1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا هند به د طالبانو له خوا معرفي شوی استازی ومني؟

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

سرچینې وایي، چې طالبانو په هند کې د افغانستان سفارت ته خپل استازی معرفی کړی. ويل شوي چې دا استازی نوي ډیلي کې د افغان سفارت پخوانی ډيپلوماټ دی. خو په هند کې د پخواني افغان حکومت سفیر ویلي چې دی پر خپله دنده دی.

https://p.dw.com/p/4RN6S
په نوي ډيلي کې د پخواني افغان حکومت د سفارت کارکوونکي
په هند کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو له لورې نومول شوی استازی قادرشاه، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۱۵ په نوي ډیلي کې د یوه افغان نندرتون د پرانستي پرمهال.انځور: Qadir Shah

د طالبانو یوه ډیپلوماټ دویچه ویله ته تایئد کړې ده، چې له بهرنیو چارو وزارت څخه په نوي ډیلي کې  د افغان سفیر فرید ماموندزي پر ځای د قادرشاه د منظورۍ مکتوب ورکړل شوی دی.

اړوند مطب: هند وايي د طالبانو په اړه يې په دريځ کي بدلون نه دی راغلی

په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوه  ډيپلوماټ دویچه ویله ته وویل، چې قادرشاه د یوه لیک په ذریعه په هند کې د افغانستان سفارت د چارسمبالي په توګه ټاکل شوی دی.

هغه وویل: « د قادرشاه مکتوب لیږل شوی او هغه ته په دې مکتوب کې تر امر ثاني پورې د نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت چارې سپارل شوي. په دې مکتوب کې د هغه دنده نه ده مشخصه شوې، چې دی سفیر، شارزدافیر، یا سکرټر دی، بلکې  دومره لیکل شوي، چې تر امر ثاني دې سفارت ټولې چارې پر غاړه لري. اوس چې ماموندزی له سفر راګرځیدلی، هند کې د ده منظوري په ځنډ کې ده.»

د معلوماتو له مخې طالبانو په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت لپاره ټاکل شوی استازی له کابله نه دی لیږدولی، بلکې نوموړي لا تر مخه په همدې سفارت کې کار کاوه.

اړوند مطلب: په افغانستان کې د هند لسګونو پروژې له خطر سره مخامخ دي

د راپورونو له مخې نوموړي ته د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت څخه یو لیک راغلی او له هغه یې غوښتي، چې د سفارت چارې پر غاړه واخلي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت اوس هم د پخواني ولسمشر اشرف غني په مشرۍ حکومت د کارکوونکو له خوا اداره کیږي او د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.

قادرشاه څوک دی؟

قادرشاه د تېرو څو کلونو راهیسې په هند کې د افغانستان سفارت د سکرتر په توګه دنده اجرا کوله. نوموړی د افغانستان سفارت له هغو کارکوونکو یو دی، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني په واکمنۍ کې ټاکل شوي وو.

قادر شاه د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر ته نږدی کس بلل کيږي او د پخواني افغان حکومت پرمهال په  ملي امنیت شورا کې د نوموړي ویاند هم و. فرید ماموندزی هم د اتمر له نږدې ملګرو څخه ګڼل کېږي. نوموړی هغه وخت په هند کې سفیر ټاکل شوی، چې حنیف  اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو و.

هندي رسنیو په نوي ډیلي کې د افغان سفارت د سرچینو له قوله ویلي، چې دا تازه پرمختګ په داسې حال کې شوی، چې د اشرف غني د دورې له خوا ټاکل شوی افغان سفیر فرید ماموندزی په هند کې نه دی او خپلې رخصتۍ په لندن کې تېروي.

اړوند مطلب: هندي چارواکي له طالبانو سره د خبرو له پاره کابل ته تللي

په همدې حال کې یوې افغاني رسنۍ په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د سرچینو له قوله ویلي، چې د سفارت کارکوونکو په ډله یز ډول د طالبانو د دې انتخاب له هرکلي ډډه کړې ده.

په هند کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو له لورې نومول شوی استازی قادرشاه،  د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۱۵ په نوي ډیلي کې د یوه افغان نندارتون د پرانستي پرمهال.
په هند کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو له لورې نومول شوی استازی قادرشاه، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۱۵ په نوي ډیلي کې د یوه افغان نندرتون د پرانستي پرمهال.انځور: Qadir Shah

یوې بلې سرچینې چې له دې موضوع سره اشنا هم ده ویلي، چې هندي چارواکو له ماموندزي غوښتي، چې له قادرشاه سره توافق وکړي. په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت سرچینه وایي، چې قادرشاه د طالبانو لیک د هند حکومت ته استولی، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ایا نوی سفير به ومنل شي؟

د هند حکومت تر اوسه په کابل کې د طالبانو نوې اداره په رسميت نه ده پېژندلې، خو د تېر کال په جون مياشت کې يې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيست. دا لا څرګنده نه ده، چې د هند حکومت به له دې پرېکړې سره موافقه وکړي او که نه. 

تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی او په هند کې د افغانستان سفارت لا هم د فرید ماموندزي له خوا پرمخ وړل کېږي

په همدې حال کې په نوي ديلي کې د پخواني افغان حکومت سفیر فرید ماموندزي په یوه ویډیویي پیغام کې د ده پر ځای  د بل همکار ټاکل رد کړي دي او ویلي یې دي، چې دی لا پر خپله دنده دی : » زه په هند کې د افغانستان لوی سفارت چارې د خپلو ډيپلوماټانو او همکارانو سره پر مخ وړم او په دې تړاو ټول شایعات ردوم.»

اړوند مطلب: د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې، پاکستان ته څه پيغام لري؟

نوموړي ویلي دي، چې دی په رخصتۍ وو، چې یوه کارکونکي یې په خپلسري ډول ځان د هند بهرنیو چارو وزارت ته د سفارت سرپرست معرفي کړی.

هغه ویلي: «نږدې درې اونۍ وړاندې زه له هند څخه بهر په یوه سفر وم، زما له عدم موجودیت څخه په استفادې سره د قادر شاه په نوم د سفارت یوه کارکوونکي د هند د بهرنیو چارو وزارت ته ځان د ټولو ډيپلوماټیکو نورنومونو خلاف د سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړی.« هغه زیاته کړې: » نوموړي کس چې سفارت ته د بیا داخلیدو هڅه وکړه، د سفارت د همکارانو لخوا ورته اجازه ورنه کړل شوه.»

فرید ماموندزی زیاتوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمایي وروسته له طالبانو سره هیڅ راز اړیکې نه لري.

نوموړي وویل:«۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسم وروسته له طالبانو سره زموږ هیڅ راز رسمي او ډیپلوماټیکه اړیکه نشته». 

په کابل کې د هند د سفارت تر پرانېستلو وروسته طالبانو هم غوښتل چې په نوي ډيلي کې خپل سفیر وروغواړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لومړی د تیر کال په جولای میاشت کې د خپل سفیر د ټاکلو غوښتنه کړې وه.

DW/FZ/BS