي اتحادیې څخه بیرته ستانه کړای شي او [خپل هېواد] ته تر رسېدو وروسته به د طالبان له خوا له ځورونو سره مخامخ شي.»

د بلجيم د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو استازو ته د يوازې یوې ورځې ویزې صادرې کړې وې چې د بلجیم تر خاورې محدودې وې او د شينګن ویزې نه وې چې په اروپایي اتحادیه کې پرې په آزاد تګ راتګ وکولی شي.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber