1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند وايي د طالبانو په اړه يې په دريځ کي بدلون نه دی راغلی

۱۴۰۱ اسفند ۲۶, جمعه

هند روښانه کړې ده چې د طالبانو د رسميت پيژندلو په اړه یې په دريځ کې کوم بدلون نه دی راغلی. خو د افغانستان د بهرنۍ پاليسۍ ادارې بيا د هند د يوې ادارې په آنلاين روزنیز پروګرام کې د خپلو مامورينو ګډون تائيد کړی وو.

https://p.dw.com/p/4OqZF
آرشيف انځور: طالب چارواکي په مسکو کې
آرشيف انځور: طالب چارواکي په مسکو کېانځور: Dimitar Dilkoff/AFP

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندم باغچي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۶) په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي چې په کابل کې د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندلو په اړه د هند د حکومت په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

نوموړي دا څرګندونې پر هغو خبرونو د تبصرې پر وخت وکړې چې د افغانستان د بهرنۍ پاليسۍ يوې ادارې خپلو مامورينو ته ويلي ول چې د هند په «Indian Technical and Economic Cooperation» يا «آې ټي اي سي» ادارې په آنلاین پروګرامونو کې برخه اخیستلای شي. د «آې ټي اي سي» دا کورس د هند د « Indian institute of Management» له خوا پر لاره اچول کیږي.

اړونده موضوع: په افغانستان کې د هند لسګونو پروژې له خطر سره مخامخ دي

د افغانستان د دیپلوماسۍ انستيتويت په خپله يوه بيانيه کې خپلو مامورينو ته د «آې ټي اي سي» د پروګرام په اړه د خبر د ورکړې پر وخت دا هم ويلي ول چې د کورس په اړه دوی په کابل کې د هند له سفارت څخه يو «Note Verbal»[نه لاسليک شوی خط] هم ترلاسه کړی دی.

خو د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند د خبري غونډې پر وخت وويل چې هند داسې ادارو ته Note Verbale نه استوي چې په نوي ډهلي کې حکومت په رسميت نه وي پيژندلی.

د هند دريځ نه دی بدل شوی

اريندم باغچي وويل چې داسې يوې ادارې ته چې موږ يې په رسميت نه پيژنو، د داسې يوه ليک استول امکان نه لري.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «هند د ټولې نړۍ د پراختيا په درشل کې ولاړو هيوادونو سره د ظرفیت جوړولو په برخه کې مرسته کوي چې دا پروګرام د «آي ټي اي سي» په نوم ياديږي. په دې کې آنلاين کورسونه شامل دي.»

اړونده موضوع: د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې، پاکستان ته څه پيغام لري؟

اريندم باغچي وويل چې په دې کورسونو کې د افغانستان په ګډون د يو شمير هېوادونو وګړي برخه اخیستلای شي. هغه وويل: «د آي ټي اي سي په دې کورسونو کې پر افغانستان سربیره په هند کې ميشت يو شمیر افغان وګړي هم برخه اخلي. خو دا کورسونه آنلاين دي او هیڅوک اړتيا نه لري چې پکې د ګډون له پاره هند ته راشي.»

نوموړي پر دې خبره هم ټینګار وکړ چې د طالبانو له حکومت سره د مخالفت په تړاو د هند په دريځ کې کوم تغير نه دی راغلی.

باغچي وويل: «په افغانستان کې رامنځته شوي پرمختګ ته په کتو زموږ په دريځ کې بدلون نه دی راغلی. زه په دې آند يم چې آې ټي اي سي کورسونو ته له بلې زاویې د کتلو اړتیا نشته. موږ به مطمئناً داسې کومې ادارې ته Note Verbale جاري نه کړو چې د نوي ډيلي حکومت په رسميت نه وي پيژندلی.»

هند که څه هم چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی خو له دغه هېواد سره یې بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.

هند که څه هم چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی خو له دغه هېواد سره یې بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.
هند که څه هم چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی خو له دغه هېواد سره یې بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

هند تېر کال په کابل کې بيرته سفارتي حضور پيدا کړ او په خپل سفارت کې یې يوه «تخنيکی ډله» مستقره کړه. تر دې دمخه د امنيتي اندیښنو له وجېهند د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د سفارت خپل کارکوونکي ور غوښتي ول.

اصل قضيه څه ده؟

په اصل کې د طالبانو يوه لوړ پوړي سفارتي کارکوونکي سلطان شاهين ويلي ول چې «په اوسني حکومت کې په کار بوخت ټول کسان په اړونده ادارو کې تر مقرریدو وروسته آنلاين زده کړې ترلاسه کولی شي.»

اړونده موضوع: د ناټو وسلې څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟

بل لوري ته د آې ټي اي سي د انترنت پاڼې په حواله به د طالبانو مشران د هند د «اقتصادي چاپيريال، د نظارتي سیسټم، د رهبرۍ وړتياو، ټولنیز او تاريخي پس منظر، کلتوري میراث، قوانينو، د مشتريانو د ذهنيت او تجارتي خطراتو» په اړه زده کړې ترلاسه کړای شي.»

په نوي ډهلي کې افغان سفير فريد ماموندزی وایي چې «ظاهراً داسې بريښي چې هند غواړي طالبانو ته نيغ په نیغه يو څه تخنيکي مرسته ورسوي چې دا به د ښو کاري اړيکو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»

د «آې ټي اي سي» اداره د ظرفيت جوړولو له تر ټولو پخوانيو ادارو څخه يوه ده. دا په ۱۹۶۴م کال کې جوړه شوې وه او تر اوسه یې په ملکي او دفاعي برخو کې تر ۱۶۰ د زياتو هيوادونو تر دوو لکو ډېر کسان روزلي دي.

جاويد اختر، نوی ډهلی

زموږ له آرشيف څخه:

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟