1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د باخموت ښار جګړه به څوک وګټي؟

۱۴۰۱ اسفند ۱۲, جمعه

د روسیې پوځ د اوکراين په دونباس سيمه کې پر باخموت ښار د حملې د يوه تر ټولو مهم هدف په توګه تمرکز کوي. د اوکراين پوځ به څومره وخت د ښار دفاع وکړای شي او په نیږدې راتلونکي کې د جګړې د څرنګه بهير تمه کیږي؟

https://p.dw.com/p/4ODli
د باخموت ښار د روسي ځواکونو له خوا کلابند دی
د باخموت ښار د روسي ځواکونو له خوا کلابند دیانځور: Libkos/AP/picture alliance

د لندن د کينګز کالج د پوځي اخلاقو د مرکز کارپوهه مارينا ميرون وایي چې باخموت ښار د اوکراين او هم د روسيې د پوځ له پاره ډېر ستراتیژيکي اهميت لري. هغه وايي چې د دې ښار نیول به په دې معنی وي چې د روسیې پوځ به په نورو اوکرايني سيمو کې هم پرمختګ وکړي د مثال په توګه د کراماتورسک پر لور.

نوموړې زياتوي: «هغوی به بيا مهمې لویې لارې ولکه کړي او د اوکرايني ځواکونو تماس به سره پرې کړي او اوکراين ته به دفاع ډېره سخته کړي.»

د هغې په آند به پر دې سربیره دا څه د اوکرايني عسکرو مورال ضعيف کړي او د لویدیځ شریکانو په منځ کې به د هغوی پر وړتياو د شکونو باعث وګرځي.

اړونده موضوع: اوکراین: په باخموف کې جګړه ډېره شدیده ده

دې خبرې ته د ناټو د لوی قوماندان د شخصي دفتر يو پخوانی کارکوونکی او د آلمان د پوځ متقاعد ډګروال رالف تيله هم اشاره کوي. دا پوځي کارپوه وايي: «د اوکراين پوځ هم دلته اساساً د خپلو لویدیځوالو شريکانو له خوا د بریالتوب د ترلاسه کولو ته مجبوريږي. ځکه دوی هم باید تل خپلو خلکو ته له اوکراين سره د دومره سترې کچه دا مرسته په يو نه يو ډول توجيه کړي.»

متقاعد ډګروال رالف تیله
متقاعد ډګروال رالف تیلهانځور: privat

تيله همدا راز د جګړې پر رواني فاکتور هم ټینګار کوي چې د باخموت ښار له دفاع سره تړلی دی. نوموړی زياتوي: «خلکو ته باید د دې هرڅه د زغملو له پاره په يو نه يو ډول روحيه ورکړل شي. دا څه به بيا په ټول اوکراين کې د ملکيانو او هم د نورو سيمو د عسکرو له پاره د يوه زګنال په توګه وانګيرل شي.» نوموړی وايي چې هغه سترې هڅې چې دواړه خواوې به یې د ښار د دفاع او يا نيولو له پاره وکړي، د توجیې وړ نه دي.

مایک مارتين چې د کنګز کالج لندن څيړونکی دی، په دې آند دی چې روسیه د باخموت د نیولو دوامداره هڅه کوي «ځکه د دونباس آزادول» د پوتین له خوا د پيل شوې جګړې د هدف سره سمون لري.»

د دې کارپوه په آند: «کله چې سړی سړکونو او د رېل شبکې ته وګوري چې څرنګه غځيدلې ده، نو د باخموت په لویدیځ کې دوه ستر ښارونه پراته دي چې لا هم په دوبناس کې دي يعني د سلویانسک او کراماتورسک ښارونه. د دې ښارونو د نیولو له پاره چې هغه [پوتين] ورته د خپل ستراتيژيک هدف له پاره اړتيا لري، لومړی باید باخموت ونيول شي.»

اوکراين که روسيه؛ څوک ښه چانس لري؟

رالف تیله د باخموت ښار پر سر جګړه کې د اوکراين د بريا چانس لږ بولي. د نوموړي په حواله ښار د روسي ځواکونو له خوا کلابند دی. هغه زياتوي يوازې څلور کيلومتره بر لرونکی يوه تړانګه شته چې د تېښتې، اضافي عسکرو او اکمالاتو له پاره لار پرانيستي ده. خو څلور کيلومتره هیڅ نه دي او شا او خوا یې روسان هم پراته دي.

اړونده موضوغ: «له اروپا سره به د روسیې جګړه یوه لسیزه دوام وکړي»

د نوموړي په خبره پر دې سربیره روسان په باخموت کې پر اوکراينيانو برلاسي دي. دغه کارپوه زياتوي: «کله چې سړی پر بشپړ وضعيت نظر واچوي نو ويني چې روسیه څو چنده قوي ده، که هغه د زغروالو نقليه وسيلو، ټانکونو، توپخانې او يا هم د الوتکو برخه وي.» د نوموړي په خبره اوکراين بيا لا بايد د لویديځ څخه د وسلو مرستې ته انتظار وباسي.

پوځي کارپوه مایک مارتين
پوځي کارپوه مایک مارتينانځور: DW

رالف تیله بيا د دې مرستې په اړه ډېر خوشبين نه دی: «کله چې سړی ګوري چې ټوله اروپا په يوه مياشت کې د اوکراين له پاره يوازې تر هغه لږې مرمۍ جوړولی شي چې روسیه یې په يوه ورځ کې فاير کوي بيا سړی ويني چې د دې مرستې رسېدل به څومره سخت کار وي.»

د ټانکونو موضوع هم له حده وتلې سخته موضوع ده. په عامه بحثونو کې سړی تل ګوري چې ويل کیږي: د ټانکونه ليږدو، خو دا ټانکونه به بالاخره وهم رسيږي. دا چې ډېری پلونه یې وزن نه شي زغملی نو دا ډېره مشکله ده چې هغه تر اصلي منزله ورسول شي. بله ستره ستونزه یې د مرمت ده.

د اوکراين د تهاجي حملې له پاره امکانات

د اتريش د پوځ ډګروال مارکوس رايزنر د جګړې د راتلونکي بهير په اړه وايي: «د باخموت ښار له ولکه کولو سره به که څه هم چې د روسیې ځواکونه د يوې ټوټې ځمکې په نيولو وتوانيږي خو دا به کومه ستره کاميابي نه وي، ځکه هلته د دفاع بله جبهه شته.»

د نوموړي په خبره خارکيف او خيرسون ته په څېرمه پرتو سيمو کې تر برياليتوبونو وروسته د اوکراين پوځ پريکړه وکړه چې له زاپروږيا څخه د مليتوپول پر لور ډېر ژر يوه درېمه تهاجمي حمله پېل کړي.

رايزنر زياتوي چې باخموت ته نيږدې د اوکراين پر وسله والو ځواکونو باندې د فشار له کبله په کیف کې حکومت مجبور دی چې په دوامداره توګه هلته ځواکونه ځای پر ځای کړي.

د نوموړي په حواله د اوکراين پوځ اوس لېوا چمتو کوي چې د يوې تهاجمي حملې له پاره مناسب ځای لټوي. دا کیدای شي د مليتوپول شمال ته پرته سيمه وي. د کاميابۍ په صورته کې به روسي ځواکونو ته د کريميا ټاپو او همدا راز له زاپروږيا او له خیرسون څخه هم د اکمالاتو لارې وتړل شي.

اړونده موضوع: پر اوکراين د روسيې د يرغل يو کال

خو د روسیې او د بهرنيو اړيکو په هکله د اروپايي کونسل د دفاعي کارپوه ګستاف ګريسل په آند اوس د اوکراين له خوا د تهاجمي عملياتو وخت نه دی. نوموړی وايي: «کله چې سړی ځوابي عمليات پېلول غواړي نو سړی باید د برياليتوب له پاره د جګړې له لومړۍ کرښې او جګړو ليرې ځان تنظيم او سرچينې راټولې کړې. دا کار به په اوسني پړاو کې خطرناک وي. په هغه صورت کې چې اوکراينيان د روسیې ليکې ماتې کړي او د کنترول خپله ساحه پراخه کړي، نو روسیه به بيا هم قوي زېرمې او ډېر عسکر ولري چې جګړې ته یې داخل کړي.» د ګريسل په آند روسیه بيا کولی شي اوکريني ځواکونه له څو لوريو په عين وخت کې تر بريد لاندې ونیسي.

ب. ص/ ن. ز (Alexandra Ivanova, Olga Sosnytska, Anna Fil)