UNAMA په افغانستان کی خپلې دندي ته دوام ورکوی
۱۳۸۸ فروردین ۴, سهشنبهد امن د جرګۍ دغه پریکړه د ټولو دايمي او غير دايمي غړيو په رايو سره شوي ده. د ملګرو ملتونو د ټولنۍ لوي منشي بان کي مون د امن جرګۍ د دغۍ پریکړي څخه ډير ښه هر کلي کړي او په افغانستان کي يی د ملګرو ملتونو د ټولنۍ د خاص استاذي، نارويژي Kai Eide د فعاليتونو ستاینه کړيده. په روان وخت کی د UNAMA په چوکاټ کی څه نه څه 1000 تنه په افغانستان کی په تيره بيا په امنيتي چاروکي په کار بوخت دي. په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ټولني خاصه دنده د امن جرګي د 1868 پریکړه لیک په بنسټ ولاړ دي او د دغي پریکړی له مخي UNAMA بايد په افغانستان کی د نړيوالو مرستنديو ټولنو اوسازمانونو مرستي تنظيم کړی.
په دغه هيواد کي د امنيتي اقداماتو د پرمخ بيولو په لاره کي خپله ونډه ترسره کړی او د نړيوال سوله ساتونکی ځواکونو ISAF سره ګډ کار وکړی. سربيره په دي په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د ټولنۍ خاصي اداري، UNAMAدنده داهم ده چی په دغه هیواد کی د بډي اخيستلو او اختلاص سره مبارزه وکړی او پرمختيايي چاري پر مخ بوزي، تر څو چي د کلنو په اوږدو کي تري ثمري ترلاسه شي.
د افغانستان په هکله دملګرو ملتونو د امن جرګۍ په پریکړه لیک کی دا هم ويل شوی دي، چی د افغان حکومت دغوښتني په اساس به UNAMA په دغه هيواد کی د راتلونکي ولسمشري د ټاکنو د تنظيمولو او پرمخ بيولو په لاره کي هم د افغانانو سره مرستي وکړي. د افغانستان د ولسمشري په راتلونکي ټول ټاکنو کی به د ملګرو ملتونو د ټولني د اداري UNAMA نقش ځکه ډير د اهميت وړ وی، چی دغه اداره به په ټول ټاکنو کي د درغليو او لاس وهنو مخنوۍ کوی ، تر ځو چی په پای کی د ټاکنو نتيجۍ د ټولو لپاره د باور وړوي.
کله چي پرون د ملګرو ملتونو د امن په جرګه کي د افغانستان په موضوع باندی خبري کيدلي، د دغي جرګی ټولو د 15 غړیو هيوادونو استاذو په افغانستان کي د روانو نا امنيو له امله خپله انديښنه ښودلي. په تيره بیا چی د ترهګري ګوزارونه بيا زيات شوی. UNAMA یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دټولني خاصه اداره په دغه هیواد کی د ځواک له مسنده څخه د طالبانو د راپرزيدلو نه وروسته د2002 ميلادی کال د مارچ په میاشت کي پخپل کار پيل کړی او اصلی موخه يی همدا دي چی د جګړه ځپلۍ افغانستان د بيا روغونی په لاره کی له دغه هیواده سره مرستي وکړی او د ملي روغي جوړي پروسه پرمخ بوزي. هر کال بايد د امن د جرګې لخوا دا پریکړه وشی چی د دغي اداري د کار موده په افغانستان کی اوږد کړای شی او که نه.
dpa/ ضياالحق فضلي
کتونکی: وردګ