1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپتمبر بريدونو قربانيانو ته د افغان شتمنيو احتمالي ورکړه

۱۴۰۰ بهمن ۲۲, جمعه

يوه امریکايي چارواکي ويلي دي چې جو بايدن ښايي د جمعې په ورځ د يوه اجرايوي فرمان په جاري کولو سره د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو يو څه برخه د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر د بريدونو قربانيانو ته ورکړي.

https://p.dw.com/p/46stb
USA - 20. Jahrestag der Terroranschläge
انځور: picture alliance / zz/Larry Le Vine/STAR MAX/IPx

د اسوشيتد پريس په يوه رپوټ کې د يوه امريکايي چارواکي له قوله چې په دې اړه له پريکړې خبری دی، ويل شوي چې انتظار کيږي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن نن، جمعه (د فيبرورۍ ۱۱مه نيټه) هغه اجرايوي فرمان لاسليک کړي چې دمخه به یې د امريکا په بانکي سيسټم کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې شتمنيو څخه کابو اووه ميلياردو نيمايي یې په افغانستان کې د بشري مرستو په موخه او نورې یې د سپتمبر د ۱۱مې نيټې د بريدونو د قربانيانو کورنيو ته د تاوان په توګه ورکړل شي.

دا فرمان به د امريکا د مالي ادارو له خوا په دې اړه د سهولت رامنځته کولو ته اړتيا ولري څو ۳،۵ میليارده ډالر د افغانانو د مرستې او بنسټیزو اړتياو د پوره کولو له پاره ورکړل شي.

د دغه چارواکي په حواله به نور ۳،۵ ميليارده ډالر په امريکا متحده ایالاتو کې پاتې شي او د ترهګرۍ د قربانيانو له خوا د روانې حقوقي دعوې د تمويل په موخه مصرف شي. ياد چارواکي نه غوښتل چې نوم یې په ډاګه شي، ځکه چې تر اوسه دا پريکړه په رسمي توګه نه ده اعلان شوې.

تر هغه وروسته چې د تېر میلادي کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د دغه هيواد د میلياردو ډالر شتمني چې زياتره برخه یې په امريکايي بانکونو کې پرته ده، کنګل شوه.

له دې کبله د هيواد لا دمخه ځپل شوی اقتصادي سیسټم له سختو ستونزو سره مخامخ دی. د افغانستان د پخواني حکمت کابو ۸۰ سلنه مصارف د نړيوالې ټولنې له خوا پرې کيدل. اوس د دغه مرستې چې ښوونځي، روغتونونه، فابريکې پرې تمویليدې او د دولتي مامورينو معاشونه پرې ورکول کیدل، قطع دي.

په داسې يوه حالت کې د روغتيا په برخه کې د بودجې کمښت، د کرونا وبا، وچکالۍ او خوار ځواکۍ د بنسټيزو اړتیاو پوره کول نور هم سخت کړي دي.

دغه چارواکي يادونه وکړه چې هغه امريکايي محکمې به چې د سپتمبر د ۱۱مې نيټې د بريدونو قربانيانو پکې د طالبانو پر ضد عريضې کړي دي، د تاوان د ورکړې له پاره اقدامات ترسره کوي.

تمه کیږي چې دغه اجرايوي فرمان به د جمعې ورځې په اږدو کې د بايدن له خوا لاسليک شي. نيويارک ټايمز لومړۍ ورځپاڼه وه چې د دې فرمان په اړه يې رپوټ ورکړی دی.

ب. ص/ ن. ز (AP)