1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکايي ډرون دې د افغانستان هوايي حريم ته نه داخليږي»

۱۴۰۰ مهر ۷, چهارشنبه

طالبانو د چهارشنبې په ورځ په هغه صورت کې د بدو عواقبو خبرداری ورکړ که چیرته امریکا متحده ایالات د افغانستان په هوايي حريم کې د خپلو بې پيلوټه الوتکو پروازونه ونه دروي.

https://p.dw.com/p/4118d
MQ-9 Reaper Drohne Drohnenkrieg Ziel Drohnenangriff Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

طالبانو په يوه اعلامیه کې چې پر ټويټر باندې خپره کړې ده ويلي دي: «موږ شاهدان یو چې امريکا په دا وروستیو کې د ټولو نړیوالو حقوقو، قوانینو او د امریکا د خپلو کړو تعهداتو چې د قطر په دوحه کې ېې له اسلامي امارت سره کړي دي، په ټکر کې عمل کوي.»

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دوی پر ټولو هیوادونو، په ځانګړې توګه پر امریکا غږ کوي چې «د نړیوالو تعهداتو او قوانینو په رڼا کې باید له افغانستان سره متقابل احترام او د کړو ژمنو سيورې لاندې تعامل وکړي.» تر څو د ټولو بدو عواقبو مخه نیول شوي وي.

طالبانو ادعا کړې ده چې د افغانستان هوايي حريم د امریکايي ډرون له خوا اشغال کیږي او وايي چې «دا سرغړونې باید اصلاح او مخه يې ونيول شي.»

رويټرز خبري آژانس چې په دې اړه يې خبر ورکړی دی، ويلي دي چې په دې اړه يې تر اوسه د امريکايي چارواکو نظر نه دی ترلاسه کړی.

طالبانو د اګست مياشتي په نیمايي کې د خپلو چټکو پرمختګونو په ادامې او له افغانستان څخه د امریکايي قواوو په وتلو سره، تر شل کلنې جګړې وروسته يو ځل بيا واک تر لاسه او د امريکا متحده ایالاتو په ملاتړ رامنځ ته شوی افغان حکومت يې ړنګ کړ. خو د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، اما طالب چارواکي وايي چې په دې اړه له نړیوالو سره تماسونه ادامه لري.