1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م. م.عمومي منشي د يوې سترې جګړې د پېليدو په اړه اندېښمن دی

۱۴۰۱ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د اوکراين د جګړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې له دې څخه ويره ده چې نړۍ په يوه ستره جګړه کې ښکيله شي.

https://p.dw.com/p/4NCC1
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرشانځور: Selcuk Acar/AA/picture alliance

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې په داسې حال کې چې په اوکراين کې شديده جګړه روانه ده، له دې کبله اندېښمن دی چې نړۍ د يوې لا سترې جګړې پر لور ولاړه شي.

ګوتېرش په نيويارک کې ديپلوماتانو ته وويل: «موږ ۲۰۲۳م کال د ننګونو له يوې داسې مجموعې سره پېل کړ چې موږ یې په خپل ژوند کې ساری نه دی ليدلی.» نوموړي زياته کړې: «زه هیله لرم چې نړۍ د يوې لا پراخې جګړې پر لوري ولاړه نه شي. ويره لرم چې نړۍ په پرانيستو سترګو دا کار کوي.»

پوتین: غربیان غواړي روسیه تجزیه کړي

ګوتېرش د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د روان میلادي کال له پاره خپل لومړيتوبونه په ډاګه کړل او د ټولې نړۍ له ديپلوماتانو څخه یې وغوښتل چې «رابيدار» او «لاس په کار شي.»

که څه هم چې د اوکراين جګړې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د لومړيتوبو په ليست کې لومړی ځای درلود خو هغه د نورو سيمو امنيتي ګواښونو ته هم اشاره وکړه چې په هغه کې د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ نښتې، د افغانستان وضعيت، ميانمار، د افريقا د ساحل سيمې او هايتي شامل دي.

شولڅ: پوتين ما او یا آلمان ته ګواښ نه دی کړی

ګوتېرش پر سياستوالو او اقتصادي مشرانو انتقاد وکړ چې له سترو کړکيچونو سره پر مخ کيدو سربیره هم پر لنډمهاله او عادي مسئلو تمرکز کوي. نوموړي په دې ترڅ کې مثالونه هم وړاندې کړل او ویې ويل چې سياستوال او اقتصادي مشران د راتلونکو ټاکنو، د قدرت ساتنې له پاره پر سياسي تاکتيکي مانورو او حتی د راتلونکې ورځې د ونډو بیې ته د فکر کولو تمايل لري.

 روسيه: ناټو د هند او چين تر منځ «ستونزې» زيږوي

نوموړي زياته کړه: «دا ډول لنډمهاله فکرونه نه يوازې ډېر غیر مسئولانه بلکې غير اخلاقي هم دي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: