1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

متحده ايالات د ترمپ انځور لرونکي پاسپورټونه جاري کوي

بريښنا صابر | رويترز، ای اف پي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

د دونالد ترمپ، انځور لرونکي د محدود شمیر دا پاسپورټونه به د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د ۲۵۰ کلونو پوره کيدو په مناسبت د يادګار په توګه ډېر ژر چاپ شي. دا د امريکا په تاسیساتو او اسنادو کې د ترمپ د انځور پرېښودو تازه هڅه ده.

https://p.dw.com/p/5CzOp
د امريکا متحده ایالاتو نوی پاسپورت چې د ترمپ عکس او امضا به ولري.
روښانه نه ده آیا د پاسپورت متقاضيان کولی شي چې د دې ځانګړې ګڼې د اخيستو څخه انکار وکړي او که څنګه.انځور: U.S. State Department/Handout/REUTERS

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان کړی دی چې په محدود شمیر به داسې يادګاري پاسپورټونه چاپ کړي چې د ولسمشر دونالد ترمپ، انځور به ولري.

په دې اړه نور څومره پوهيږو؟

د بهرنيو چارو د وزارت وياند ټامې پېجټ، د یوې اعلاميې له لارې وويل چې دا پاسپورټونه به په جولای میاشت کې د امريکا متحده ایالاتو د خپلواکۍ د اعلانيدو د ۲۵۰مې کليزې د جشن د برخې په توګه جاري کړل شي.

په اعلاميه کې دا خبره نه ده ذکر شوې چې پاسپورټونه به د ترمپ انځور ولري.

خو د بهرنيو چار وزارت له خوا د پاسپورت وړاندې کړل شوې خاکه ښيي چې د دونالد ترمپ، انځور د پاسپورټ په داخل په ۱۹۷۶م کال کې د خپلواکۍ لاسليک شوې اعلاميه عکس ته په مخامخ صفحه کې چاپ شوی دی.

روښانه نه ده آیا د پاسپورت متقاضيان کولی شي چې د دې ځانګړې ګڼې د اخيستو څخه انکار وکړي او که څنګه.

په دې منځ کې د فرانسې خبري آژانس د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، ويلي دي چې په اصطلاح د ترمپ، د ډيزاین دا پاسپورټونه به يوازې «تر هغه چې موجود وي» په واشنګټن کې ترلاسه کیدلی شي او هیڅ اضافي لګښت به ونه لري.

د متحده ایالاتو پر رسمی اسنادو د ترمپ شخصي مهر

دا د ترمپ د ادارې له لوري په دولتي اسنادو يا ملکيت پورې د ولسمشر د نوم یا ورته څه د تړلو تازه مثال دی. 

تر دې دمخه د متحده ایالاتو د مروج پولې واحد د توليد ادارې د هېواد د بنسټ ايښوونې د کلیزې په مناسبت د يوې داسې يادګاري سکې په اړه پلانونه اعلان کړي ول چې د ترمپ، عکس پر کېندل شوی وي او د خزانې وزارت ويلي ول چې کاغذي بانک نوټونه به د نوموړي لاسليک ولري. دا به لومړی ځل وي چې د يوه برحاله ولسمشر لاسليک به د متحده ایالاتو پر پېسو چاپ شي. 

اړونده موضوع: د اروپا محکمې د مالتا د «طلایي پاسپورټ» صادریدل غیرقانوني وبلل

د يوه هېواد پر پولې واحد باندې د یوه برحاله ولسمشر د عکسونو عصري مثالونه ډېر کم دي او په يوه ديموکراسۍ کې خو حتی ډېره لېرې خبره ده.

د متحده ايالاتو اوسنی پاسپورټ د هېواد تاريخ څو صحنې انځوروي چې د آزادۍ د مجسمې او پر سپوږمۍ د کيناستو صحنې پکې شاملې دي.  

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber