زيلنسکي: روسیې ته له سیمو تېریدل راته يو انتخاب نه دی
۱۴۰۴ آذر ۱۸, سهشنبه
د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي د سې شنبې په ورځ د ناټو او اروپایي اتحادیې له مشرانو سره په اوکراين کې د جګړې ختمولو د سولې د ممکنه پلان په اړه له امريکا سره د خبرو اترو په هکله جزئیات شریک کړل.
زيلنسکي، د دوشنبې په ورځ د دې ملاقاتونو وروسته د ټولنیزو رسنیو پر ایکس شبکه باندې وليکل: «پر ټولو مسائلو باندې زموږ دريځونه سره يو وو. موږ په منظمه او رغنده بڼه فعاليت کوو.»
اړونده موضوع: د اوکراين په هکله د روسیې او امريکا خبرې اترې بې پايلې وې
زیلنسکي، د ناټو له عمومي منشي مارک روته، د اروپايي اتحادیې د کمېسيون له مشرې اورزولا فون ډېر لاین، او د اروپايي اتحاديې د شورا مشر انتونيو کوستا، سره وليدل.
په لندن کې ليدنې کتنې
تر دې دمخه ولوديمیر زیلنسکي، په لندن کې د آلمان، فرانسې او بريتانیې له مشرانو سره وليدل. تر دې ملاقات وروسته نوموړي يو ځل بیا ټينګار وکړ چې روسیې ته د ځمکې يا سيمو څخه تیرېدل اوس هم د هغه له پاره يو انتخاب نه دی. د روسیې له لوري د ځمکو غوښتنه په اوکراين کې د جګړې د ختمولو له پاره د امريکا د سولې د پلان يو مرکزي عنصر دی.
زیلنسکي، په دې تړاو د سې شنبې په ورځ وويل چې د امريکا د سولې د پلان يوه نوې يا اصلاح شوې بڼه به واشنګټن ته واستول شي.
اړونده موضوع: سپينه ماڼۍ: د سولي نوی چوکاټ د اوکراين د حاکميت ملاتړ کوي
فون دېر لاين، هم د اوکراين له ولسمشر سره تر ليدنې کتنې وروسته وويل: «هدف مو يو پياوړی اوکراین دی، د جګړې په ډګر کې او د خبرو اترو پر میز باندې هم.»
د اروپايي اتحادیې د شورا مشر کوستا، هم د ايکس له لارې ورته څرګندونې وکړې: «د اوکراين امنيت په اوږد مهاله توګه زموږ د اتحادیې د دفاع د لومړۍ کرښې په توګه باید تضمين شي.»
مارک روته، هم د يوې پايدارې سولې پر لوري له ښو پريکړو څخه خبره وکړه.