1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کې خپل د ځواکونو شمیر نه لوړوي

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

د آلمان د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د شمیر په زیاتوالي کې برخه نه اخلي او دې هیواد ته به تازه نفسي ځواکونه نه استوي. تاټو اعلان کړی دی چې افغانستان ته ۳۰۰۰ اضافي سرتیري استوي.

https://p.dw.com/p/2nMAX
Von der Leyen mit Bundeswehr Soldaten 24.07.2014 ISAF Kabul
انځور: Reuters

د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دیر لاین، په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې اعلان وکړ چې هیواد به یې نور د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته اضافي سرتیري وا نه استوي.

فون دیر لاین ویلي دي چې هیواد یې تیر کال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر په داسې حال کې ۲۰ سلنه لوړ کړ چې نورو هیوادونه په ورته اقدام لاس پورې نه کړ.

د رویترز خبري آژانس د اورزلا فون دیر لاین، په حواله ویلي دي: «له همدې کبله موږ اوس ځان په افغانستان کې د ځواکونو د شمیر د لوړونکو [هیوادونو] په لومړي کتار کی نه وینو.»

همدا اوس شاوخوا ۱۰۰۰ آلماني ځواکونه د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې فعالیت کوي چې ډیر شمیر یې د دې هیواد په شمال کې میشت دي. ناټو غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۳۵۰۰ تنو ته لوړ کړي.

د دې پوځي پیمان مشر ینس ستولتنبرګ، ویلي دي چې تر اوسه پورې د ناټو ۲۷ غړو هیوادونو په افغانستان کې د خپلو ځواونو د شمیر لوړولو ته چمتوالی ښوولی دی. په داسې حال کې چې د آلمان د دفاع وزیرې روښانه کړې ده چې هیواد یې اوس افغانستان ته اضافي سرتیري نه استوي، خو د آلمان خبري آژانس بیا لیکلي دي چې آلمان د ناټو د هغوی ۲۷ غړو هیوادونو له ډلې څخه یو دی چې تر دې مخکې یې افغانستان ته د ځواکونو د استولو ژمنه کړې وه. خو دغه اضافي سرتیري به په افغانستان کې د آلماني ځواکونو له پاره د ټاکل شوي وروستي سرحد تابع وي چې اوس ۹۸۰ دی.

په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې ۲۷ هیوادونه ښکیل دي. د ینس ستولتنبرګ په خبره د اوسنیو ژمنو له مخې به په راتلونکې کې به د دې امکان وي چې ۱۶ ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت وي. د دې له باره باید د ناټو په اوسنیو ځواکونو باند ۳۰۰۰ نور هم اضافه شي. ستولتنبرګ په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د پاتې کیدو مودې په اړه وویل: «موږ تر هغه وخته پورې چې اړتیا وي [په افغانستان کې] پاتې کیږو.»

ناټو په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوه او د پریکړنده ملاتړ تر عنوان لاندې یې نوی ماموریت پیل کړ چې تمرکز یې د افغان ځواکونه پر روزنه دی.