ملګري ملتونه: د انترنيت قطع کول بحرانونه لاپسې ډېروي
۱۴۰۴ مهر ۸, سهشنبه
طالبانو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې انترنيټي خدمات بند کړل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي، ايندریکا راتواته، دغه ورځ په افغانستان کې د خلکو په ورځنیو چارو او د حساسو مرستو د تامین له پاره یوه اغیزناکه ورځ وښوده.
راتواته چې له کابله د سټلایټ لینک له لارې په ژنیف کې له خبریالانو سره غږېده وویل: «دا د موجوده بحرانونو له پاسه یو بل بحران دی. له دې نقطې نظره دا په بشپړه توګه یوه غیرضروري انقطاع ده چې د افغانانو ژوند ورڅخه اغیزمن کيږي.»
افغانستان د نړۍ یو د تر ټولو بې وزله هېوادونو څخه دی چې څو لسیزو جګړو، وچکالیو، بشري بحرانونو، طبيعي پېښو سخت ځپلی دی او په عین وخت کې د ایران او پاکستان څخه د میلیونونو بېرته ستنېدونکو افغان مهاجرو له څپو سره مخ دی چې په اجباري توګه له دغو ګاونډیو هېوادونو اخراجیږي.
راتواته وویل چې د انترنيټي خدماتو په قطع کېدو سره د ملګرو ملتونو سازمان د اړيکو له اړخه په یو «ډېر سخت وضعیت کې» واقع دی آن کيبلي ټيلفونونه ېې هم غیرفعال شوي دي.
هغه زیاته کړه: «موږ له حکومت سره په خبرو کې یو تر څو د خپلو بحراني اړيکو له پاره معافیت ترلاسه کړو.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه: «موږ هڅې کړې چې له اړوندو چارواکو سره رابطې قایمې کړو، خو هغوی حتی خپله هم له یو بل سره په اړیکو کې له ستونزو سره مخ دي.»
نور ولولۍ: افغانستان؛ انټرنټي خدمات او مخابراتي اړيکې په دويمه ورځ هم قطع دي
د هغه په وینا چې دوی اوس د «ضروري فعالیتونو د تداوم» حالت ته داخل شوي چې پکې د خپلو اړیکو د تامین او عملیاتونو د مخته وړلو له پاره له مخابرو څخه چې د سټلایت له خدماتو سره وصلې دي، استفاده وکړي.
ايندریکا راتواته وویل چي د دغې ګډوډۍ د رامنځ ته کېدو دلیل معلوم نه دی. پر وینا ېې ځينو سرچينو په غیررسمي توګه ویلي چې دغه انقطاع ممکن لنډمهاله وي، خو په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي.
هغه اندېښنه وښوده چې د رامنځ شوي وضعیت سره په افغانستان کې «حساس طبي خدمات»، د اکمالاتو بهیر، واکسیناسیونونه او «هغه مرستې چې په دغه هېواد کې پرې بنیادي ضروري خدمات جاري ساتل کیږي، اغیزمن شي.» راتواته وویل د انترنيټي او مخابراتي خدماتو قطع کېدل د روغتيايي خدماتو تر څنګ، بانکداري او مالي خدمات هم اغیزمنوي. هغه د نورو مواردو ترڅنګ، نړېوالو پروازونو ته اشاره وکړه چې په داسې وضعیت کې افغانستان ته داخلېدلی نشي.