1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا محکمه: د افغانستان شتمنۍ د ضبط صلاحيت څوک نه لري

۱۴۰۱ اسفند ۳, چهارشنبه

د نيويارک د يوې محکمې قاضي پريکړه کړې ده چې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د ترهګريزو بريدونو د قربانيانو کورنۍ په امريکا کې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل کړل شوې پېسې نه شي ترلاسه کولی.

https://p.dw.com/p/4Nonb
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په امريکا کې د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په امريکا کې د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د افغانستان د بانک دا شتمني چې د نيويارک په يوه فدرالي بانک کې ساتل شوي، د ۲۰۲۱م کال د اګست پر پنځلسمه نېټه واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته کنګل کړل شوې وې.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن بيا وروسته ویلي ول چې دغه پېسې کيدای شي په امريکا کې د سپتمبر۱۱ پيښي د قربانيانو کورنيو ته د تاوان په توګه ورکړل شي.

د قربانيانو د کورنيو يوې ډلې چې کلونو مخکې یې پر طالبانو د خپلو زيانونو له کبله دعوا کړې وه او دغه دعوا یې ګټلی هم وه، د بایدن تر دې څرګندونو وروسته د دې له پاره هلې ځلې پېل کړي دي چې دغه پېسې د محکمې د مصارفو د خپلو پورونو د پرې کولو په موخه ضبط کړي.

اړونده موضوع:امریکایې محکمې د افغانستان له شتمنیو د غرامت ورکړه رد کړې

خو د نيويارک د جنوبي سيمې د محکمې قاضي جارج دانيلز د سه شنبې په ورځ وويل چې فدرالي محکمه د افغانستان د مرکزي بانک د پېسو د ضبط صلاحيت نه لري.

دانيلیز په ۳۰ مخیزه پريکړه کې تشريح کړه ده چې په امریکا کې د سپتمبر ۱۱ پيښي د قربانيانو کورنۍ د تاوان د ترلاسه کولو حق لري، خو دا کار د افغانستان د مرکزي بانک په پېسو نه شي ترسره کيدلی.

هغه وويل: «د سپتمبر يولسمي په بريدونو کې د مسئوليت تاوان باید طالبان او نه د افغانستان خلک او يا پخوانی حکومت ادا کړي.»

دانيلز دا هم وويل چې د «اساسي قانون د محدوديت» له مخې دی نه شي کولی دغه شتمنۍ د قربانيانو کورنيو ته ورکړي، ځکه دا به په دې معنی وي چې [امريکا] طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسميت پيژني.

اړونده موضوع: د بشري حقونو کارپوهانو د افغان شتمنيو د آزادولو غوښتنه کړې

په ۲۰۲۱م کال کې واک ته تر رسېدو راهېسې طالبانو د امريکا په ګډون تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسميت نه دي پيژندلي.

د قاضي دانیلیز دا پريکړه چې په تېر کال کې د يوه بل قاضي له پريکړې سره سمون لري، د سپتمبر۱۱ پيښي د قربانيانو د کورنيو او د بيمې د هغو شرکتونو له پاره چې د بريدونو له کبله یې تاوان ورکړی دی، يوه ناکامي ده. د سپتمبر د ۱۱مې نيټې په بريدونو کې تر ۲۹۰۰ زيات کسان ووژل شول.

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په امريکا کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۷ ميليونه ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل کړل شوې.

اړونده موضوع: «بايدن ښايي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ يوه برخه د سپتمبر د بريدونو قربانيانو ته ورکړي»

ولسمشر جو بايدن بيا د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د افغانستان دغه ۷ ميليارده ډالر کنګل شوې شتمنۍ په دوو برخو وويشلې چې درې نيم ميليارده یې ترې د افغانستان له پاره د بشري مرستو صندوق ته وسپارلې او نوري یې د سپتمبر د ۱۱مې د قربانيانو کورنيو ته ځانګړي کړې.

خو اوس تر دې پريکړې وروسته لا څرګنده نه ده چې له دغو پېسو سره به څه کيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP) 

زموږ له آرشيف څخه: