1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

آیا پاکستان به د عمران خان ګوند منع کړي؟

۱۴۰۲ خرداد ۳, چهارشنبه

د «پاکستان تحريک انصاف ګوند» د مشرانو او پلويانو نيولو، داسې اندېښنې پارولي دي چې ښايي دا ګوند غير قانوني وګرځول شي. دويچه ويله دې ته کتنه کړې چې آيا احتمالي بندیز به پخواني لومړي وزير ته زيان ورسوي او که ګټه؟

https://p.dw.com/p/4RkIS
د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران خان
د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران خانانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

شنونکي خبرداری ورکوي چې د «پاکستان تحريک انصاف» يا پي ټي آی ګوند د منحلولو هڅه به پاکستان له لا ژور سياسي بحران سره مخامخ کړي، جلا له دې چې دا څه به د پاکستان د دغه پخواني لومړي وزير د محبوبيت د لا زياتيدو باعث وګرځي.

تر هغه وروسته چې د می میاشتې پر ۹ نېټه د عمران خان د نیولو په غبرګون کې د هغه پلويانو د پاکستان پوځ پر تاسيساتو هجوم ور ووړ او ګډوډي یې رامنځته کړه، پوليسو د پاکستان تحريک انصا ګوند تر ۷۵۰۰ ډېر غړي او پلویان نيولي دي.

پي ټي آی ګوند شکايت کوی چې په سونه کارکوونکي او پلويان یې چې د بشري حقونو پخوانۍ وزيره شيرين مزاري هم پکې شامله ده، د محکمو له خوا د ضمانت ترلاسه کولو وروسته بيرته نيول شوي دي. د سيمه ایزو رسنيو په حواله شيرين مزاري په دې منځ کې د پاکستان تحريک انصاف گوند څخه د وتلو اعلان کړی دی. 

خان د پوځ غوسه پارولې ده

د پاکستان چارواکو خبرداری ورکړی چې له تاوتريخوالي په ډکو احتجاجونو کې شکمن شريک کسان به د هېواد په پوځي محکمو کې د خپلو کړنو ځواب ووايي. دغه محکمو کې په عمومي توګه له دولت سره په خيانت تورن محاکمه کيږي.

د بشري حقونو ټولنو د ملکي وګړو د پوځي د قوانينو له مخې د محاکمه کولو پريکړه غندلې ده.

اړونده موضوع: پاکستان غواړي مظاهره کوونکي پوځي محکمو ته حاضر کړي

د پاکستان په پارلمان کې د ياد ګوند ځينو غړو، پخوانیو وزيرانو او نورو چارواکو پر پوځي تاسيساتو تر بريدونو وروسته خان يوازې پرېښې دی. عمران خان ټینګار کوی چې پر دې کسانو فشار اچول شوی چې له ده څخه خپله لار جلا کړي.

عمران خان په تېر کال کې له واک تر ګوښه کیدو وروسته پر پوځ سختې نيوکې کوي. د روانې میلادي مياشتې په سر کې نوموړي حتی پر پوځ د هغه د تښتولو تور ولګاوه. پوځ د خان دې ادعا چې بې بنسټه یې بولي، سخت په غوسه کړ.

د عمران خان پر ګوند فشارونه

هر هغه څوک چې د پاکستان پوځ ننګوي د هيواد د دغه ځواکمنې ادارې له قهر او غضب سره به مخامخ کيږي. دا څرګندونې په کراچۍ کې ميشت شنونکی توصيف احمد خان کوي.

نوموړي له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې عمران ښايي محاکمه شي او په ټاکنو کې د ګډون اجازه ور نه کړل شي.

اړونده موضوع: عمران خان: کيدای شي د سه شنبې په ورځ ونیول شم

نوموړي وويل: «دا ډول فشار به پر ګوند اغېز وکړي او مشران به یې مجبور شي چې له خان څخه خپلې لارې بيلې کړي. يعني په دې ترتيب به [ګوند] ړنګ کړل شي.»

له اسلام آباد څخه يوه تبصره کوونکې اسما شیرازي په دې آند ده چې د خان ګوند به د دې فشار د زغملو وړتیا ونه لري.

په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير او د واشنګټن د هوډسن انستيتويت يو کارپوه حسين حقاني هم د اسما شیرازي خبره تائيدوي: «د خان ګوند به د اوس په پرتله د يوه کوچني ګوند په توګه راڅرګند شي.»

آیا بندیز به د خان محبوبيت کم کړي؟

خو د اوس له پاره به د پاکستان پخوانی لومړی وزير د خلکو په منځ کې د يوه محبوب مشر په توګه پاته شي. څارونکې نور فاطمه په دې آند ده چې پر ګوند به بندیز د عمران خان په پرتله د هغه مخالفينو ته ډېر په زيان تمام شي.

نوموړې دويچه ويله ته وويل چې دا به يوه «عاقلانه پريکړه» نه وي او زياته یې کړه چې سياسي کثرت ګرايي ديموکراسي قوي کوي. هغې وويل: «که چېرې حکومت پر ګوند د بندیز له لارې دا کثرت پای ته رسوي، نو دا به د حاکمو ګوندونو سياسي اعتبار ته زيان ورسوي او د هغوی د رايو بانکونه به اغیزمن کړي، نه د خان.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د پنجاب ایالت د اوکاړې سيمې يوه سياسي فعاله سعديه وايي چې که چېرې پي ټي آی ګوند غير قانوني بلل کیږي، نو دا به سابقه قضايي يا مخکني حالت ته د ستنېدو په معنی وي. هغه زياتوي: «موږ د پي ټي آی سياسي لاره نه خوښوو نو پر يوه ګوند د بندیز لګولو سره کلک مخالفت لرو. دا ډول بندیز به د هيواد د ديموکراتیک راتلونکي له پاره د يوه ناورين په معنی وي.»

اړونده موضوع: د عمران خان تر نيول کیدو وروسته احتجاجونه

توصيف احمد خان استدلال کوي چې بندیز به د پوځ دريځ نور هم پياوړی کړي. هغه وايي چې «دا به دا تصور رامنځته کړي چې ديموکراتيک ګوندونه له سياسي بحرانونو سره د چلن وړتيا نه لري او زياتوي چې «سياتوال بايد پر پي ټي آی د بندیز مخه ونيسي او مسئلې د «خبرو اترو» له لارې حل کړي.

آيا تاريخ تکراريږي؟

که چېرې د پاکستان تحريک انصاف ګوند منع کيږي نو دا به لومړی ګوند نه وي چې د پاکستان د پوځ غوسې تر پارولو وروسته غير قانوني بلل شوی وي.

په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د «جمعيت الاسلام» مذهبي ګوند هم غير قانوني بلل شوی وو. همدا راز په ۱۹۷۰مه لسیزه کې کيڼ اړخه «نيشنل عوامي ګوند» هم غير قانونی بلل شوی وو.

د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف تر واکمنۍ لاندې هم يو شمیر فرقه يي او مذهبي سازمانونه منع شوي ول. مشرف په ۱۹۹۹م کال کې تر یوې پوځي کودتا وروسته واک ترلاسه کړ او نهه کاله یې پر هيواد حکومت وکړ.

ب. ص/ ن. ز (S. Khan) 

زموږ له آرشيف څخه: