اتمر خپل د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین ځنډولی؟
۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبهمحمد حنیف اتمر پر خپله رسمي فيسبوک پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راتلونکو ټاکنو له پاره د خپل کمپاین د ځنډولو اعلان کړی دی. د یادې سیاسي ډلې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ټاکنو او کمپاین په ترڅ کې امنیتي پیښې، په ټاکنو کې د شفافیت په هکله اندیښنې او د سولې پروسه د نورو موضوعاتو ترڅنګ د خپل دغه موقف د لاملونو په توګه یاد کړي دي.
د ملي امنیت د پخواني سلاکار له لوري په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د سولې او اعتدال ټیم او د ټیم د مشرتابه د واحد نظر پر اساس پریکړه شوې چې د راتلونکو ټاکنو له پاره خپل کمپاین متوقف او د تعلیق حالته ته راولي.
اعلامیه زیاتوي چې د سولې او اعتدال ټیم به په دوامداره توګه د هیواد د وضعیت تر مطالعې وروسته او سیاسي بدلونونو ته په کتو په راتلونکې کې خپله پریکړه وکړي.
د حنیف اتمر په مشرتوب د سولې او اعتدال په ټیم کې محمد یونس قانوني د لومړي مرستیال او د اجرائیه ریاست اوسنی دوهم مرستیال محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه نوماند ول. سربیره پر دې، په افغانستان کې د یاد ټیم د پاشل کیدو په هکله لا له وړاندې نه بحثونه تاوده وو.
سرچینه: د اتمر، قانوني او نور تر منځ ستونزې رامنځ ته شوي
څه موده وړاندې، په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه هم لاس پر لاس کیدل چې ګواکې د سولې او اعتدال د مشرتابه د بل غړي او د بلخ د پخوانی والي استاد عطا محمد نور او حنیف اتمر ترمنځ د صدراعظمۍ پر څوکۍ جنجالونو زور اخیستی وو.