1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کې پر القاعدې د هوايي بریدونو پلان لري

۱۴۰۰ مهر ۹, جمعه

د امريکا د دفاع وزارت پلان لري چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې د بيرته قوي کيدو مخه په هوايي بريدونو سره ونيسي. خو کارپوهان او د کانګرس ځيني غړي د هوايي عملياتو د تګلارې د اغیزمنتوب په اړه شکونه لري.

https://p.dw.com/p/417sj
MQ-9 Reaper Drohne Drohnenkrieg Ziel Drohnenangriff Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

په اپريل مياشت کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د را ایستلو د اعلان پر وخت ولسمشر جو بايدن هوډ څرګند کړی وو چې پرې به نږدي چې القاعده شبکه يو ځل په افغانستان کې پښې ټينګې کړي.

له هماغه وخت راهيسې پنتاګون يا د امريکا د دفاع وزارت په وار وار سره ادعا کوي چې د دې وړتيا لري چې «د هوا له لارې» په افغانستان کې د القاعدې شبکې او اسلامي دولت يا داعش جنګيالو مخه ونيسي. دغه هوايي عمليات به چې د «افق له څنډو» په نوم ياد شوي د امريکايي اډو او يا الوتکې ليږدونکو بيړيو څخه ترسره کيږي.

د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزير لوېد اوستن د استازو مجلس د وسله والو ځواکونو کميټې ته وويل: «هوايي عمليات ستونزمن دي خو په بشپړه توګه ممکن دي. او استخباراتي معلومات چې دغه عملیات به حمايه کوي يوازې پر ځمکه د موجودو کښتيو له لارې نه بلکې د يو شمير سرچينو څخه ترلاسه کوي.»

اوستن دا څرګندونو تر هغه دوې اوونۍ وروسته وکړې چې د پنتاګون دا مشر مجبور شوی وو په کابل کې د اګست د ۲۹ نیټې د بې پېلوټه الوتکې د بريد له امله چې ملکيان پکې وژل شوي ول، بخښنه وغواړي.

د دغه بريد هدف د اسلامي دولت يا داعش شکمن غړي ول چې په پايله کې یې د اوو ماشومانو په ګډون لس کسان ووژل. اوستن دا بريد يوه «وحشتناکه سهوه» بللې وه.

اوستن په کانګرس کې د خپلو څرګندونو په ترڅ کې په نظر کې د نيول شويو هوايي عملياتو په اړه ډېر جزيات په ډاګه نه کړل او د کميټې غړيو ته یې وويل چې په کوچنۍ مشخصه غونډه کې به په دې اړه نور معلومات شريک کړي.

د عملياتو په اړه شکونه

يو شمير کارپوهانو او د کانګرس غړيو د افغانستان پر خاوره د اوږده واټن د دې ډول عملياتو پر موثريت چې د امريکا له تر ټولو نزدې پرتې اډې څخه هم په زرونو کيلومتره ليرې پرته ده، شکونه څرګند کړي دي.

د نيول وار کالج د سمندري ځواکونو تګلارې استاد جيمز هولمز په دې اړه يوه مقاله ليکلې چې سرليک یې دی: «د «افق له څنډو» عملياتو له لارې په افغانستان کې د ترهګرو وژل؟ بخت دې درسره ياري وکړي.»

هولمز په دې مقاله کې ویلي: «دغه ډول هوايي عملیات هغه وخت نتیجه ورکوي چې د جګړې لومړۍ کرښې هوايي او يا سمندري ځواکونو ته نزدې پرتي وي.» د سمندري ځواک دغه پخواني افسر زياته کړې: «د فارس په خليج کې د ځمکې څخه پاڅيدونکې الوتکې جنوب لوري ته د ایران له هوايي حريمه او همدا راز بيا له عربي سمندرګي او شمال لوري ته د پاکستان له هوايي قلمرو څخه بايد تیرې شي څو په افغانستان کې هدفونه په نخښه کړي.»

Washington Anhörung des Senatsausschusses für Streitkräfte zu Afghanistan
امريکايي جنرال مارک ميليانځور: Semansky Patrick/abaca/picture alliance

هغه زياته کړه: «الوتکې ليږدونکي بیړۍ ته بيا دغه کار د واټن له نظره يو څه آسان دی، ځکه د دوی ګرځند هوايي ډګر په سمندر کې پاتيدلی شي.» هغه زياته کړې: «خو آن له دې لارې هم واټن ډېر دی ځکه د پاکستان هغه ساحل چې افغانستان ته تر ټولو نزدې پروت دی، هم له کابل څخه ۷۰۰ ميله لیرې دی. په هوا کې د الوتکو ټانک کول به ستونزمن وي.»

د جمهوري غوښتونکو د فلوريدا استازي مايک والڅ بایدن او اوستن تورن کړل چې د «افق له څنډو» عملياتو د وړتيا په اړه یې هسې «افسانې» خپرې کړي دي.

والڅ وويل چې د عراق برعکس چي امريکايي ځواکونه د عراق د پوځ سره په شريکه د داعش پر ضد جګړه وکړه او يا په سوریه کې چېرې کردي مليشې له امريکا سره همکاري وې، په افغانستان کې امريکا پر ځمکه هیڅ متحد نه لري او نه کومه پوځي اډه لري.

والڅ چې د امريکا د پوځ يو پخوانی افسر دی او په افغانستان کې يې هم دنده ترسره کړې، زياته کړه: «هغه بې پېلوټه الوتکه چې مسير یې پر ایران او پاکستان دی، هدف ته تر رسیدو تر مخه ۷۰ تر ۸۰ سلنه تېل له لاسه ورکوي.»

امریکايي جنرال:‌ د افغان حکومت د سقوط ریښه د دوحې په تړون کې وه

د ۲۰۰۰م کال په سر کې د امريکا متحده ايالتونو پوځ په ازبکستان، تاجيکستان او کرغيزستان کې پوځي اډې لرلې خو اوس دغه هېواد په مرکزي آسيا کې هیڅ حضور نه لري.

د امريکا لوې درستيز جنرال مارک میلي د کانګرس استازو ته وويل چې هغه په دې وروستيو کې په اروپا کې له خپل روسي سيال جنرال والري ګيراسيموف سره لیدلي ول. ميلي وويل: «په اصل کې موږ د اجازې غوښتنه نه ده کړې، بلکې زما په آند به سم وي چې ووايم په دې اړه مو خبرې اترې وکړې.»

طالبان: امریکايي بې پيلوټه الوتکي دې د افغانستان هوايي حريم ته نه داخليږي

ميلي زياته کړه: «ولسمشر ولاديمير پوتين او جمهوررئيس بايدن په دې اړه خبرې کړې وې او ما يوازې هغه خبرې پرمخ يوړلې.»

د کانګرس یوه ديموکرات غړي چې د نیو جرسي استازی دی، له اوستن څخه وپوښتل چې آیا پر افغانستان د امريکا الوتنې قانوني دي؟ نوموړي د «هو» په ويلو سره زياته کړه چې په دې اړه به نور معلومات په يوه ځانګړې غونډه کې وړاندې کړي.

طالبانو روانه اوونۍ پر امريکا تور لګولی وو چې د افغانستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکې په بريد سره له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کړې ده او د دې ډول سرغړونو د دوام په صورت کې یې د «منفي پایلو» خبرداری ورکړی وو.

ب. ص/ ن. ز (AFP)