1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین سفیر: المان د نورو وسلو ژمنه کړې ده

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

په المان کې د اوکراین سفیر اولیکسي ماکیف، وايې چې د برلین له خوا یي خپل هیواد ته د نورو وسلو استولو ژمنه ترلاسه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4KmvU
Oleksii Makeiev wird neuer ukrainischer Botschafter in Deutschland (Archiv-Foto)
انځور: Murat Kaynak/AA/picture alliance

په المان کې د اوکراین سفیر اولیکسي ماکیف له «Welt am Sonntag» الماني رسنۍ سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل «په مستقیمو خبرو اترو کې مونږ ته د لا زیاتو وسلو او مهماتو ژمنه راکړل شوه، کوم چې مونږ به یي په ګډه په یوه مناسب وخت کې اعلان وکړو».

هغه زیاته کړه چې نه یي غوښتل د المان حکومت تر دیپلوماتیک فشار لاندې ونیسي، بلکې یوازې غوښتل یې هغه څه چې المان یې په پلان کې لري ژر اوکراین ته واستوي «ځکه مونږ ډیر وخت نه درلود چې وسلو ته انتظار وکړو.»

شولڅ: د اوس له پاره د روسیې د اټومي وسلو د کارونې خطر نشته

د هغه په خبره په جبهه یا د جگړې په لومړۍ کرښه کې مونږ د الوتکو ضد دفاعي سیستم، توپخانو او ټانکونو ته اړتیا لرو. د اوکراین سفیر دا هم وویل: «سربیره پر دې مونږ لیوپارد او ماردر الماني ساخت ټانکونو د انتقالولو پر سر هم په خبرو اترو اخته یو. خو پریکړه د المان د حکومت په لاس کې ده.»

د المان صدراعظم اولاف شولڅ تر اوسه پورې د دې استدلال په راوړلو سره اوکراین ته د لیوپارد-۲ ټانکونو استول رد کړي دي چې په خبره یي تر دې دمه د ناټو هیڅ کوم غړي هیواد دا ډول ټانکونه د اوکراین په اختیار کې نه دي ورکړي. امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ دې موضوع ته په اشارې کولو سره ویلي وو چې په دې کې هیڅ کوم خنډ نه ويني.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ونډي شرمن په برلین کې له ژورنالیستانو سره د لیدنې پر مهال وویل چې دا پریکړه په المان پورې اړه لري.

په المان کې د اوکراین سفیر یادې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د المان حکومت ورسره ژمنه کړې ده چې د کیف له خوښې او رضایت پرته به له روسیې سره مذاکرات ونه شي.

هغه وویل: «ماته په واضح ډول ویل شوي، چې مونږ ونه غواړو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به هیڅ ډول مذاکرات ونه شي». هغه زیاته کړه چې په اوس وخت کې اوکراین منځگړي ته نه، بلکې یوه متحد ته اړتیا لري.

شولڅ پوتين له اوکراینه د خپلو ځواکونو د ایستلو په ګډون ديپلوماتيکې حل لارې ته رابللی

ماکیف زياته کړه: «په اوکراین کې سوله په مذاکراتو سره نه شي راتللی، باید ورته مبارزه وشي. کله چې صدرعظم وایي له اوکراین سره به تر هغې مرسته وشي، تر څو چې مونږ ورته ضرورت ولرو، دا په دې معنا ده، تر هغې پورې چې د روسیې وروستی عسکر هم زمونږ له خاورې نه وي ورک شوی. بالاخره دونیتسک، لوهانسک او کریمیا ته د جگړې غرامت ورکړل شي او جنگي جنایتکاران محاکمه شي.»

ماکیف شاوخوا ۶ اونۍ مخکې په المان کې د اوکراین د سفیر په توګه دنده پیل کړې ده. تر دې مخکې سفیر اندریا مالنیک اوس په کیف کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص