1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ډېر ژر به له افغانستانه نور کسان هم انتقال کړو

۱۴۰۱ تیر ۳, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره له پاکستان سره تر يوې هوکړې وروسته تمه لري چې ډېر ژر به نور په زرونو هغه افغانان چې محافظت ته اړتيا لري، آلمان ته انتقال کړي. تر اوسه تر ۲۱ زرو ډېر افغانان آلمان ته را انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/4DCn0
Deutschland Baerbock PK zu Afghanistan
انځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک چې په دې وروستيو کې یې پاکستان ته سفر کړی وو، ويلي دي چې له دغه هېواد سره ترهوکړې وروسته به اوس هغو کسانو ته چې آلمان ته د انتقاليدو ژمنه ورسره شوې ده، په لومړي ځل د پاکستان له لارې آلمان ته د راتګ يو قانوني مسير پرانيستل شي.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ په برلين کې وويل چې د دې هوکړې د عملي کولو له پاره په چټکۍ سره کار روان دی.

بېربوک وويل چې د سفر له نويو امکاناتو څخه په تېره بيا هغه کسان مستفيد کيدلای شي چې لا دمخه یې د آلمان د حکومت له لوري د راتلو تائيدي ترلاسه کړې ده. هغې وويل چې آلمان د دغو کسانو شخصي معلومات لري او په دې توګه هغوی ژر له پاکستان څخه آلمان ته انتقاليدلای شي.

بېربوک د «افغانستان د عمل پلان» يو بېلانس هم وړاندې کړ چې نوموړې نيم کال تر مخه معرفي کړی وو. هغې وويل چې په ټولیزه توګه له هغو کسانو څخه چې د منل کیدو تائيدي یې ترلاسه کړې وه، دوه پر درېمه برخه یې آلمان ته رسېدلي دي چې دا تر ۲۱ زرو ډېر دي.

بېربوک وويل چې د پخوانيو سيمه ایز همکارانو څخه چې د آلمان له پوځ سره یې دنده ترسره کړې وه، کابو درې پر څلورمه برخه په آلمان کې دي چې تقريباً نيمايي یې هغه دي چې ځانګړي محافظت ته اړتيا لري.

د آلمان پوځ تر ۱۰ زرو ډېر محلي همکاران اوس هم په افغانستان کې دي

هغې وويل چې دروان میلادي کال له پېل راهيسې د عمل د پلان له لارې راغلو افغانانو شمير کابو دوه برابره شوی دی. په دې ترتيب د جنورۍ مياشتې راهيسې تر ۱۲ زور ډېر افغانان را ایستل شوي دي.

بېربوک همدا راز د آلمان د پارلمان د افغانستان – د پلټنو په نظر کې د نيول شوي کميسیون څخه هم هرکلی وکړ چې احتمالاً به د جولای پر ۷مه نيټه خپل کار پېل کړي.

بېربوک په برلين کې زياته کړه چې آلمان په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ډېر ستر مسئوليت درلود. د هغې په خبره له همدې امله مهمه ده چې په ګډه او د ګرم ګڼلو پرته د آلمان د پوځ د ماموريت له نيمګړتياو څخه زده کړه وشي څو په راتلونکي کې دغه ډول ماموريتونه په ښه شان سره ترسره کړو. بېربوک ټینګا وکړ: «دا ماموريت بابیزه نه وو.»

د آلمان پوځ د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په پای کې تر کابو شلو کلونو وروسته له افغانستان څخه ووت. طالبانو د همدې کال په اګست مياشت کې واک ته تر رسېدو وروسته محدوديتونه وضع کړل او په ځانګړي توګه ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه منزوي کوي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)