امریکا په نایجیریا کې د داعش په مرکزونو برید کړی دی
۱۴۰۴ دی ۵, جمعه
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ په وینا امریکایي پوځ د پنجشنبې (د دسمبر میاشتې ۲۵ نیټه) په ماښام د هوایي عملیاتو په ترڅ کې په نایجیریا کې د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سنګرونه په نښه کړي دي.
د امریکا ولسمشر د «سوشل تروث» په ټولنیزه شبکه کې په یوه پيغام کې ویلي چې دغه بریدونه د نایجیریا په شمال لویدیځ کې شوي دي. ترمپ د دې برید د قربانیانو د شمیر په اړه جزویات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دغه بریدونه ځکه وشول چې داعش عیسویان وژني.
نوموړي په سختو ټکو په خپل پيغام کې ویلي: «کریسمس دې ټولو ته مبارک وي، همدارنګه هغو ترهګرو ته چې وژل شوي دي.» د دسمبر په ۲۵ نیټه معمولاً په متحده ایالاتو کې د کریسمس جشن لمانځل کیږي.
اړوند مطالب: وسله والو په نایجیریا کې په لسګونو ښځې تښتولي دي
په هغه پوست کې چې د امریکا دفاع وزرات په دې اړه کړی دی، له هغې سره له یوې جنګي بیړۍ څخه د توغندي توغول کیدو یوه ویډیو هم ضمضمه کړای شوې ده.
افریکام (په افریقا کې د امریکا د قوماندې مرکز) په ایکس شبکه کې په یوه پوست کې اعلان کړی دی چې یاد عملیات د نایجیریایي چارواکو په غوښتنه ترسره شوي دي او د دغه هیواد په سوکوتو ایالت کې د برید په ترڅ کې د داعش ډیر شمیر جنګیالي وژل شوي دي.
د امریکا د دفاع وزیر پيت هګست، په ایکس شبکه کې په یوه پيغام کې ویلي: «په نایجیریا او نورو ځایونو کې باید د بې ګناه عیسویانو وژنې ته د پای ټکې کیښودل شي.»
نوموړي د نایجیریا له حکومت څخه د همکارۍ او ملاتړ له کبله مننه وکړه. هګست په خپل پیغام کې همدارنګه د راتلونکو اقداماتو خبره کړې ده.
د نایجیریا حکومت د جمعې (د دسمبر ۲۶ نیټه) په ورځ د امریکا له خوا د دغو بریدونو ترسره کیدل تایید کړل. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه بریدونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو یوه برخه ده چې جریان لري. نوموړي وزارت زیاته کړې ده چې په دې ترڅ کې د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د ترهګرو پر اهدافو دقیق بریدونه ترسره شوي دي.
ترمپ مخکې تر دې د مداخلې ګواښ کړی و
ترمپ د روان کال په نومبر کې په نایجیریا کې د دا ډول بریدونو د ترسره کولو خبرداری ورکړی و او ویلې یې و چې د افراطي اسلامپالو ترهګرو له خوا د عیسویانو د وژنې په غبرګون کې به په دې اقدام لاس پورې کړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په هغه وخت کې په ایکس شبکه کې د نایجیریا حکومت ته خبرداری ورکړی و «که دغه هیواد اجازه ورکړي چې وینه توېدنه دوام وکړي، نو امریکا به دې هیواد سره خپلې ټولې مرستې بندې کړي او پخپله به لاس په کار شي.»
نایجیریا د کلونو راهیسې د مختلفو قومي او مذهبي ډلو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهده ده چې قربانیان یې هم مسلمانان او هم عیسویان دي. دغه هیواد چې شاوخوا ۲۲۰ میلیونه نفوس لري په شمال کې عمدتاً مسلمانان او په سویل کې عمدتاً مسیحیانو ویشل شوی دی.
بوکوحرام ډله د دغه هیواد په شمال کې د یوه سخت دریځ اسلامي حکومت د رامنځته کولو په هڅه کې ده او په وار وار یې پر ملکي خلکو بریدونه کړي دي. د ګارډین ورځپاڼې په نومبر میاشت کې رپوټ ورکړی و چې دغه ډله یوازې عیسویان نه په نښه کوي، بلکې ډیری مسلمانان «دیني اصولو ته د نه پابندۍ له کبله» هم تر برید لاندې نیول کیږي.
سربیره پر دې د ځمکو پر سر خونړۍ شخړې او قبیلوي اختلافات هم په دغه هیواد کې د ناکراریو له نورو عواملو څخه دي.