1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینه: د اتمر، قانوني او نور تر منځ ستونزې رامنځ ته شوي

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

د حنیف اتمر په مشرتوب د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم ته یوې نزدې سرچیني ویلي دي چي عطا نور، یونس قانوني او حنیف اتمر د لومړي وزیر پر پوست اختلافات سره لري. نور او قانوني د حنیف اتمر د ټاکنیز تیم په کلیدي غړو کې شمیرل کیږي.

https://p.dw.com/p/3N0rJ
Afghanistan Hanif Atmar
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د کمپاینونو له پیل څو ورځې تیريږي، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټيم چې مشري یې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشاور حنیف اتمر کوي، تر اوسه پورې کومه غونډه نه ده کړې. اوس یوې سرچیني ویلي دي چې د دې کار د نه کیدو لامل د اتمر او د بلخ د پخواني والي او پخواني لومړي مرستیال یونس قانوني په ګډون د یو شمیر غړو تر منځ ستونزې رامنځ ته شوې دي.

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټيم ته یوې نزدې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط دویچه ویله ته وویل چې اصلي شخړه د صدراعظمۍ پوست د رامنځ ته کیدو پر سر ده. دغې سرچیني ویلي دي: «مخکنۍ پریکړه داسې وه چې کله موږ ټاکنې وګټلې نو لویه جرګه به راغوښتل کیږي او جرگه به د لومړي وزیر پوست تائيدوي.»

سرچینې زیاته کړه چې اوس د سولې او اعتدال ځيني غړي ټینګار کوي چې دغه موضوع باید د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال اعلان شي: «اوس ځيني غړي وایي چې نه، دا موضوع باید د کمپاینونو پر مهال اعلان شي. دا کار غیر قانوني دی.»

تر دې مخکې د بلخ پخواني والي او د جمیعت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور، له طلوع تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې دی د سولې او اعتدال ټاکنیز ټيم لومړی وزیر دی. خو د افغانستان د حکومت په اوسني جوړښت کې د لومړي وزير دنده ځای نه لري او که یو ګټونکی ګوند غواړي دغه دنده په جوړښت کې زیاته شي نو باید له یوې قانوني لارې د حکومت د جوړښت د بدلون له پاره اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د حنیف اتمر ویاند قادر شاه، بیا له دویچه ویله سره خبرو کې ټینګار کړی دی چې د سولې او اعتدال ټاکیز ټيم غړي سره په عمومي موضوعګانو کې ګډ نظر لري خو د «ملي مسایلو په اړه ځینې بحثونه روان دي».

په دې ټاکنیز ټيم کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه نوماند یونس قانوني، یوه نزدې همکار محمد کریم جليلي، هم له دویچه ویله سره په خبرو کې ټینګار کړی دی چې د تیم د مشرانو تر منځ کومه ستونزه شتون نه لري. هغه زیاته کړې: «دوه، درې ورځې مخکې په دې اړه یوه څه بحثونه ول ځکه له لومړي سره پر دې موافقه شوې وه. فکر کوم یو څه اختلافات هم رامنځ ته شوي وو چې بیا حل شول. اوس هیڅ کومه ستونزه شتون نه لري.»

که څه هم د سولې او اعتدال ټيم د غړو رسمي ویاندان دا خبره ردوي چې ګواکي د غړو تر منځ دې کومه جدي ستونزه رامنځ ته شوي وي خو دا چې دغه ټيم تر اوسه پورې د یوې ټاکنیزې غونډې په جوړولو نه دی توانیدلي، پخپله د پوښتنې وړ یوه موضوع ده. دې ټيم ته نزدې سرچیني دویچه ویله ته روښانه کړه چې که څه هم تر اوسه پورې یونس قانوني او عطا محمد نور د حنیف اتمر له ټاکنیز ټيم څخه نه دي بهر شوي، خو په خبره یې لا تر اوسه پورې په دې اړه بحثونه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

سرچیني وویل: «که بحثونه کومې پایلې ته ونه رسیږي نو بیا به مشران خپلې پریکړې وکړي.»

مسعود جهش/ش.ا