1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو د ورکړې پر سر بحث پېل شوی

۱۴۰۱ بهمن ۷, جمعه

اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو د ورکړې پر سر بحث تود شوی دی او امريکا، فرانسه او پولند کيف ته د جنګي جټ الوتکو ليږد له امکانه لېرې نه ګڼي. په دې منځ د اروپا شورا غواړي چې روسيه يوې ځانګړې محکمې ته ځواب ووايي.

https://p.dw.com/p/4Mmyh
آرشيف انځور: د امريکا د پوځ اف -۳۵ سي جنګي جټ الوتکې
آرشيف انځور: د امريکا د پوځ اف -۳۵ سي جنګي جټ الوتکېانځور: Lockheed Martin/ZUMA Wire/IMAGO

د ملي امنيت په برخه کې د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایدن د مشاور مرستیال جان فينر په حواله امريکا متحده ایالات اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو د ورکړې خبره رد کړې نه ده.

فينر له «ام اس ان بي سي» تلویزيوني شبکې سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امريکا د جنګي جټ الوتکو پر ورکړه غور کوي، وويل چې هیڅ ډول ځانګړې وسلې مو استثنا کړي نه دي. نوموړي وويل چې زموږ مرسته به د اوکراين له تقاضا سره سمون ولري. فينر د اوکراین د غوښتنې پر اساس وويل: «موږ به پر دغه څه په ډېر دقت سره بحث وکړو.»

«هره غوښتنه به جلا جلا وڅېړل شي»

د رسنيو په حواله فرانسه هم اوکراين ته د جنګي جټ الوتکې د ورکړې خبره نه ردوي. د بريتانوي رسنيو په حواله د فرانسې د پارلمان د دفاعي کمېسيون مشر توماس ګازيلوود په لندن کې وويل: «موږ بايد د وسلو غوښتنې جلا جلا وڅېړو او ټولې دروازې پرانيستې ولرو.»

خو نوموړي دا شرط هم ايښي دی چې اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو انتقال د فرانسې او اروپا امنيت ته بايد د خطر باعث نه شي او پر اوکراين د روسیې يرغلیزه جګړه لا پسې پراخه نه کړي.

د اوکراین سفیر: المان د نورو وسلو ژمنه کړې ده

د پولنډ لومړي وزير ماتيوڅ موراويکي هم روښانه کړې چې کله ناټو اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو د ورکړې په تړاو پريکړه کوي، نو دی به یې هم ملاتړ وکړي. هغه د فرانسې د «ال سي آې» شبکې ته وويل چې ناټو بايد لا ډېر جرائت ولري.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ تر اوسه اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو د ورکړې خبره ردوي.

د اروپا شورا پر اوکراين د روسیې يرغل ته په کتو سره په يوه خوله د يوې ځانګړې نړيوالې محکمې د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده. د دغه شورا د سويس غړي دامين کوتېر وويل چې د ۴۶ هيوادونو غړيو د ۱۰۰ مثبتو او يوې ممتنې رایې سره دغه پريکړه ليک تصويب کړ.

په دغه پارلماني غونډه کې ويل شوي چې دا ډول يوه محکمه باید «د ډېرو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو او د امکان په صورت کې او په ځانګړتي توګه باید د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له خوا منظور او ملاتړ شي.»

د اروپا د شورا غړي دامين کوتېر وويل چې د ۴۶ هيوادونو غړيو د ۱۰۰ مثبتو او يوې ممتنې رایې سره دغه پريکړه ليک تصويب کړ.
د اروپا د شورا غړي دامين کوتېر وويل چې د ۴۶ هيوادونو غړيو د ۱۰۰ مثبتو او يوې ممتنې رایې سره دغه پريکړه ليک تصويب کړ.انځور: Jean-Francois Badia/AP/dpa/picture alliance

په دې پريکړه ليک کې غوښتنه شوې ده چې په روسيه او سپينه روسيه کې حکومتونه او پوځي مشرتابه چې د اوکراين پر وړاندې یې «دا يرغل پلان کړی، چمتووالی یې ورته نيولی، د دې مشري یې کړې او دا یې عملي کړی دی، بايد ځواب ووايي.«

پر دې سربيره ټینګار شوی دی چې په اوکراین کې د ملکي وګړو پر وړاندې د روسیې له خوا ترسره شوې ځيني کړکنې چې قتل او د ذهنيت د بدلون له پاره د ماشومانو جبري انتقال هم پکې شامل دي، د «نسل وژنې» له هغه تعريف سره ښايي سمون ولري چې نړيوالو پرې په ۱۹۴۸م کال کې توافق کړی وو.

د بشري حقونو فعالان: روسیې او اوکراين خوشه يي بمونه کارولي

په دې پريکړه ليک کې ويل شوي چې يوه ځانګړې محکمه ښايي د روسیې د «اشغال» سره د جزا د نړيوالې محکمې په پرتله بل ډول چلن وکړای شي. دا چې روسیې د جزا نړيواله محکمه په رسميت نه ده پيژندلې، نو هغه په اوکراين کې د احتمالي جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو په اړه يوازې څېړنې ترسره کولی شي.

په دې وروستيو کې د روسیې د وتلو له کبله د اروپا شورا اوس ۴۶ غړي لري. د هيوادونو د دې سازمان مقر په شتراسبورګ کې دی او د ديموکراسۍ، بشري حقونو او د قانون د حاکميت پلوی دی.

د زپروږيا په اتومي دستګاه کې چاودنې

د اتومي انرژۍ نړيوال سازمان د پنجشنبې په ورځ د اوکراين د زپروږيا اتومي دستګاه ته څېرمه چې د روسیې په ولکه کې ده، د يو شمېر زورورو چاودنو خبر ورکړی وو او يو ځل بيا یې غوښتنه کړې چې د دغه اتومي بټۍ شا او خوا سيمه دې د «خوندي ساحې» په توګه اعلان شي.

د دغه سازمان مشر رافايل ګروسي ويلي: «پرون د سيمې پر وخت د لسو بجو په شا او خوا کې درنې چاودنې اوريدل شوي او نن بيا همدا څه ترسره شوي.»

خو د روسیې د تاس خبري آژانس په حواله د روسیې د اتومي دستګاو چلوونکی شرکت « Rosenergoatom» د ګروسي دغه څرګندونې بې بنسټه او پارونه بللې ده.

زموږ له آرشيف څخه: